CRI Online

هوه جي پينګ او دده کمره.

cri     (GMT+08:00) 2012-05-22 10:44:17

 څوک چې عمر يې له پنځوس کلونو څخه زيات وي، همېشه د خپلې پخواني مودې يادونه کوي . ښاغلي هوه جي پينګ چې پخوا يې د چاينا رپوټ په نامه د مجلې او د چين د اسپرانتو ژبې د مطبعې مشر و، وويل، کله چې عمر يې له پنځوسو کلونو څخه اوښتی دی، همېشه په خوب کې خپل ټاټوبی ويني.

په هغه وخت کې چې هوه جي پينګ په منځني ښوونځي کې زده کړه کوله ، زيات شمېر چينايانو د کمرې اخيستلو توان نه درلود ، نو د دغې زمانې په اړه خاطرات د وخت په تېرېدو سره دده په ذهن کې مبهم دي.

اوس مهال عکس اخيستل د هوه جي پينګ په فارغ وخت کې يوه مهمه برخه ده. هغه د ځوانۍ په موده کې د کارونو د بوختيا له امله زياتې علاقې پرېښودلې ، نو له تقاعدوروسته يې بيا په دغو علاقو لاس پورې کړی دی. عکس اخيستل د هوه جي پينګ لپاره له همزوليو او همټولګيو سره د دوستانه احساساتو د ثبتولو يوه لار ده.

ښاغلي هوه غوښتی چې د ټولګي د پخواني مشر په توګه د فارغېدو له پنځوسو کلونو وروسته د همټولګيو په منځ کې يوه غونډه جوړه کړي چې دغه غوښتنې د زياتو همټولګېو ملاتړ تر لاسه کړی دی. ده وويل، 

په ٢٠٠٧ کال کې چې له ښوونځي څخه زموږ د فراغت له پنځوسمې کاليزې سره برابر و ، بيرته ښوونځي ته ورغلو او د ډېرو کلونو د بېلتون له کبله زيات همټولګي يو د بل نه پيژندل او د تاسف وړ ده چې زيات ښوونکي او همټولګي له دنيا څخه لاړل . په غونډه کې مې زيات عکسونه واخيستل ځکه چې په راتلونکي کې به زموږ ترمنځ د کتنې فرصت لږ وي، نو عکسونه د يادونې ښه وسيله ده.

له همټولکېو او دوستانو سره د عکس اخيستلو پرته هوه جي پينګ هم د کمرې په وسيله خپل ښکلی ټاټوبي وو جيانګ ولسوالی ثبته کړې چې اووه سوه کلن تاريخ يې لري. د خپل ټاټوبي د يادونې په وخت کې يې داسی وويل،

زما ټاټوبی ډېر ښکلی ځای دی چې غرونه او سيندونه يې د ښکلا له حيثه د هېواد له نورو مشهورو سيلانيزو ځايونو څخه بيرته نشی پاتې کېدای او د تصويرونو د يو ګاليری په توګه يې شهرت لري. نو زيات عکسونه مې واخيستل او ګواکي ښکلۍ طبيعی منظرې له ځانه بېرته کور ته راوړي دي.

په ٢٠٠١ کال کې د عکس اخيستلو له پيل راهيسې، هغه د چين د انترنيټي شبکې په نامه د عکاسۍ ټولنې په ويبپاڼه کې زرګونه پيغامونه خپاره شوي چې يو مليون او اووه لکه او شل زره تنه کارکوونکو دغه پيغامونه لوستلي دي. د ده د عکس په البومونو کې د لوبې په حال کې پيشوګان، الوتونکي مرغان او بمبيرکان لېدل کېږي . له دغو عکسونو څخه له طبيعت سره د ده مينه او علاقه څرګندېږي. ده وويل، 

عکس اخيستونکي ډېر ستړي دي، ځکه چې د کمرې او اړوندو تجهيزاتو په وړلو سره غرونو ته خيژي او سيندونه تېروي. په تېره بيا په دوبي او ژمي کې خراب اب و هوا. خو داسی ستونزې به زما د عکاسۍ لاره بنده نه ده کړي. اوس مهال عکاسی زما په فارغ وخت کې يوه مهمه برخه بدل شوې ده. دا زما د خوشحالۍ او خوښۍ سبب ګرځي.

هوه جي پينګ نه يوازی د سيلانۍ په ترڅ کې زيات عکسونه اخلي، بلکې د اسپرانتو ژبې په بېلا بېلو فعاليتونو کې يې هم په عکاسۍ بوخت دی. ده وويل،

زما ټول عمر په چين کې د اسپرانتو ژبې پرمختيايی تاريخ په څيړنه بوخت دی. نو د اسپرانتو ژبې د ويوونکو په هر فعاليت کې ګډون کوم او د کمرې په وسيله ددې ژبې د پرمختيا تاريخ ثبتوم. د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه مې په چين کې د اسپرانتو ژبې د پرمختيايي حالت په اړه عکسونه راغونډ کړل او چمتو يم چې په چين کې ددې ژبې د سل کلن تاريخ په اړه د عکس يو ألبوم چاپ کړم.. د خوشی وړ ده چې دغه البوم به په راتلونکې مياشت کې له چاپه ووزي .

ويل کېږي چې ښاغلي هوه جي پينګ د کمرې په وسيله خپلې په زړه پورې خاطرې ثبتوي . له دغو عکسونو څخه له خپل ژوند او طبيعت سره د ده مينه او علاقه ښکاري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای