CRI Online

له چيني موسيقۍ سره د کرواتيايي محصلينو ځانګړي احساسات

cri     (GMT+08:00) 2012-03-27 12:02:39


په بېجينګ کې د سان لي تون په نامه سيمه کې ډېر بارونه شته دي


سان لي تون سيمه کې يو بار


سان لي تون سيمه د ځوانانو ډېره خوښه ځای ده

ستيپن بربريچ او زرينکو دواړه کرواتيايي محصلان دي چې په چين کې د بېجينګ د ژبو او کلتور په پوهنتون کې چيني ژبې په زده کړه بوخت دي، د چين له اوپرا،بارونو (bar) او موسيقي الاتو سره ډېره علاقه لري ، ويل کيږي چې دوی په لومړي ځل ليدنه د چيني موسيقۍ سره مينه په زړه کې پيدا شوه. ستيپن بربريچ وويل :

((که څه هم له چيني موسيقۍ ډېر مينوال يم ، خو موسيقی پوه نه يم او يوازې ترې نه خوند اخلم . د هانکانګ سندرغاړي جانګ شو يو چې د موسيقي په ساحه کې د شهزاد په توګه ياديږي، د چين د پاپ (pop) موسيقي په هکله زما لارښوونکی دی. يو ځل مې د ده له خوا يوه ويل شوې سندره واوريدله چې نوم يې و هغه زما د وو کل کنسرت ته راغله ، دده د ښکليو اهنګونو او أوازونو له امله راجلب شوي او پکې ډوب شوی يم. له هغه نه وروسته د چين له ډول ډول موسيقيو سره علاقه مې زياته شوې. برسيره پردې، د چين هغه دوه روک (rock) موسيقي ډلې چې په جلاجلا توګه د تانګچاو ( د يوې امپراطوري سلسلې نوم دی ) او تور پړانګ نوميږي،زما ډېره ډېره خوښيږي، ځکه سندرې يې نه يوازې په زړه پورې دې، بلکې شعرونه يې هم ډېر ښکلي دي.))

له چيني موسيقۍ سره د ستيپن بربريچ احساسات او مينه درې کاله دمخه پيل شوې چې په هغه وخت کې هغه لا په کرواتيا کې د زګريب د چيني پوهنې په ښوونځي کې پر زده کړې بوخت و. هغه ژوره خاطره په زړه کې شوه چې د چيني ژبې زده کوونکو د ښوونځي په ترتيب د چين په سفارت کې د نوي کال د لمانځنې په مېلمستيا کې ګډون وکړ او پکې يې يوه چيني ولسي سندره په ګډه سره وويله ، دا دده لومړي چيني سندره وه چې ښه يې زده کړې وه.

خو له چيني موسيقۍ سره د زرينکو احساسات په کرواتيا کې د يوه چيني فلم په خپريدو سره پيل شول . هغه وويل چې دا پنځه کاله دمخه کار و، د فلم نوم او موسيقي يې له ياده وتلې ده ، خو له دې نه يې له چيني موسيقۍ سره مينه په زړه کې پيل شوه.

(( د فلم تر ليدلو وروسته مې سملاسي په انترنيټ کې چې ورته لاس رسی مې درلود او چيني سندرې مې خپل کمپيوټر ښکته کولې. هغه وخت کې ما د چيني ژبې په زده کړې تازه پيل کړی و او سويه مې ټيټه وه، د سندرو په شعرونو او محتوياتو يې بيخي نپوهېدم او يوازې مې سندرې زمزمه کولې. د چين hiphop ، pop زما ډېر خوښ دي چې شعرونه يې ډېری د پوهېدو او ويلو وړ دي .))

له چيني موسيقۍ سره د مينې له امله زرينکو د چيني ژبې د زده کولو لپاره چين ته د تللو پريکړه وکړه . هغه په چين کې د موسيقۍ په ساحه کې ډېر ملګري لري. هغه په خوښۍ سره وويل چې له دوی سره د تماس نيولو په بهير کې نه يوازې د چيني ژبې سويه يې لوړه شوې، بلکې د چيني موسيقۍ په هکله په تېره بيا د چيني روک په اړه پېژندنه او پوهاوی يې هم زيات شوی دی.

څوک چې چيني موسيقی يادوي ، هرومرو به له چيني بارونو سره تړاو لری. دغو دواړو کرواتيايي محصلانو چې په بېجينګ کې بارونه ډېر خوښوي ،وويل چې دوی همېشه د اوونۍ په رخصتيو کې له څو ملګرو سره بارونو ته ځي او سره يوځای الکولي مشروبات څښي، غږيږي او چيني موسيقي اوري. ستيپن بربريچ وويل :

(( د بېجينګ په وو دا کو او سان لي تون سيمو کې زياترو بارونو ته تللي يم، هلته ډول ډول چيني موسيقي اوريدل کيږي. خو چيني pop لا زما لومړی خوښ دی، ځکه د چيني pop أهنګونه نسبتأ بطي دي چې په هوسا فضا کې د موزيک په ملتيا کې مې څښاک ډېر خوښ دی.))

خو زرينکو د ستيپن بربريچ نظر نه مني، هغه د چين روک بارونه لاخوښوي، ځکه د ده په اند، هلته طاقت او جذبات پيدا کيږي.

که څه هم دوو نژدې ملګرو د چيني بارونو په هکله مخالف نظرونه درلودل ، خو د چين د دوديزې اوپرا د يادولو په ترڅ کې د نظرونو يووالي ته بيا ورسيدل .

ستيپن بربريچ وويل :

((د چين د کون نومي اوپرا زما ډېر خوښيږي. که څه هم د اوپرا په سلو کې پر نويو شعرونو پوه نشوم،خو په انګليسي ژبه په ژباړولو د لوبغاړيو له نندارو څخه مې ډير خوند اخيستی او د چين لرغونی کلتور احساسولای شم، چې ګومان کوم له اوسنۍ زمانې څخه د چين لېرې زمانې ته تللی يم.))

له کون اوپرا سره د ستيپن بربريچ د مينې په پرتله زرينکو د چين له بېجينګ اوپرا سره لامينه لري. هغه وويل چې هغه د ښوونځي په شاوخوا کې يو عام حمام کې لومړي ځل بېجينګ اوپرا واوريدله او ډېرې ژورې خاطرې يې دده په ذهن کې پرېښي دي، أن تر دې چی هرکله ځان پرېمنځي،بې اختياره به د بېجينګ اوپرا زمزمه کوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای