CRI Online

د بېجينګ ښار د ترميمولو پروژه د لرغونی تاريخ او کولتور د ساتلو پر بنسټ تر سره کېږي.

cri     (GMT+08:00) 2012-05-22 10:49:58

د تيرې اوونۍ په تېره خپرونه کې مې د بېجينګ د زنګ او ډول ودانيو په شاوخوا سيمه کې د خلکو ژوند د بدلون په اړه معلومات او د ښاغلي جانګ يوان چنګ د ژوند په اړه کيسه تاسو ته وړاندې کړی دی، نو په نننۍ کړۍ کې به په بېجينګ کې د لرغوني تاريخ او کولتور د ساتلو ترڅنګ د ښار د ترميمو

 

لو په اړه د نظريو او لارو چارو په اړه معلومات تاسو ته وړاندې کړم.

د بېجينګ د ځنګلدارۍ پوهنتون د پروفيسر مرستيال چيو جي چې د ښار د طرح کولو او پلانولو په څيړنه کې د زياتو کلونو تجربې لری ، وويل، چې د تاريخي او کولتوري لارېکوڅې او د هستوګنې سيمې بايد ښه وساتل شي. د نورو هېوادونو په پرتله په چين کې د ښاري کېدو بهېر لنډ ، د ابادولو کارونه يې زيات، د کولتوري ميراثونو د ساتنې او د ښاري ابادۍ ترمنځ توپيرونه نسبتأ تېز دي. نو د ده په اند، بېجينګ بايد په دې برخه کې د يو شمېر اروپايې ښارونو بريالۍ تجربې زده وکړي. ده وويل،د پاريس، لندن، ميونيخ، نيويارګ او پوستن په ګډون د امريکايي او اروپايي ښارونو د اصلاح کولو په بهېر کې زياتې تجربې زموږ لپاره د زده کړې ارزښت لري. د تاريخي بڼې ساتنې لپاره د پاريس په ښار کې د پخوانيو لارو پيمانه او د ودانيو بهرنی بڼې ساتل شوي او د ودانيو دننه بيخي په عصري لوازمو سمبال شويدي. زما په اند، بېجينګ ښاروالي له دغو تجربو څخه ګټه اخستی شی .

د هستوګنې د زړو سيمو د ترميمولو د مناسب پلان سره سم د دغو سيمو پخواني بڼه د ساتلو ترڅنګ د ځايي اوسيدونکو د ژوند سويه هم لوړېږي. خو بېجينګ يو عصری لوی ښار دی،سره له دې چې په لاروکوڅو کې زړې ودانۍ ساتل کېږي، خو مشکل کار دی چې د ژوند ارامتيا نه اعاده کېږي. د لاروکوڅو په شاوخواوو سيمو کې د سوداګريزو چارو د انکشاف سره سم دا ستونزې رامنځته شوې چې لارې کوڅې له درېدلو موټرونو څخه ډک دي او شورماشور د اوسېدونکو ژوند زيانمن دی. د پروفيسر چيو جي په اند، د دغو ستونزو د لېرې کولو لپاره د اړوندو څانګو لخوا د تدبيرونو پر نيولو سره بېره، د اوسيدونکو نظر هم بايد بدل شي يعنی وګړي بايد د تاريخي ودانيو د ساتلو لپاره د موټر چلولو پر ځاي عامه ترافيک انتخاب کړي . ده وويل،

د اقتصادي سويې د لوړتيا او د توليدي نظريو د عصری کېدو سره سم، د ژوند کيفيت ته د وګړيو اړتياوې هم زياتې شوې دي. دوديزې لارې کوڅې د ترافيک له فشارونو سره مخامخ دي چې په نتيجه کې د موټرونو د تم ځايونو د کمښت له امله موټروالان پخپله خوښه په هرځاي کې خپل موټرونه دروي . د اوسيدونکو لپاره د هستوګنې سيمو د ارام چاپېريال د ساتلو په هکله خپل نظر هم بايد بدل شي يعنی موټرلرونکی بايد د شخصي موټر چلولو پر ځاي په عام ترافيکي بس کې سپور شي. په عين وخت کې د تخنيک د عصری کېدو پر رڼا موږ له لا زياتو عصري ترافيکي وسيلو څخه استفاده کولای شو.

په هر لوی عصری ښار کې د زړو ښارګوټو ساتنه او اصلاح يوه پېچلې مسئله ده. څومره چې اقتصاد ګړندی پرمختګ او د عصري کېدو بهېر چټک شي، هغومره به پاتی شوي ځلاند تاريخ او کولتور ښه وساتل شی چې دا د حکومتي چارواکو هوښيارۍ او د هر اوسيدونکي زيارونو ته اړتيا لري. يوازی له دې لارې به د بېجينګ دوديزې تاريخي او کولتوري ځانګړتياوې د ښار د عصري کېدو په بهير کې ښه وساتل شی او نړيوالو ته به وښودل شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای