CRI Online

د چين په هکله د لارنتيس هيله

cri     (GMT+08:00) 2012-05-15 18:59:53

د Aurelio De Laurentiis نوم د ډېرو کسانو لپاره اشنا نه دی ، خو که د ده نوم مخکې دوه مشهور لقبونه زياتېږي چې(Naples Foot-Ball Club) د ناپوس فوټبال کلب رئيس او د استراليا د فلم جوړولو او چاپولو شرکت د فيلماورو (Filmauro) اجرائيوي مشر ، خلک به ښايي د فوټبال او فلم په ساحو کې د ده مقام وپېژني. لارنتيس لږه موده مخکې په بيجينګ کې د فلم د دوهم نړيوال فيستيوال کې حاضر و او په ترڅ کې يې د سي ار ای له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د چين په هکله خپله هيله څرګنده کړه .

فوټبال تل د لارنتيس د علاقې وړ موضوع ده ،په چين کې د لنډ سفر په موده کې يې د چين د فوټبال بازار په هکله ډېر معلومات لاس ته راوړل او د چين فوټبال په بازار کې يې د پانګونې نيت په زړه کې رامنځته کړ.

((له چين نه د روانې ليدنې په موده کې زما يوه موخه د چين د فوټبال لوبې پېژندنه ده . وروستيو ورځو کې مې د تيان جين ټيم، بېجينګ ټيم او د شانګهای د دوو ټيمونو په هکله لومړی معلومات ترلاسه کړي دي ، دلته د فوټبال لوبې لپاره ښه چاپيريال ، بازار او مينوال شته دي. خلک تل د استراليا ، هسپانيا او جرمني فوټبال سياليو ته پاملرنه کوي ، خو دلته فوټبال لوبه لاهم د خوښۍ وړ لوبه ده .))

لارنتيس د چين د فوټبال سياليو په برخه کې د اوسنيو موجودو مسئلو د حل په هکله رغنده وړانديز وکړ او ويې ويل چې ، بايد د هلکانو او ځوانانو روزنې او د سياليو د مقرراتو تعديل ته لومړيتوب ورکړي شي .

(( د چين د فوټبال په سياليو کې ډېر کارونه بايد ترسره شی . لومړی د هلکانو او ځوانانو روزنه . که د هغو لوبغاړيو په کارولو ټينګار وشي چې عمر يې له ديرشو کلونو څخه زيات دي ، نو د ځوانو لوبغاړيو پرمختګ به هرومرو ځنډ شي. برسيره پردې زما په اند بايد په يوه موده کې د بهرنيو لوبغاړيو د منلو محدوديت کم شي چې له لارې به يې د فوټبال کلوب ته د بهرنيو لوبغاړيو استخدام ازادی ورکړی شي. د يادو دوو کارونو له بشپړيدو وروسته ، د چين ځوان لوبغاړي اړوند پرمختللی نظرونه زده کړی او په لاښه ډول د فوټبال لوبه او روزنه پېژندلی شی .))

لارنتيس هم وويل چې هغه به په بېجينګ کې د کارګرو په سټيډيم کې د بېجينګ ګو ان او د شانګهای شن سين ترمنځ سيالي وګوري او د سياليو له روان موسم وروسته به د ناپوس فوټبال کلب په مشرۍ د دوستانه سيالۍ د ګډون لپاره چين ته راشي.

کله چې خبريال لارنتيس ته پوښته وکړه چې ايا د چين د فلمونو په بازار کې پانګ واچوي که نه ؟ لانتيس ځواب ورکړ چې په بيجينګ کې د فلم ې دوهم نړيوال فيسټيوال د نړۍ ډېر مشهور فلم جوړونکي راجلب کړي چې له دې نه څرګنديږي چې د چين د فلمونو بازار اهميت لاپسې ښکاري . ده هيله څرګنده کړه چې يو فلم چې د چين له فوټبال لوبې سره اړه لري ، جوړ کړي ، ځکه چې هم په استراليا او هم په امريکا کې ډېر کسان د چين له کلتور سره علاقه لري.))

په بېجينګ کې د لنډ توقف په وخت کې لارنتيس د چين د پلازمينې د ډېرو لارو کوڅو سيل وکړ او ځايي عادتونه يې له نژدې وکتل. د چين د پرمختګ د يادونې په ترڅ کې يې داسی وويل چې اوس په چين کې چټک بدلونونه رامنځته کيږي، د نړۍ راتلونکي به په چين پورې اړه ولری.

(( زما له اټکل نه وتلی خبره دا ده چې بېجينګ ډېر عصري ښار دی ، دلته ستر بدلونونه رامنځته کيږي. په حقيقت کې پنځه کاله دمخه مې له شانګهای نه څلور ورځنۍ ليدنه کړې وه او دغه سفر پر ما باندې ډېرې ژورې خاطرې رابښلې دي .))

د مرکې په پای کې لارنټيس د چين د کلتور په هکله د خپلو احساساتو يادونه وکړه او ويې ويل ، ډېر کاله دمخه يې له چين سره مينه په زړه کې پيدا شوې ده، ده پلان هم لرلی چی خپل اولادونه د چيني ژبې زده کړه وکړي.

(( يوځل مې خپلو ماشومانو ته ويلي چې تاسې دې د چيني ژبه زده کړه وکړي. ځکه د انسانانو ماضی په چين کې وه، زموږ راتلونکی لاهم په چين پورې اوه لری. غواړم يو غوره چيني ښوونکی وګمارم چې په راتلونکو دريو څلورو کلونو کې زما ماشومانو ته چيني ژبه ورزده کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای