CRI Online

د خوندورو خواړو په اړه د بريټانوي ځوان خوب

cri     (GMT+08:00) 2012-04-17 18:33:35

اوس په بېجينګ کې بهرني اوسيدونکي لاپسې زياتېږي، زه همېشه له دوی سره تماس نيسم چې له بيلابيلو هېوادونو نه چين ته راغلي او په بيلابيلو چارو بوخت دي. نو کله کله ترې تپوس کوم چې ولې بېجينګ خوښوي؟ د دوی له ځوابونو نه يو ګډ ځواب دا دی چې په بېجينګ کې هر ډول خوندور خوراکونه شته دي. رښتيا ده چې په بېجينګ کې هم د چين د بيلابيلو ځايونو ځانګړي خوراکونه شته او هم د بيلابيلو هېوادونو خوندوره خواړه. د ننني پروګرام اصلي موضوع يو بريټانيوي ځوان دی چې چيني نوم يې دی دامي چې په پښتو ژبه د وريژې معنا لري. هغه نه يوازې خوندور خواړه خوښوي، بلکې د خوراک پخولو په لارو چارو کې ډېر لوی لس لري . د ژمي ورځو کې دامي شنه پوځي کورتۍ اغوندي او پر درې څرخ لروونکې ګاډۍ سپور چې پخپله سمبال شوی، د نان په بڼه يو ډول نرمه ډوډۍ پلوري چې په دې توګه دده ګرځنده پلورنه په بېجينګ ښار کې د لارويانو د توجه وړ ګرځېدلې ده .

که څه هم د دامي چيني ژبه دومره روانه نه ده ځکه چې يوازې يې څلور پنځه کاله کې زده کړې ده، خو د چينايانو په نظره هغه ښه چيني ژبه ويلی شي. تاسې به هرومرو دا پوښتنه لرئ چې ولې يو بريټانوي د چيني ژبې له زده کړي سره مينه لري؟ حقيقت دا دی چې دامي له کوچنيتوب نه له خپل پلار و مور سره چين ته راغلی و او په هانکانګ کې لوی شوی.

((په هانکانګ کې ډېر وخت اوسيدم، خو متاسفانه لږه چيني ژبه ويلی شم، سره له دې چې ځان هانکانګي بولم،. نو پرېکړه مې وکړه چې د لندن پوهنتون د اسيا او افريقا ښوونځي ته لاړ شم څو چې هلته د چيني ژبې زده کړه وکړم .))

طبعا په بريتانيا کې د چيني ژبې زده کړه سمه نشي بشپړېدای، په ٢٠٠٨ کال کې، دامي چې د پوهنتون د دوهم ټولګي زده کوونکی و، د چيني ژبې د لوستلو لپاره بېجينګ ته راغی او بېجينګ ته د تازه رسيدو په وخت کې يې دا حس کړه چې د بېجينګ له ژوند سره ډېر عادت شوی يم. خو خپله زده کړې مې نه وې بشپړې شوې، نو په ٢٠٠٩ کال کې له بېجينګ نه ووتلم . خو هغه په مستقيم ډول لندن ته لاړ نشو او د يوه اتفاقي فرصت له امله ډيموکراتيکې کوريا ته ولاړو.

((و مې غوښتل چې په ديموکراتيکه کوريا کې د بريټانيا او سويډن د سفارتونو أشپزانو ته د لويديځو خواړو پخولو لارې چارې ور زده کړم.))

که څه هم له کوچنيتوب نه مې د پخلي له هنرسره مينه لرله او د نيم کال لپاره مې د لويديځو خواړو پخلي زده کړه کړې وه ،خو د يوه استاذ دنده ترسره کول د ده لپاره اسان کار نه و، په تېره بيا د ده دوه زده کوونکي د ده له پلاره هم مشر وو، نو فشار يې دروند و. خو هغه په دقت سره د غربي خوړو د پخولو لارې چارې دواړو مشرو زده کوونکو ته ورزده کړې . ورپسې دامي په افريقا کې د يو أشپز په توګه په خپل خوب او موخه پوه شو. د پوهنتون د څلورم ټولګي دمخه دامي په دوبنيو رخصتيو کې په افريقا کې د ګانا ماشومانو ته د فوټبال لوبې ورزده کړې او په پای کې يې د دوی لپاره څو ډوله ساده چيني خوراکونه پاخه کړل چې د ماشومانو ډېرخوښ شول.

(( دوی د بټې ګوتې په درولو سره وويل چې، خوندور، ډېر خوندور دی، نو له هغه وروسته مې پرېکړه وکړه چې بېرته چين ته لاړ شم او د چيني خوراکونو د پخلي چل زده کړې ته دوام ورکړم او يو رستوران خلاص کړم .))

دغه څرګندونې د چيني ژبې پل په نامه سيالي کې د خپلې وينا په ترڅ کې دامي وکړې. کله چې دامي له پوهنتون نه تازه فارغ شو، چين ته د سيالي د ګډون لپاره راغی چې په پايله کې يې د دوهمې درجې په جايزه ووياړل شو.

له سيالۍ وروسته دامي د خپل راتلونکي برخليک په باب فکر کولو، د پخلي دنده ترسره کول او په بېجينګ کې اوسېدل دده دوه هيلې وې. د دواړو هيلو په يوځای کولو سره يې يو بل نيت په زړه کې پيدا شو يعنې د بېجينګ د لارو کوڅو پر غاړو خوراکونه پخول او پلورل، هغه ډېر ژر دغه هيلې پلې کړې .

په حقيقت کې د خوراکونو پلورنه د دامي اصلي موخه نه ده، هغه يوازې غواړي له دې لارې نورو ته خپل د پخلي چلونه ورپېژني. خو د دامي هيلې زياتې دې، هغه غواړي يو رستوران خلاص کړي او چيني او لويديځ خوراکونه پکې پاخه کړي. دده بله هيله دا ده چې د خوراکونو د پخولو لارې چارې د ويډيو په وسيله ثبت او انترنيټ له لارې خپرې کړي چې چينانانو ته د چيني توکيو په وسيله ارزانه لويديځه خواړه پاخه کړي. هو، د دامي د برياليتوب په هيله !

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای