CRI Online

د چين په کليوالو ښوونځيو کې بهرني داوطلبان

cri     (GMT+08:00) 2012-05-13 18:22:06

ګرانو دوستانو ، د چين په جيانګ سو ولايت کې د داوطلبان ABC په نامه فعاليت روان دی چې د جيانګ سو ولايت د بهرنيو چارو دفتر او داسې نورو ادارو لخوا پيل شوی او ټول ګډون کوونکي يې هغه بهرنيان دي چې په دې ولايت کې کار يا زده کړې کوي. دغه بهرني داوطلبان څو څو ځله ځايي منځنيو او لومړيو ښوونځيو ته تللي او د بهرني ښوونکو په توګه يې دندې ترسره کړې دي. داوطلبان ABC فعاليت د ٢٠٠٨ کال له اکتوبر نه راپدې خوا ١٠ ځله بريالی روان دی . د بهرنيان په چين کې پروګرام نننۍ کړۍ کې به له خوشاليو څخه ډک وختونه چې د نوموړيو بهرنيانو او ماشومانو لخوا په ګډه سره تېرشوي ، راسره حس کړئ.

د ژمي يوه ورځ سهار چې د لمر پلوشو هرې خوا ته طلايي څادر غوړولی و، لس تنه بهرنيان چې په جلاجلا توګه له امريکا، استراليا، باهاما، نايجريا او داسې نورو هېوادونو نه چين ته راغلي، د يو بس په وسله د دوو ساعتو مزل وروسته له نانجينګ ښار څخه د وو شي ښار په ورڅېرمه دشيوي لانګ علاقه دارۍ مرکزي لومړي ښوونځي ته ورسيدل. د ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو لا دمخه د ښوونځي د دروازې په وړاندې د دوی را تګ ته انتظار کولو، ماشومانو چې بهرني ښوونکي يې وليدل ، سم لاسي شاوخوا راغونډېدل او يو پر بل پسې يې په انګليسي ژبه سلامونه او ښه راغلاست ورته ويل. بهرني داوطلبان د تودو چکچکو په بدرګه د ماشومانو لخوا خپل خپل ټولګي ته بدرګه او بوتلل شول او په کار يې پيل وکړ.

Ann يوه امريکايۍ ده او اوس د نانجينګ د ساينس او انجنيرۍ په پوهنتون کې د د انګليسي ژبې د ښوونکې دنده په غاړه لري . د درس په پيل کې يې خپل ځان داسې معرفي کړ :

((ما ته Ann يا ښوونکې ان ويلای شئ، زه د نانجينګ په يو پوهنتون کې د انګليسي ژبې ښوونکې يم. نن ډېره خوشاله يمه دلته راغلې يم او له تاسو سره يو ځای زده کړه کوم. تاسې له ما نه د امريکا په باب هره پوښتنه کولای شئ.))

ان وويل چې يوازې نهه مياشتې کيږي چې په چين کې يې د انګليسي ژبې ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې، پيدا يې کړه چې د تلفظ سموالی د انګليسي ژبې په زده کولو کې د چيني زده کوونکو لپاره يو خنډ دی. هغه هيله لري چې دغو ماشومانو ته د تلفظ سمولو ښې لارې چارې ور زده کړي. ماشومانو په دقيق توګه سره ددې خبرې اوريدلې او ورته غوږ و، سرونه يې پورته نيولي و او سترګې يې پر Ann کې خښې کړې وې چې له امله يې د ان په څېره کې د خوشاليو نښې ښکاريدې .

له بل ټولګي نه انګليسي سندره اوريدل کېده چې زده کوونکو د نايجريايي محصل Omega په مشرۍ ورسره زمزمه کوله او ترڅنګ يې نايجريايي نڅا هم ورسره کوله . Omega اوس د چين په دونګ نان پوهنتون کې زده کړه کوي او دا د ده دوهم ځل و چې د داوطلبان ABC په فعاليت کې يې برخه اخيسته. دده په وينا دی ماشومان ډېر خوښوي او ډېر غواړي له دوی سره يوځای لوبې وکړي او دوی ته د خپل هېواد نڅاوې ور زده کړي. خو د ده له اټکل نه وتلې خبره دا وه چی ماشومانو هم هغه ته د انګليسي ژبې يوه لوبه چې نوم يې دی what's the time ور زده کړه .

اوس په جيانګ سو ولايت کې تقريبأ ٦٠٠ ښوونځيو او ښوونيزو ارګانونو کې بهرني ښوونکي لري او هر کال څه باندې ٣٠٠٠ تنه بهرني ښوونکي ګمارل کيږي، خو په زياتره ښوونځيو کې په تېره بيا کليوالو ښوونځيو کې د بهرنيو ښوونکو د ګمارلو شرايط نشته، د داوطلبان ABC فعاليت له امله د دغو ښوونځيو ماشومان له بهرنيو داوطلبانو څخه د ژبې زده کولو مستقيم فرصت تر لاسه کړی. د شيوي لانګ مرکز ښوونځي مشر چين ون شيان خبريال ته داسې وويل :

((هيله من دی چې په داسې چاپيريال کې زموږ د زده کوونکو د انګليسي ژبې سويه او له نورو سره د دوی د تماس نيولو توان لوړ شي او زموږ د ښوونکو لپاره د انګليسي ژبې روزنه هم ده . ))

رښتيا ده چې د داوطلبان ABC له فعاليت څخه نه يوازې زده کوونکي ګټه اخيستونکي دي ، بلکې ښوونکو هم نوې ښوونيزې لارې چارې زده کړې دي. د فعاليت له پای وروسته ، بهرني ښوونکو د شيوي لانګ ښوونځي په ترتيب له وو شي موزيم څخه ليدنه وکړه .په وو شي موزيم کې ښودل شوي اثار چې د چين د جنوبي سيمې ځانګړتياوې ترې ښکاري، ددغو بهرنيانو د ډېرې حيرانتيا او خوښۍ وړ وو. اغلې Ann په موزيم کې په پنځوسو يوانو د اوږد عمر سپينږيري په بڼه يوه خاورينه مجسمه واخيستله . هغې وويل چې، دی به دا مجسمه امريکا ته له ځان سره يوسي او خپلوانو او دوستانو ته به يې وښيي.

(( نن سهار مې له ماشومانو سره په خوشاليو سره ښې شيبې تېرې کړې او بيا هم مې د موزيم سيل کړی چې په ترڅ کې مې د وو شي ښار د حال او ماضي په اړه اړين معلومات ترلاسه کړي دي. دا خټينه مجسمه زما ډېره خوښيږي، دا ډېر په زړه پورې ده.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای