CRI Online

په چين کې د يو نايجريايي محصل اوتيان څي نيکمرغه او له خوږې مينې ډک ژوند

cri     (GMT+08:00) 2012-04-17 18:25:19

پنځه ويشت کلن نايجريايي ځوا اوتيان څي په چين کې د زياتو بهرنيو محصلينو له ډلې څخه يو هغه ډېر بختور محصل دی، کوم چې په چين کې له دوو کلونو استوګنې راهيسې يې نه يوازې د چين ښکلې منظرې ليدلې او خوندور خوراکونه يې خوړلي دي، بلکې دلته يې د يوې ښکلې چينايۍ نجلۍ زړه هم خپل کړی دی د دې تر څنګ يې يوه ډېره ښه دنده هم موندلې ده .

اوتيان څه په انګليسي، فرانسوي، هسپانوي او ايټالوي ژبو پوهيږي او په ٢٠٠٦ کال کې يې د بريټانيا د بريسټول پوهنتون د قانون له څانګې څخه تر فارغېدو وروسته د چيني ژبې د زده کړې لپاره چين ته راغی.

غږ١

په ٢٠٠٦ کال کې هرې خوندورې پېښې او هر يو ښه زيری په چين پورې اړه درلود، نو ما فکر وکړ چې لومړی دغه هېواد ته سفر وکړم .

اوتيان څه په دغو تودو احساساتو سره د چين په مشهور چينګهوا پوهنتون کې شامل شو او هلته يې له زياتو بهرنيو محصلينو سره يوځای د چيني ژبې په زده کړه پيل وکړ، دغه راز يې د چين له هربين شانګهاي او چنګ دو ښارونو، تبت او نورو زياتو ښکليو ځايونو څخه ليدنې هم وکړې. هغه وويل، چې تراوسه پورې په چنګ دو ښار کې يې ډېر مشهور خوراکونه خوړلي هغه چې په يوه کاسه کې يې ږدي او ډول ډول تيز خواړه پکې اچول کيږي چې دغه خواړه ډېر خوندور دي او شانګهای او بېجينګ د ده ترټولو خوښ ښارونه دي.

غږ٢

بېجينګ ښار د چين يوه نښه ده او زما ډېر خوښ دی، زما زياتره چيني دوستان هم په دغه ښار کې اوسيږي. زه له شانګهای ښار سره هم ډېره مينه لرم، په دغه ښار کې د وګړيو ژوند زما خوښ دی او هلته زيات بهرنيان اوسيږي او بېلابېل ډول کلتورونه پکې ليدل کيږي

او تيان څه په چين کې د يوې ښکلې نجلۍ په مينه کې ډوب شو ځکه چې د هغه زړه يوې ښکلې چينايۍ نجلۍ يووړ او پرې مين شو او دغه مينه د چيني ژبې د زده کړې په هکله د ده د کوښښونو يو لامل هم دی. هغه وويل، چې د خپلې مينې تر اغېزې لاندې د ده د چيني ژبې سويه ډېره لوړه شوېده .

بېجينګ ته له رسېدو نه درې مياشتې وروسته مې دغې نجلۍ سره پيژندګلوي وشوه، په هغه وخت کې ما په چيني ژبه بيخي خبرې نه شوای کولې او هغې نه غوښتل چې په انګريزي ژبه خبرې وکړي، نو د نظريو د تبادلې لپاره ما د چيني ژبې په زده کړه کې ډېر کوښښ وکړ او په هره اوونۍ کې مې له نوبتي کتنې مخکې د خبرو اترو يوشمېر چيني جملې زده کولې .

که څه هم نايجريا ته د او تيان څه بېرته ستنيدو سره د دوی په مينه کې يو لوی واټن جوړ شو، خو دوستي يې لا هم موجوده ده او دا واټن د دوی د مينې په منځ کې نشي خنډ کېدای. د ده لپاره بله نيکمرغه خبره دا وه چې اوتيان څه يو کال مخکې په چين کې د يو نړيوال شرکت لخوا په کار وګومارل شو او اوس په نايجريا کې د خپل پياوړي کاري توان له امله د دغه شرکت د منيجر په توګه ټاکل شوی. هغه وويل چې په چين کې د ده د دوه کلنۍ ژوند سابقه د ده په راتلونکي کار او ژوند لپاره ډېره ګټوره وه، اوس هغه په هر کال د رخصتۍ ورځو د تېرولو لپاره چين ته ځي .

د چين تاه حياتی قوت زما زړه ور جذبوي، دا احساسوم چې په چين کې هر کس ريښتنی کوښښ او دوامدار پرمختګ کوي. چين رښتنی بدلون موندلی دی. په ياد مې دي چې په چين کې زما د اوسيدو په ځای کې درې جګې ودانۍ په دريو کلونو کې جوړې شوې او د دغه ځای شاوخوا واټونه هم نوي شويدي چې دغه حياتي قوت او بدلون پرما باندې ډېر اغيزه کړې ده .

نايجريا ته له ستنيدو وروسته د او تيان څه د چينی ژبې د ويلو او زده کړې لپاره وخت کم شوی نو چيني ژبه يې دومره ښه او روانه نه ده، خو هغه وويل، چې هغه به يوځل بيا چيني ژبه زده کړي، څرنګه چې د نايجريا او چين ترمنځ تګ راتګ اوس ورځ په ورځ زياتيږي، نو د کارونو په ترڅ کې د چيني ژبې رول هم ورسره لا مهميږي، هغه باور لري چې د خپلو نه ستومانه کېدونکو کوښښونو له لارې به يوځل بيا خپله چينې ژبه ښه او پياوړې کړي او د د ه او چين ترمنځ به کيسې او اړيکې به ادامه ولري.

د بهرنياو په چين کې پروګرام درنو او ښاغلو اورېدونکو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي ، د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خدای سپارم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای