CRI Online

په نانجينګ ښار کې يو بهرنی کلی شيته دی

cri     (GMT+08:00) 2012-03-27 11:43:07


په نان شيو څون سيمه کې د بهرنيانو لپاره خدمتي مرکز تازه جوړ شو 

ګرانو اوريدونکو، د چين د نان جينګ ښار په مرکز کې د نان شيو څون په نامه د استوګنې يوه کوچنۍ سيمه د دوو پوهنتونونو په منځ کې واقع ده چې له امله يې ډېری بهرني محصلين هلته په کرايه کورونو کې د چينايانو تر څنګ اوسيږي. د سيمې د مسئول په وينا څه باندې ٥٠٠ بهرنيان په دې ناحيه کې اوسيږي چې د امريکا، کوريا جمهوريت، برټانيا، جرمني او فرانسې په شمول څه باندې ٣٠ هېوادونو نه راغلي دي. د بهرنيان په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به زه زرينه پر تاسو د نا شيو څون سيل وکړم.

ګرانو دوستانو، ډېر بهرنيان چې په نان جينګ کې ژوند يا زده کړه کوي، له نان شيو څون سره ډېر اشنا دي. يو شمېر کوچنۍ مغازې چې نښې او نومونه يې په انګليسي ژبه ليکل شوي، د نان شيو څون په لارو کوڅو کې معلوماتو لپاره ولاړې دي. له دې امله چې ډېرو بهرني سيلانيزو مجلو او وېبپاڼو کې د دغه ځای يادونه شوې، ځينو بهرنيانو په ځانګړي ډول د نان جينګ د معرفي کولو لپاره د hello Nanjing په نوم يوه انګليسي ويبپاڼه جوړه هم کړې چې په دې وېبپاڼه کې د نان شيو څون سيمې، د شانګهای او جين ين جې واټونو او داسې نورو ځايونو نومونه په انګليسي ژبه ژباړل شويدي. جين ين جې يوه ډېره کوچنۍ او تنګه کوڅه ده او هغه ښکلې ودانۍ چې د اروپايي ساختماني بڼې لري، قطار په قطار ولاړې دي او د بيلابيلو هېوادونو ملي بيرغونه ورباندې ځوړند دي. د نان شيو څون د استوګنې کمېټه په همدې کوڅه کې موقعيت لري. د دې کمېټې مسئول ښاغلي هنګ جي هونګ وويل چې جين ين جې يو کوچني م م ته ورته سيمه او ماحول دی

(( د نفوس د ٦ مې سرشمېرنې له مخې، ٥٧٦ تنه بهرنيان دلته اوسيږي. کله کله دا احساسوم چې ګواکي د م م په دفتر کې کارکوم. بهرني اوسيدونکي دلته له ژوند سره ډېر عادي شوي دي.))

د ښاغلي هن په قول، بهرني اوسيدونکي په عمده توګه د دې ځای په شاوخوا کې د پوهنتونونو بهرني محصلان او ښوونکي دي، بهرني سيلانيان هم.غرمه مهال په هر کوچني رستوران کې ښه ګڼه ګوڼه وي، خبريال د لاو دي فانګ په نوم يو رستوران چې په پښتو ژبه د زوړ ځای معنا لري، ننووت او د رستوران له خاوندې سره يې په خبرو پيل وکړ.

((بهرنيان ډېره صميمه دوستانه رويه لري، دوی وايي دا ورته داسې دی لکه د دوی خپل کور. دوی زموږ لخوا پاخه شوي خواړه ډېر خوښوي، د غرمې په ١٢ بجو وخت کې دلته ډېر ډېر بهرنيان راځي ))

په همدې رستوران کې خبريال هم له برټانوي ښوونکي جون بېلا سره چې نيم کال دمخه نان شيو څون ته نقل شوی او اوس په نانجينګ پوهنتون کې کار کوي، مرکه وکړه. هغه د اوسني ژوند په اړه داسې وويل:

((دلته ژوند مو ډېر په زړه پورې دی.په رستورانونو، د جامو او سي ډيګانو په پلورنځيو او داسې نورو ځايونو کې بهرنۍ ژبې اورېدل کيږي.

په نانجينګ پوهنتون کې بريټانوۍ محصله الن چې هم کله کله دغه رستوران ته ځي، وويل چې هغه د چين په باب د کتابونو او چيني تاريخ په لوستلو خوښه ده او په تېره بيا د بېجينګ له يو ډول محلي هنر سره ډېره مينه لري چې د د دريا سره په بېجينګي لهجه سندرې وايي، مثلا په يو تلويزيوني سريال کې دغه سندره ويلی شم چې نوم يې په يوه کورنۍ کې څلور نسلونه دي .دې وويل

زه له چيني تاريخ سره ډېره مينه لرم، نو زما په اند دغه سندره په تاريخ کې د چينايانو د ناهيلۍ او هم د هيلو استازيتوب کوي. زما ښوونکې دا نظر درلود چې بهرني ددې سندرې په اصلي مانا نپوهيږي، خو زما ځواب دا دی چې که څه هم چينايي نه يم، خو له چين سره مينه لرم او د چينايانو د احساساتو د پيژندلو نيت هم لرم .

درانو دوستانو ، په وروستيو ورځو کې په نانجينګ ښار کې د بهرنيانو د استعدادونو د نندارې سيالي چې نوم يې دی خوشحالي په جيانګ سو ولايت کې روانه ده او څه باندې ١٤٠ تنه بهرنيان پکې چيني سندرې وايي ، د چين د وو شو لوبې ننداره کوي دغه راز هم بېجينګ اوپرا وايي او داسی نور. د بهرنيو په چين کې پروګرام هم ستاسو هرکلی کوی چې هتله لاړ شي او سيل وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای