CRI Online

د بېجينګ د زنګ او ډول ودانيو په شاوخوا سيمه کې د خلکو ژوند بدلون

cri     (GMT+08:00) 2012-05-22 10:47:52

سپين ږيری جانګ يوان چنګ چې د بېجينګ د ډول دوانۍ په ختيځ د څاو چانګ په کوڅه کې اوسېږي، هره ورځ سهار د خپل سپي په مل د لاروکوڅو سيل کوي او د هو ګوه معبد ته نژدی د بېجينګيانو ځانګړې سباناری کوي. له غرمنۍ ډوډۍ وروسته عمومأ د خپل کور د دروازې په څنګ چې له ډول ودانۍ څخه يوازی شل ديرش متره لېرې دی ، ناست دی او په کوڅه کې سيلانيان او ريکشاګانې ګوري. يا له ګاونډيو سره غږيږي او يا د سيلانيانو لارښوونه کوي. د ده په اند، دغه شان ارام ژوند خوندور دی.

رښتيا ده چې اوس مهال د بېجينګ ښار په هر ځاي کې لوړې لوړې ودانۍ ولاړې دي او د ښاريانو ژوند ګام يې چټک دی، خو د سپين ږيري جانګ يوان چنګ د اوسيدونکې سيمې په شان ارامې سيمې کم ليدل کېږي. د اقتصاد د چټک پرمختګ سره سم په بېجينګ کې د زړو اوسيدونکو سيمو د ترميمولو پروژې هم پلی کېږي چې په پايله کې يې د بېجينګ په زړو ښاري سيمو کې دنګې دنګې ودانۍ د سي هه يوان په نوم د هغو ولسي ودانيو پرځای ابادې شوې دي چې مربع ساختماني بڼه لری او په څلورو خواوو کې يې خونې او په منځ کې انګړ دی.د دې ترڅنګ د بېجينګ د خلکو په منځ کې د ژوند طرزونه او عادتونه هم د ورکېدو په حال کې دي. سپين ږيري جانګ له دې امله خواشين دی . هغه وايي

بېجينګ ته د بهرنيانو د سفر موخه د لوړو ودانيو کتل نه، د بېجينګ له دوديز کولتور سره احساسول دي. نو په بېجينګ کې د لويديځ ساختماني شکل لرونکو ودانيو جوړونه هيڅ اهميت نه لری او بايد پخوانی ودانۍ او لارې کوڅې وساتل شی

د بوډا جانګ دغه نظر د بېجينګ ښاروالي او اوسيدونکو ګډه نظريه ده. بېجينګ چې دري زره کلن تاريخ لري، له ژورو او ځانګړيو کولتوري خصوصياتو څخه ډک دی چې ډېر مشهور ساختمانی کولتور هم پکې شامل دی. د اووه اعشاريه اته کيلومترو په اوږدوالي د بېجينګ ښار په محوري کرښه ګڼ شمېر ډول ډول ودانۍ په نړۍ کې د ښار ابادولو په تاريخ کې د يوې معجزې په توګه ګڼل کېږي. يادې شوې ودانۍ د لرغونی بېجينګ له بهرنۍ او کورنۍ ښارګوټې ، امپرطوری ماڼۍ، تيان تان معبد، بې های باغ، د زنګ ودانۍ او له پراخ شوي تيان ان من ميدان څخه عبارت دي. د بېجينګ ښاروالي د يادو شويو ودانيو، د تاريخي او کولتوري ميراثونو او د پخوانی ښارګوټي د تاريخي بڼې د ساتلو په غرض د امپورطوري ماڼۍ په شاوخوا د ١٣٧٧ هکتارو په پراخوالي ساتونکې سيمه ټاکلې ده چې په دغه سيمه کې د ودانيو لوړوالی او د لارو کوڅو بڼې بايد د امپورطوري ماڼۍ له بڼې او ځانګړتياوو سره سمون وخوري. په عين وخت کې ښاري حکومت په دې سيمه کې د اساسي تاسيساتو د ترميم، د اوسېدونکو د ګڼوالي د کمښت او د خلکو د ژوند کيفيت د لوړوالي لپاره هڅه کوي.

څاو چانګ کوڅه چې سپين ږيري جانګ په کې اوسيږی، د زنګ او ډول ودانيو ته ډېره نژدې ده او په ياده ساتونکي سيمه کې هم شامله ده. په دغه کوڅه کې دده د ماشومتوب ژوند خراب و چې په يو سی هه يوان کې شلو تنه اوسېدل او په کوټو کې تشناب او مرکز ګرمي نه وه ، نو په ژمی کې ډېره سړه او په دوبی کې ډېره توده وه.

په تېرو څو کلونو کې د ښاري ترميم پروژې د تطبيق له امله په کوڅو کې د اوسېدونکو ژوند ښه شوی دی چې د تودولو لين او د ککړ شويو اوبو مجراوې غځېدلې او د کوڅو په دواړو خواوو څراغونه درول شوي دي. سپين ږيري جانګ وويل،اوس مهال په ژمي کې د سکرو په ځاي د برېښنا په وسيله د تودولو سيستم بشپړ شوی او حکومت هر کال د بريښنا لګښت په برخه کې له وګړيوسره مرسته کوي په تېره بيا له بې کارانوکسانو سره مرسته يې لا زياته ده . د سکرو په ځاي د برېښنا کارولو له امله د بيجينګ هوا لا پارکه شوېده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای