CRI Online

د تبت قوم د ټولنپوهنې لومړی ډاکتری اخيستونکی تانزين لوندوپ

cri     (GMT+08:00) 2012-04-24 14:52:00

د تبت قوم اته څلويښت کلن ټولنپوه دان ځنګ تانزين لوندوپ په بېجينګ کې کار کوي او اصلي ټاټوبی يې لا سا ښار دی. کله چې په نولس کلنۍ کې بېجينګ ته د خپل لومړي سفر يادونه کوي ، هغه خبريال ته داسی وايي،

تيان ان ډګر بېجينګ ته د رسېدو لومړی هدف و او هلته مې ډېرعکسونه واخيستل. د يادولو ده چې په مرکزي قومي پوهنتون کې مېې زيات کتابونه ولوستل، په کتابخانه کې کتابونه ډېر وو. دغه راز د زړو ښوونکو سره د نظريو تبادله هم اسانه وه. د تبت د قومي ښوونځي په پرتله د مرکزي قومي پوهنځي شرطونه ډېر ښه دي.

په ١٩٨٣ کال کې تانزين لوندوپ له نورو ټولګوالو سره د ازموينې لپاره د تبت له قومي ښوونځي څخه بېجينګ ته راغی جر په لسګونو ورځو کې يې د بېجينګ لارې کوڅې ، د تيان ان مين عظيم ميدان او د زده کړې غني سرچينې وليدلې چې ددې ښار په هکله ژورې خاطرې په ذهن کې پاتی شوې دي.

دوه کاله وروسته تانزين لودوپ د تبت د قومي ښوونځي د تاريخ له څانګې څخه فارغ او خپل ټاټوبي لاسا ښار ته راستون شو او د تبت د ټولنيزو علومو په اکاډمۍ کې د سندونو او مدرکونو په تنظيمولو بوخت و. دا د ده لپاره يو ښه فرصت و چې زيات ارزښتناک قديمي کتابونه ولوستل او له زياتو مشهورو کارپوهانو سره اشنا شو. هغه همېشه د کاري سفرونو په ترڅ کې له دغو کارپوهانو سره کتنه وکړه او د مسئلو د حل لپاره يې ددوي نظريې واورېدې.

تانزين لودوپ د دغو کارپوهانو په مټ د کاري سفرونو په وخت کې د بېجينګ، شانګهای او شي ان په بېلا بېلو لويو کتابتونونو کې د تبت په اړه کتابونه لوستلي دي. لږه موده وروسته د چين د تبت پيژندنې څيړنيز مرکز په بېجينګ کې جوړ شو، تانزين لودوپ د نورو نامتو پوهانو په سپارښتنه په دغه مرکز کې شامل شو. په ٢٠٠١ کال کې يې له بېجينګ پوهنتون څخه د ډاکتري درجې په اخيستلو سره فارغ شو او د ټولنپوهنې په برخه کې د تبت قوم لومړی ډاکتري اخيستونکی پوه وګرځېد. ده وويل، 

له زياتو کارپوهانو او ښوونکو څخه مننه کوم چې دوی نه يوازی په تبتي قوم، بلکې د هان قوم په شمول نورو قومونو پورې اړه لری . دوی زما د ژوند او علمي څيړنې په بهير کې راسره زياتې مرستې کړې دي. د دوې په مرستې سره زما هوډ ټينګ او د کوشش موخه ټاکل شوې ده. د بېلګې په توګه د درسي کتابونو سره بېره، له دغو کارپوهانو سره د خبرو په ترڅ کې مې د تبتي کولتور په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي دي. دا زما لپاره ښه فرصت دی.

نن ورځ تانزين لودوپ د چين د تبت پيژندنې د څيړنيز مرکز د ټولنې او اقتصاد د انستيتوټ مرستيال دی او زيات وياړونه يې ګټلي دي. د ده په اند، د هېوادمنې تګلارې تنظيم د ده د برياليتوب بنسټ دی. ده وويل، 

په ١٩٨١ کال کې يعنی په پوهنتون کې زما د زده کړې په وخت کې د تبت د کارونو په اړه لومړنی غونډه تازه پای ته ورسېده. له دې نه وروسته مرکزي او ځايي حکومتونو د تبت پرمختګ ته په درنه سترګه وکتله او زياتې پانګې يې واچولې. ما د دې فرصت څخه ګټه اخيستې وه. د تبت په اړه تېرو پنځو غونډو کې مرکزي حکومت په پر له پسی توګه د پاليسۍ په برخه کې د تبتيانو د ژوندسويې او کيفيت د لوړېدو لپاره تدبيرونه غوره کړي او په تبت کې يې د اساسي تاسيساتو ابادولو او د کولتور پرمختګ ته زياتې پاملرنې کړې دي.

دا د تانزين لودوپ وياړ دی چې د يو تبتي کارپوه په توګه پخپله د خپل ټاټوبي د ابادولو لپاره خدمت کولای شي. که څه هم هغه په دايمي توګه په بېجينګ کې اوسېږي، خو هر کال بېرته تبت ته راستنېږي. ځکه چې دغه ځای د ده رېښه ده. له ١٩٨٨ کال څخه هغه له خپلو ملګرو سره د لاسا، شان نان او ژه کا ځه په ځايونو کې د مرکو لپاره دری زرو کورنيو ته تللي او د ډاکتری درجې د بشپړولو لپاره يې خپل تېزس ليکلی دی. په تېرو لسګونو کلونو کې يې د امريکا په کولمبيا پوهنتون کې د مسافري پوه په توګه کار کړی او د نورو هېوادونو خلکو ته يې د تبت رښتينې حالات ورپيژندلي دي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای