CRI Online

د بيجينګ د لارو کوڅو سپين ږيری نقشه کښ

cri     (GMT+08:00) 2012-04-24 14:38:31

لارې کوڅې او هغه ودانۍ چې سی هه يوان نومېږي او ساختماني بڼه يې مربع ده چې په څلورو خواوو کې خونې دي او په منځ کې انګړ دی ، د بېجينګ د نښان په توګه ګڼل کېږي. د جګو او عصري ودانيو ترشا متقاطع لارې کوڅې يوه شبکه جوړوي. نو د زياتو سيلانيانو په اند بېجينګ يو عجيب ښار دی چې له يوې خوا يې يو عصری ښار دی، خو له بلې خوا د سي هه يوان ودانيو او لارو کوڅو په موجوديت ددې ښار لرغونی تاريخ ترې انځورېږي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته يو سپين ږيری دروپيژنم چې د بېجينګ له ګوټ ګوټ سره ډېر بلد دی.

د بېجينګ لرغونی لارې کوڅې تنګې دي او هرې خوا ته غځېږي چې لکه يو بوډا پخوانۍ زمانه ښه پيژني. د لارو کوڅو په دواړو غاړو سي هه يوان ودانۍ قطار په قطار ولاړې دي او دروازې يې همېشه خلاصې وي او د لمر زرينې وړانګې په انګړ غوړيږي. په تېره بيا په منی موسم کې د لمر د زرينو او طلايي پلوشو سره جوخت اسمان تک شين وی. که تاسی د بېجينګ له عامو وګړيو څخه دغسی پوښتنې وکړئ چې په بېجينګ کې څومره لارې کوڅې شته، اوږدوالی يې څه دی او کومې کومې ځانګړتياوې لری ؟ زياتره يې مفصل ځوابونه نه کېږي.

يو اتيا کلن سپين ږيری چې شو لياو نومېږي ، په تېرو شلو کلونو کې د بېجينګ ټولو لرغونی لارو کوڅو سيل کړی و چې مقصد يې د دغو لارو کوڅو په هکله د معلوماتو ثبتول دي .بېجينګ د سپين ږيري شو لياو ټاټوبی دی او د تيرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه يې د لارې کوڅو په سيل پيل وکړ. په هغه وخت کې د ده په غاړه همېشه يوه کمره وځوړنده وه . هغه وويل،و مې غوښتل چې د کمرې په وسيله د لارو کوڅو تاريخ ثبت کړم او وروسته په دې هکله يو کتاب وليکم. د تيرې پيړۍ په اتمه ليسزه کې خلکو د هستوګنې شرايطو د ښه والي قوي غوښتنه وکړه. فکر مې کولو چې ښايی دغه ولسي ودانۍويجاړې شي، نو پرېکړه مې وکړه چې د کمرې په وسيله دغې قديمي ودانۍ ثبتې کړم او د ١٩٨٧ کال د مارچ له لومړی نېټې څخه مې د بيجينګ لارو کوڅو اوږدمهالي سيل پيل کړ.

ښاغلي شو د بېجينګ په جنوب يوه کوڅه کې لوی شوی، نو له لارو کوڅو سره ژوره مينه لري. خو د لارو کوڅو د سيل له پيل نه لږه موده وروسته يې پيدا کړه چې ځينې کوڅې څو نومونه لری او په عکسونو کې ددوي اړېکې نشی څرګندېږي . نو پريکړه يې بيا وکړه چې د لارو کوڅو په اړه يوه نقشه جوړوي. ښاغلي شو وويل، چې پنځه ګامونه تقريبأ درې متره اوږد دی، نو هغه د ګامونو په پورته کولو سره د هرې کوڅې اوږدوالی حسابوي. په تېرو شلو کلونو کې شو لياو هيڅکله دغه عمل ځنډ نه کړ. اوس مهال د سپين ږيری شو په کور کې ډېرې کتابچې ليدل کېږي چې اړوندې مفصلې شمېرنې او معلومات پکې ليکل شوي او دده کارنامې هم ترې انځورېږي . څرنګه چې ښاغلي شو د تاريخ او کولتور په څيړنه کې تجربه کار دی ، نو د لارو کوڅو د سيل او څيړنې په ترڅ کې يې زياتې تاريخي کيسې هم واوريدې . ده وويل، 

يوه ورځ ما په يوه کوڅه کې ګامونه پورته کول، و مې ليدل چې د يو کور د دروازې باندې څلور کريکترونه ليکل شوي وو چې په اصل کې دلته يو معبد و . نو له يو ځايي اوسيدونکي څخه ددې معبد په اړه پوښتنه وکړه. رښتيا ده چې په دغه کور کې اوسېدونکی د چين د امپراطور چينګ لونګ د ٣٣م نسل لسمی دی او بيا يې د امپراطور چيانګ لونګ په اړه زيات معلومات راته کړل.

تر ٢٠٠٢ کال پورې سپين ږيري شو لياو په بېجينګ کې نژدې ټولې لارې کوڅې ولېدلې چې د بيجينګ د لارو کوڅو د نقشې په جوړولو يې پيل وکړ. تردې وروسته په اتو کلونو کې يې هره ورځ په کور کې د نقشې په جوړولو بوخت و. که څه هم د سختو کارونو له امله يې د سترګو دېد ډېر ضعيف شوی خو په اخر کې په ٢٠١١ کال کې خپل کارونه پای ته ورسېدل. سپين ږيري شو وويل، چې هغه په درويشتو کلونو کې د بېجينګ د لارو کوڅو مفصله نقشه جوړه کړې ده . دا د ده د کوششونو نتيجه ده او دده فخراو وياړ هم دی . سيلانيان کولی شی چې دده لخوا د جوړې شوې نقشې په ليدو سره د بيجينګ په ګوټ ګوټ کې د تنګو او کږو لارو کوڅو سيل وکړي او د بيجينګ ښار د اصلي اوسيدونکو ژوند احساس کړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای