CRI Online

په چين کې د نفوسو د زوړ کېدو مسئله د يوې ټولنيزې مسئلې په توګه د پاملرنې وړ ګرځي.

cri     (GMT+08:00) 2012-04-24 14:52:00

 د هانکانګ د ياو جي نومي فلم يوه پارچه ده چې دغه فلم په تېرو څو مياشتو کې د چين په لويه وچه کې د زياتو وګړيو د پاملرنې وړ ګرځيدلی دی. په فلم کې د يوې شتمنې کورنۍ ځوان او د ده د بوډۍ نوکرې ترمنځ يوه اغيزمنه کيسه انځوريږي. بوډۍ نوکره له ماشومتوب څخه دغه ځوان ساته، په فلم کې په مفصل ډول په زړکتون کې ددې بوډا سخت ژوند انځور شوی دی. نو دغه ځوان ورسره زياتې مرستې کړې دي. چين په نړۍ کې يوازنی هېواد دی چې د زړو کسانو نفوس يې له يو سل مليونو تنو څخه اوښتی دی. نو له دغه فلـم څخه څرګندېږي چې اوس په چين کې د زړو کسانو د شمېر چټک زياتوالی د يوې ټولنيزې مسئلې په توګه د پاملرنې وړ ګرځي.

مېرمن سونګ چې عمر يې شپيته کاله دی، د بېجينګ په تونګ جو سيمه کې اوسېږي. دوه ورځې مخکې هغې او خاوند يې د زکام په ناروغۍ اخته شول. څرنګه چې اولادونه يې په ليری ځای کې اوسېږي، نو دوی پخپله روغتون ته ولاړل. د راتلونکي ژوند د يادونې په وخت کې يې داسې وويل،

عمرونه مو زيات شوي، نو د روغتيا حالت مو هم خراب دی. نيت مو دا دی چې په راتلونکي کې په زړکتون کې ژوند وکړو څو چې اولادونو ته تکليفونه پېښ نه شی.

په چين کې د مېرمن سونګ په شان د زړو کسانو شمېر چې عمرونه يې له شپيتو کلونو څخه زيات دي، يو سل او اتيا مليونو تنو ته نژدی شوی دی. په تېرو لسو کلونو کې لا زياتې کورنۍ له دغې ستونزې سره مخامخې دي. د بېجينګ د زړو کسانو د شورا د اړوند مسؤل په وينا، تر ٢٠٢٠ کاله پورې به په بېجينګ کې د زړو کسانو شمېر دری مليونه او پنځه لکو تنو ته او تر ٢٠٥٠ کاله پورې به دغه شمېر شپږ نيم مليونو تنو ته ورسېږي. په عين وخت کې په دې نسبت چې د يوې کورنۍ د غړيو شمېر د کمښت او په نورو ځايونو کې د ځوانانو د زده کولو او کار کولو له امله، د هغو زړو کسانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي چې په فراق شپې سبا کوي. د چين د روغتيا وزارت د بېجينګ د زړو کسانو د طبي څيړنې مرکز مسؤلې جانګ تيای مې دغه شمېره برابره کړه

په چين کې د زړو کسانو شمېر چټک زياتوالی د نړۍ له منځنی سرعت څخه اوښتی دی. د چين د نفوسو د شپږمې سرشميرنې سره سم، د ٢٠١٠ کال تر پايه پورې، په چين کې د هغو زړو کسانو شمېر يو سل او اتلس مليونه تنو ته رسېدلی چې عمرونه يې له پنځه شپيته کلونو څخه زيات دی چې دغه رقم د چين په عمومي نفوسو کې اته اعشاريه اووه اتيا برخه ونيوله. چين په ګردې کرې کې يوازنې هېواد دی چې د زړو کسانو شمېر له يو سل مليونو څخه اوښتی دی.

رېښتيا ده چې د نفوسو د زړېدو مسئله يوه نړيواله مسئله ده. د اپريل اوومه نېټه چې تازه تېره شوې ، د روغتيا له نړيوالې ورځې سره برابره وه. د سږ کال د دغې ورځې مضمون زړېدا او روغتيا ده او شعار يې دا دی چې روغتيا د عمر د اوږدوالي لامل دی. د روغتيا نړيوال سازمان له بېلا بېلو حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې د نفوسو د زړېدو په بهېر کې د وګړيو د روغتيا د ساتلو لپاره تدبيرونه ونيسي. د دغه سازمان عمومي مديرې چن ماګريټ مخکې ترې په ژنيو کې د دغې ورځې د نمانځنې په فعاليت کې داسی ويلي، د نفوسو د زړېدا په بهېرکې تاريخي او بی ساری حالت رامنځته شوی دی. د ګردې کرې له لحاظه د زړو کسانو د زياتوالي سرعت د عمومي نفوسو د زياتوالی په پرتله دری وار چټک دی. په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو کې د زړو کسانو شمېر د زياتوالي سرعت لا ګړندی دی.

ګرانو اوريدونکو، د ژوند په چين کې نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېد. هر کلی کوم چې په راتلونکي دو شنبې د بوډا کسانو د خدمت په باره کې څه وغږيږو .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای