CRI Online

د ماشومانو د زړونو مورزادي ناروغۍ د درملنې په هکله خيريه فعاليت .

cri     (GMT+08:00) 2012-04-03 16:29:14

د ٢٠٠٧ کال له اګېست څخه د لياو نينګ ولايت د سره صليب ټولنې او د لياو نينګ ولايت ترافيکي راډيو په خپل ولايت کې د بيوزليو کورنيو له هغو ماشومانو سره د مرستې لپاره يو خيريه فعاليت پيل کړ چې له موره زېږېدلو په وخت کې د زړونو په ناروغۍ اخته دي. د همدې کال تر پايه پورې په لياو نينګ ولايت کې ٥٦ بيوزليو کورنيو په دغه فعاليت کې نومونه ثبت کړي دي. نو د ژوند په چين کې نننۍ کړۍ کې به تاسو د دغه خيريه فعاليت په اړه معلومات واورئ.

لږه موده مخکې، د چين د لياو نينګ ولايت د فو شين ښار د مين جو کلي نجلۍ جيا يي په شوق سره له ښوونځي څخه کور ته ننوتله. شپږ کلنه جيا يې د نورو ماشومانو سره فرق نه لری او د عادي ودې په حال کې ده. خو د چا هيڅ په سوچ کې دا نه ګرځېده چې دوه کاله مخکې د زړه د مورزادۍ ناروغۍ له امله ځورېدله حتی په عادي توګه يې ګام هم نشو پورته نه کولای.

د جيا يي مور وويل، چې جيا يې له زيږېدو نه وروسته څو ورځو تبې ونيوله. څلور مياشتې وروسته ډاکټر د معاينې وروسته تشخيص وکړ چې جيا يي د زړه په مورزادي ناروغۍ اخته ده. نو له دې وروسته مور يې په کور کې د جيا يي ساتنه او پلار يې په بهر کې مزدوري کوله. د جيا يي مور داسی وويل، 

موږ د دغې ناروغۍ د درملنې توان نه درلود ځکه چې زموږ اقتصادی حالت خراب و . وايي چې د علاج لګښت به ښايي له دوه لکه يوانو څخه زيات وي. په هغه وخت کې لور مو سخته ناروغه وه . نو موږ ډېره خپه و.

تر ٢٠٠٩ کاله پورې چې جيا يي څلور کلنه وه ، ناروغي يې لاپسی زياته او غښتلې شوه او ان منډې يا ټوپ يې هم نشو وهلی او همېشه يې حاله پرته وه. د دې کال په سپتمبر کې د جيا يي مور په تصادفي توګه هغه خبر واوريد چې د لياو نينګ ولايت د سره صليب ټولنې لخوا د زړه په مورزادۍ ناروغۍ له اخته شويو ماشومانو سره د مرستې په اړه يو پروګرام پيل کړ. نو سمدلاسه يې د خپلېلور نوم ثبت کړ. نيمه مياشت وروسته د کورنۍ حالت څارنه بشپړه شوه او جيا يي د درملنې لپاره د چين د ولسي ازادۍ بښونکی اردو ٤٣٦ روغتون ته ولېږدول شوه او ورپسی يې د زړه عمليات اجرا شو.

کله چې جيا يی جوړه شوه او له روغتون څخه د رخصتېدو په ورځ ددې پلار او مور د ډاکترانو او نرسانو د لاسونو په نيولو سره له دوی څخه خپله مننه څرګنده کړه او مسکا يو ځل بيا د دوی په څيرو کې ښکارېده. ددوي په وينا دغه خيريه فعاليت او ډاکترانو جيا يی ته دوهم ژوند ورکړ.

رښتيا ده چې جيا يي ددې خيريه فعاليت څخه ګټه اخيستونکې ده . د لياو نينګ ولايت د سره صليب ټولنې په اړه له ناورين ځپلو وګړيو سره د مرستې څانګې مشرې تيان لي دغه فعاليت معرفی ورکړل او و يې ويل

د لياو نينګ ولايت د سره صليب ټولنې له ٢٠٠٧ کال څخه په دغه فعاليت پيل وکړ. موږ په عمده توګه د عملياتو لګښت د برابرولو له لارې دغو بيوزليو ماشومانو ته مرسته ورکوو. تر اوسه، دري سوه او يو دغه شان ناروغو ماشومانو له دغه فعاليت څخه ګټه اخيستې ده چې مرستندويه پيسې يې له دوه مليونو او اووه لکو يوانو څخه اوښتې دي.

اوس مهال دغه فعاليت دوام لري. لا زيات بيوزلي ماشومان چې د زړه په مورزادۍ ناروغۍ اخته دي، له دغه فعاليت څخه به ګټه واخلي او په ياد شوي پوځي روغتون کې درملنه او د جراحۍ عمليات به يې تر سره شي. د دې ترڅنګ باور لرو چې د جيا يی په شان جوړې شوی ماشومان به له مينې څخه په ډکه فضا کې ښه وده او ژوند وکړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای