CRI Online

د بهرنيانو په نظر کې په چين کې د کار چاپيريال

cri     (GMT+08:00) 2012-05-13 18:20:54


په چين کې بهرنيان بايد لومړی د کاري ګمارلو اجازه نامه ترلاسه کړي او بيا به په چين کې وګمارلای شي

ګراو دوستانو، د چين د اقتصاد په پرمختګ او بهر ته د ورخلاصون په ژورتيا سره لازيات بهرنيان له لېرې ځايونو نه چين ته راغلي او په چين کې کار کوي . د دوی په منځ کې سوداګران شته، کارګران هم ، دغه راز ځينې يې هم د چين له ځانګړي کلتور سره د زياتې علاقې له امله چين ته راغلي دي . د بهرنيان په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به څو تنه بهرنيان چې په چين کې اوسيږي، وپېژنئ .

لس کاله کېږي چې، له هنګري څخه اغلې ماريا کونکولي سزابو بېجينګ ته راغلې او د بېجينګ د ژبو او کولتور په پوهنتون کې د چيني ژبې زده کړه وکړه. نن هغه په چين کې د Talentis په نامه د يوه هنګري شرکت د استازې په توګه دنده په غاړه لري او په بېجينګ کې يې هم خپله کورنۍ جوړه کړې ده . د دې لور هم له دې سره يوشان روانه چيني ژبه وايي. په چين کې د وروستيو کلونو تجربو د يادونې په ترڅ کې ، مېرمن ماريا کونکولي سزابو وويل :

(( بېجينګ يو په زړه پورې ښار دی . وايي چې د دې ښار په هکله دوه ډوله چلند لري ، يو يې مينه او بل يې کرکه ده . البته زه بېجينګ خوښوم ، په دې ښار کې مې له خوښۍ ډکې شيبې تېرې کړې او له ډېرو چينايانو سره شخصي اشنايي لرم چې ځينې يې تر ١٠ کلونو مخکې اشنا شوې يم چې له ١٩٩٨ کال نه راپدې خوا مو ښې اړيکې لاهم ورسره ساتلې دي.

Talentis شرکت د ښوونې، توليدي نوښت او سيمه ييز چاپيريال په شمول زياتو ساحو پورې اړه لري، مېرمن ماريا کونکولي سزابو په چين کې د دې شرکت د څانګې يوازينۍ مسئوله ده. د چيني ژبې د لوړې سويې له امله يې په کار او ژوند کې ډېرې اسانتياوې برابر ې شوې دي.

پيتر کامی يو بريټانوی عکاس دی، هغه پخواپه اروپااو امريکا کې اوسيده. په ٢٠٠٨ کال کې يې د چين سمندري داليان ښار ته راغلی او هلته يې د يو کال روزنه منلې ده چې په ترڅ کې يې د چين د ځانګړي ژوند له امله پريکړه وکړه چې په بېجينګ کې دايمي هستوګنه غوره کړي. خو د ډېرو بهرنيانو په شان يې لومړی د ژبې له ستونزې سره مخامخ و.

(( دلته ژوند کې تر ټولو لويه ستونزه د ژبې ده . که څه هم زما چيني ژبه ګوزاره حاله ده، خو په کار کې لاهم د ژبې له ستونزو سره مخامخ يم چې ژباړن ته اړتيا لرم.))

خو د ژبې ستونزه له چين سره د ده په تودو احساساتو اغېزه نه ده ، هغه لاهم په چين کې د دايمي هستوګنې پريکړه کړې او په چين کې يې هم ډېر عکسونه چې د چينايانو ژوند ترې ښکاري ،اخيستي دي.

په چين کې د کار تجربې د يادونې په ترڅ کې ماريا او پيتر په يو اواز د بخت کلمې يادونه وکړه .د ماريا لپاره بېجينګ د دې دوهم ټاټوبی دی، خو د پيتر په اند بېجينګ د يو عکاس لپاره ښه ځای دی.

د چين د انساني سرچينو او ټولنيز تضمين وزارت د شمېرنې له مخې ، د ٢٠١٠ کال ترپايه پورې په چين کې د هغو بهرنيانو شمېر چې د کار اجازه نامه يې ترلاسه کړې ، ٢٣١ زرو٧ اوو تنو ته رسيدلي دي او دا شمېر هم مخ په زياتېدو دی. زياتېدونکي بهرنيان د چين بازار، سوداګريزو فرصتونو او ځانګړي کلتور له امله چين ته راځي، خو د چيني ژبې او کلتور د ښوونې په هکله د کنفوسيوس ښوونځي چې د نړۍ په بيلابيلو هېوادونو کې يې څانګې جوړې شوې، دوی ته د چيني ژبې د زده کړې ډېرې اسانتياوې برابروي.

اندراس يو هنګري محصل دی او اوس په بېجينګ کې د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې چيني ژبې زده کړه کوي . هغه خبريال ته وايي چې له اروپايي خبري رسنيو څخه يې د چين د چټک پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه کړي چې له امله يې له چين سره علاقه پيدا شوه، چين ته له رسيدو ورو سته يې له چيني کلتور سره مينه لازياته شوې ده .د ده په اند، د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون د بهرنيو ژبو د زده کولو لپاره يو ښه پوهنتون دی چې پکې د چين کلتور، ټولنه او ژوند ښه پېژندلای شي . هغه هيله لري چې په راتلونکي کې په چين کې پاتې شي او د چيني ژبې په کارولو سره کار وکړي.

په چين کې د ماريا، پيتر او اندراس په شان بهرنيان لا زيات دي او د دوی په سترګو کې، چين چې د نړۍ په ختيځ کې يو لرغونی تاريخ او شتمن کلتور لرونکی لوی هېواد دی، د اوسپنکښ غوندې لا زياتېدونکي بهرنيان ورجلبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای