CRI Online

په چين کې د کاغذپران لوبې له فيسټيوال سره د بنګله دېش د پلاوي ځانګړي احساسات

cri     (GMT+08:00) 2012-05-26 20:19:34

ګرانو دوستانو ،څه موده مخکې د کاغذ باد لوبې نړيوال فيسټيوال د چين د منځني شانګ دونګ ولايت په وې فانګ ښار کې ترسره شو چې پکې د دېرشو هېوادونو او سيمو څه باندې پنځوسو پلاويونو برخه لرله، په دغو پلاويو کې د بنګله ديش پلاوي څو څو ځله په دې فيسټيوال کې ګډون کړی او له دې فعاليت سره ځانګړي احساسات ځان سره لرلي دي.

د بنګله دېش د پلاوي مشر او د دغه هېواد د کاغذ باد لوبې د ټولنې سرمنشي ښاغلي مريد بينو چې څو ځله يې د چين په بيلابيلو ځايونو کې د کاغذ باد لوبې په فيسټيوالونو کې ګډون کړی ،وويل چې په چين کې يې د پتنګ لوبې له زياتو مينوالو سره اشنا شوی دی، که څه هم دوی له مختلفو هېوادونو څخه راغلي او عمرونه يې بيل دي، خو د پتنګ لوبې فيسټيوال لخوا د ترتيب شويو فعاليتونو له لارې يې يو له بل سره ژوره دوستي ټينګه کړې ده. هغه دغه راز په چين کې د کاغذ پرانونو د ځانګړتياوو او ددې لوبې فن په هکله داسې وويل :

(( څلور پنځه کاله دمخه مې په چين کې يو لوی کاغذپران واخيستلو،خو الوزولی مې نه شو. روان ځل د چين د داليان ښار د کاغذپرانونو له يو جوړوونکي نه د زده کولو وروسته مې د کاغذپرانونو د کنټرول او الوزولو لارې چارې زده کړلې. په بنګله دېش کې د کاغذپرانونو د الوزولو طريقه ډېره ساده ده او کاغذپران د يو نري تار په وسيله کنتروليږي، خو په چين کې کاغذپرانونه بيا ډېر پيچلی جوړښت لري او د څو تارونو په وسيله کنتروليږي،ډېر وخت کيږي چې دا مې هم زده کړي دي.))

تشديدانور د پلاوي يوه غړي و او لومړی ځل يې په چين کې د کاغذباد لوبې په فيسټيوال کې ګډون کړی ، روان فعاليت هم پر ده باندې ژورې خاطرې پرېښې دي.

((ډېر خوشاله يم چې په چين کې د کاغذ باد لوبې په فيسټيوال کې برخه لرم، ځکه په نړۍ کې دېته ورته فعاليتونه زيات نه دي. چينايان ډېر ميلمه پال دي، دلته مو رنګارنګ کاغذبادونه ليدلي دي، ډېر په زړه پورې دي.))

د پلاوي يو بل غړي يونس يو مسلکي کاغذباد الوزوونکی دی، هغه د بنګله دېش پلاوي په استازيتوب په روان فيسټيوال کې ګډون کړی. هغه په چين کې د کاغذ باد د الوزولو په اړه خپلې خاطرې په دې ډول يادې کړې او و يې ويل:

(( د لومړي ښوونځي په څلورم ټولګي څخه مې د کاغذ باد په الوزولو پيل کړی دی . د کاغذ باد الوزول يو جسمي کار دی او بيخي هر څه د لاسونو په وسيله کنترولېږي . انسان وزرونه نه لري، خو په زړونو کې په اسمان کې د الوتلو هيله لرو. د کاغذ باد زموږ د دې نيکې هيلې ښه څرګندونې د بېلګې په توګه يادولی شو. په چين کې د روان فعاليت په موده کې مې د نړۍ د بيلابيلو پلاويو لخوا راوړل شوي رنګارنګ کاغذبادونه وليدل چې ځينې يې د بورا، کب او اژدهار په شان اوځينې يې د انسان د څېرې غوندې دي، دغه راز د الوزولو لارې يې هم بيلې دې چې دا په دې هکله زموږ ترمنځ د تبادلې لپاره ډېره ګټوره چاره ده.))

بنګله دېشي محصل رحمان سلاح الدين چې په چين کې يې ډېر کالونه زده کړه کړي دي، اوس په چين کې دايمي ژوند کوي او په يوه خبري رسنۍ کې د خبريال په توګه دنده پر غاړه لري. هغه پخوا لا هم د نړۍ په بيلابيلو هېوادونو کې د کاغذپرانونو د الوزولو په سياليو کې ګډون کړی و. په روان فيسټيوال کې يې د بنګله دېش پلاوي د ځانګړي مېلمه په حيث د دغه فيسټيوال په بيلابيلو فعاليتونه کې برخه اخيستې او ويې ويل:

(( د نړۍ په زياتو ځايونو کې د کاغذپرانونو په فعاليتونو کې مې برخه لرلې ده. زما په اند د چين په وی فانګ کې روان فيسټيوال له دوستۍ څخه ډکه ډېره ښه فضا لري . ځايي خلک بيلابيلو پلاويو ته هر ډول استانتياوې برابروي، دغه راز د روان فيسټيوال پيمانه او سويه د نړۍ مخکې نه ده ليدل شوې. که په راتلونکي کې فرصت ولرم، دلته به بيا هم راشم او د کاغذپرانونو د الوزولو په فعاليتونو کې به ګډون وکړم.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای