CRI Online

په هانګ جو ښار کې امريکايي نفسياتي ډاکټر مارکو

cri     (GMT+08:00) 2012-04-17 18:31:10

 نفسياتي درملنه په زياتو اروپايي او امريکايي هېوادونو کې ډېره مروجه ده، خوپه چين کې لاهم د تازه پرمختګ په حال کې ده چې زيات شمېر چينايان يې په اړه ډېره کنجکاوي لري. څو کلونو مخکې امريکايي نفسياتي ډاکټر مات مارکو د چين په ختيځ د ساحلی هانګ جو ښار کې له خپلو ملګرو سره د ژور خپګان ناروغانو درملنې يو کتنځی پرانيستلی چې اوس يې ډېر شهرت موندلی دی .

ماجون جي امريکايي دی او د هغه انګريزي نوم مات مارکو دی . د هغه او ملګرو لخوا پرانيستل شوی کتنځی د فانګ جو ښار په يو ګڼې ګوڼې ځای کې موقعيت لري. ٢٠٠٢ کال مارکو د يوې طبي پروژې د تبادلې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره چين ته راغي.

(( له چيني کولتور سره د خپل شوق او ذوق درلودلو له امله دلته راغلی يم، که څه هم دلته له رسيدو مخکې د بېلابېلو کولتوري نفسياتي درملنو په هکله مې روزنه تر لاسه کړې وه، خو زه غواړم لانور اړوند معلومات هم ترلاسه کړم. په چين کې د زياتو وختونو په تېريدو سره زه دې نتيجې ته ورسيدلم چې دلته د نفسياتي درملنې په اړه استعداد لرونکو کسانو ته لازياتې اړتياوې شته.))

مارکو له نوموړې پروژې وروسته امريکا ته بېرته ستون شو او له دې وروسته يې د زياتو چيني دوستانو برېښناليکونه ترلاسه کړل. د هغه دوستانو په دغو برېښناليکونو کې په کلکه توګه مارکو چين ته د راتلو لپاره وهڅاوه او بلنه يې ورکړه، له دې امله چې مارکو په زړه ډېر نرم دی نو د خپلو دوستانو بلنه يې ومنله. ٢٠٠٣ کال مارکو په امريکا کې له زيات عايدت لرونکي کار څخه لاس واخيست او چين ته راغی او په ٢٠٠٧ کال کې يې له څو ملګرو سره په هانګ جو ښار کې د نفسياتي درملنې يو کتنځی پرانيست.

((زموږ په کتونځي کې لويديځي ځانګړتيا لرونکي خدمتونه برابريږي. دلته د مراجعينو شخصي پټې چارې په ښه توګه پټې ساتل کيږي او هيڅکله به ښکاره نه شي، نو مراجعين په ډېر ارام اوهوسايۍ سره کولی شي د خپلو زړونو غوټې پرانيزي.))

د مارکو دغه کتنځی د نوموړي ځانګړي خدمت له امله د زياتو مراجعينو توجه راجلب کړې چې له دې امله يې ګام پرګام شهرت موندلی دی. د مارکو ډېر مراجعين چينايان دي، خو مارکو چيني ژبه نشي ويلای، هرکله چې مراجعين په انګليسي نپوهيږي، مارکو د خپل ژباړونکي ښاغلي ګو ون تاو په مرسته له دوی سره خبرې اترې کوي. ښاغلي ګوه خبريال ته داسې وويل :

((مارکو د هر نفسياتي ناروغ د درملنې لپاره ډېر وخت لګوي، هغه ناروغان چې ماشومان دي، ډېر غواړي د مارکو نفسياتي درملنه ترلاسه کړي، ځکه د دوی په نظر مارکو د KFC کاکا په شان دی، نو ځکه دوی هغه ډېر خوښوي .))

مارکو وويل: چې په خپل کتونځي کې د ده زياتره مراجعين د ژورخپګان ناروغان دي چې ځينې يې د نښو نښانو په وسيله تشخيص او ځينې يې د زياتو فشارونو له امله دغه ناروغی نيولی ده. د مارکو په اند، اوس چين ډېر چټک پرمختګ کوي، نو دغه ناروغي ډېره عامه شوې ده، ناروغان به له نفسياتي ډاکټر سره د خبرو اترو له لارې بېرته روغتيا ترلاسه کولای شي . مارکو په خوښۍ سره خبريال ته وويل، څه باندې ٩٥٪ نفسياتي ناروغان د هغه په مرسته جوړ شوي دي.

مارکو له ناروغانو سره د مرستې له امله ډېر خوښ دی، برسيره پردې هغه له خپلې نيکمرغه کورنۍ سره ډېر خوشاله دی. هغه چين ته له رسيدو وروسته له يوې چينايۍ نجلۍ سره واده کړی او اوس د يوې ښکلې لور پلار دی. هغه په چين کې د راتلونکي ژوند په اړه داسې هيله څرګنده کړه:

((:هيله لرم چې په چين کې د لازياتو کلونو لپاره ژوند وکړم، دلته له ژوندسره ډېره مينه لرم. چين په ډېر ښه توګه پرمختګ کوي، زه هم غواړم د دغه هېواد د پرمختګ لپاره خپل خدمت وکړم او دلته د زياتو وختونو لپاره پاتې شم.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای