CRI Online

په چين کې د نفوسو د زوړ کېدو مسئله د پاملرنې وړ ده.

cri     (GMT+08:00) 2012-04-24 14:54:09

 په تېرې دو شنبې مو په چين کې د نفوسو د زوړ کېدو پر مسئلې بحث وکړ. په نننۍ کړۍ کې به دغه مضمون ته دوام وکړو. معلومه ده چې چين د نفوسو په برخه کې د يو لوی هېواد په توګه د ټولنې د زوړ کېدو له سختې ستونزې سره مخامخ دی. د م م د شمېرنې سره سم، تر ٢٠٥٠ کاله پورې په چين کې د هغو زړو کسانو شمېر چې عمرونه يې له اتيا کلونو څخه به وي، يو سل مليونه تنو ته ورسېږي چې دغه شمېر به د ټولې نړۍ د يو په پنځمه برخه ونيسي. ويل کېږي چې د زړه ناروغۍ، سکتې، سرطانی او د قندو ناروغۍ په شمول مزمن مرض ناروغی په عمده توګه د زړو کسانو روغتيا ته زيانونه ورسوي. نو د زړو کسانو د شمېر د زياتېدو سره سم، چين د دغو ناروغيو د علاج په برخه کې هم له لوی ننګونې سره مخامخ دی.

د يادو شويو ننګونو سره د مقابلې په هکله د چين حکومت تل د زړو کسانو د روغتيا د ساتنې سيستم د جوړولو لپاره هڅه کوي چې دغه سيسټم د وقايې، علاج او خدمت له بېلا بېلو محتوياتو سره عبارت دي. د چين د روغتيا وزارت د بېجينګ د زړو کسانو د طبي څيړنې مرکز مسؤلې جانګ تيای مې وويل، چې اوس مهال له علاج وروسته د زړو کسانو د روغتيا د بيااعادې او پاملرنې په برخه کې زياتې ستونزې موجودې دی. نو د زړو کسانو په موخه د طبي خدمتونو د محتويات غنی کېدا به د راتلونکي کارونو يو مهم تکی وي. دې وويل،

اوس مهال په ټول وطن کې د زړو کسانو په موخه د روغتونونو پر ابادولو سر بېره، په زړکتونونو کې د طبي خدمت تاسيساتو او په کورنيو کې د زړو کسانو د روغتيا د ساتنې تاسيساتو شمېرونه ګام په ګام زياتېږي. بر سېره پردې، د زړو کسانو لپاره نوری طبي تدبيرونه هم روان دی.

د چين د دوولسم پنځه کلن پلان سره سم، تر ٢٠١٥ کاله پورې به په چين کې د اوسيدونکو منځنی عمر يو کال اوږد شي، چې څلور اويا اعشاريه پنځه کالونو ته ورسېږي. د کارپوهانو په اند، په زړو کسانو کې د مزمن مرض ناروغيو د پېښېدو انډول ټيټوالي او د زړو کسانو د عمرونو اوږدوالی به د يادې موخې د تر سره کېدو لپاره کليدی اهميت ولري. د شمېرنې سره سم، په راتلونکو شلو کلونو کې په چين کې د زړو کسانو شمېر به د اوسني شمېر په پرتله يو وار زيات شي، نو د دغې مسئلې د حلولو په برخه کې د چين په مخ يوه اوږده لار وي.

په تېره بيا په کليوالو سيمو کې دغه مسئله لا سخته ده. مثلاُ ، په چين کې زياتره زاړه کسان په کليوالو سيمو کې اوسېږي. د تېری پيړۍ له نهمې لسيزې راهيسې، د چين د ښار کېدو بهېر د پرمختګ سره سم، په کليوالو سيمو کې د زړو کسانو د ژوند لارې چارې بدل شوی دی. زيات ځوانان نه غواړی چې له خپل پلار او مور سره يو ځای اوسېږي، دوی همېشه پخپله ژوند انتخاب شي. دغه راز په يو شمېر کورنۍ کې ځوانان په ښارونو کې کار کوي، نو هيڅوک د زړو کسانو لپاره د خدمت دنده پرغاړه نه شي اخيستی.

اوس مهال په بېجينګ کې د اوسيدونکي سيمو په چوکاټ کې زړو کسانو ته د خدمت سيسټم بشپړ نه کېږي. په ورځ کې د زړو کسانو د پاملرنې، ډوډۍ پخلولو او کور پاکولو په اړه خدمتونه لږ دی. د دې ترڅنګ د زړکتونونو شمېر لږ دی . دغسی تدبيرونه د زړو کسانو اړتياوی پوره نه شي کولای. د دغې مسئلې د حلولو په غرض د بېجينګ حکومت به په کورونو کې زړو کسانو ته د خدمت ورکولو پر بنسټ، په اوسيدونکو سيمو کې د خدمت ورکولو پر رڼا او د اړوندو ارګانونو د ابادولو له لارې د زړو کسانو لپاره بشپړ خدمتي سيسټم قايم کړي.

د معلوماتو له مخې، د بېجينګ د اړوند پلان سره سم به تر ٢٠٢٠ کاله پورې په سلو کې د نوي زړو کسان په خپل کور کې ټولنيز خدمت تر لاسه کړې شي، د شپږ سلنې زړو کسان د حکومت له لارې د پيسی په لګولو سره د اوسيدونکو سيمو په کوچاټ کې خدمت تر لاسه کړې او نور څلور سلنې زړه کسان د زړکتون په شان ارګانونو کې واوسېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای