CRI Online

د تو جيا قوم ولسي سندرغاړی تان شيوي څون

cri     (GMT+08:00) 2012-06-04 17:08:09

 محترمو اورېدونکو، همدااوس مو د تو جيا قوم يوه ولسي سندره واورېدله چې د همدې سندرې په ويلو سره د تو جيا قوم اوو سندرغاړو د ٢٠١١ کال لپاره د چين د ځوانو سندرغاړو په سياليو کې د سرو زرو ميدال وګاټه او سرسندرغاړی يې تان شيوي څون نومېږي. هغه يو بزګر دی او نسل په نسل د سيچوان ولايت په ختيځ يو کلي کې بزګري کوي . د خپل ټاټوبي د يادونې په وخت کې ده وويل

زموږ ټاټوبي په هغه ځاي کې دی چې شاوخوا غرونه يې ډېری جګ او کم شمير کليوال خواره واره اوسيږي ، نو کليوال په جګ اواز يو له بله خبرې کوي .

تان شيوي څون د کوچنيتوب له مودې څخه په غټ اواز ولسي سندرې ويلې ، دده د اته کلنۍ په مهال کې يو محترم سپين ږيری مړ شو او کليوال د تابوت په وړاندی راغونډېدل او د قومي دستور له مخې د سندرو ويلو او نڅا کولو له لارې د تدفين مراسم پرځاي شول . د تان شيو څون په ذهن کې د دغو مراسمو ژوره خاطره پاتې ده .

د توليدي ټيم د مشر پلار مړ شو او سازوهونکي راغوښتل شول . زما غوندي اوه اتو هلکانو د ساز وهونکو غږونو په مل سندرې ويلې او نڅاوې کولې چې دا زما د ولسي سندرو د ويلو پيل بلل کېږي.

د تان شيوي څون په نظر په غرونو کې ژوند د ولسي سندرو ويلو په بدرګه رنګارنګ دی . په لومړيو وختونو کې تان شيو څون ګمان کولو چې دی هم د خپل پلار په شان د کښتۍ کشولو له لارې عمر تېروي ، خو د اټکل نه وتلې خبره دا ده چې دده برخليک د ولسي سندرو له امله بدل شوی دی . ده وويل

په ١٩٩٠ کال کې دده په ټاټوبي کې د سيلانۍ چارې پيل شوې چې له امله يې د يانځه سيند د دريو تنګيو سيل کوونکي زياتېدل ، نو په ولسوالۍ کې د کارکوونکو د استخدام خبر مې واورېد او په پاي کې استخدام شوم.

د دوو مياشتو روزنې وروسته تان شيوي څون په رسمي توګه دنده په غاړه واخيسته چې دنده يې په مساپروړونکې بيړۍ کې د تو جيا قوم ولسي سندرې ويل دي.

ښاغلي تان خپله دنده ډيره خوښوي ، د تاسف وړ خبره دا ده چې د ولسي سندرو ويونکي ورځ ورځ کمېږي.

د کوچنيتوب په موده کې د ولسي سندرو ويونکي ډيری و ، خو ورو ورو کمېږي ، علت يې دا دی چې ويونکي سپين ږيري شوي او يا مړه شويدي ، دغه راز اوسمهال ډېری ځوان کليوال د مزدوري لپاره خپل کورونه پرېښودل چې په پايله کې د ولسي سندرو ويونکي ډير کم شوي دي .

د نهمې لسيزې په وروستيو کلونو کې سييلانيزې چارې د زوال په حال کې وې ، تان شيوي څون له خپلې وظيفې څخه استعفا وکړه او د ولسوالۍ په مرکز کې يې يو کوچنی هوټل جوړ کړ ، په هوټل کې په غټ اواز سندرې ويلو نورو ته ګډوډی رسوله

چې په پاي کې يې سيلانيزه دنده په غاړه درلوده . دا وار د سيلانيزو چارو د سمسورتيا موده راغلې او د تو قوم ولسي سندرې د هېواد د نامادي کولتوري ميراث په توګه وپيژندل شوې . ده وويل

د حکومت د غښتلي ملاتړ په رڼا کې د نامادي کولتوري ميراثونو د خوندي ساتلو تګلاره طرح شوې ده ، نن ورځ په کليو کې د قومي او ولسي کولتور د په ميراث اخيستلو ډلې هم اعاده شوېده .د لسګونو کلونو په تېرېدو سره د تان شيوي څون ټاټوبي بدل شوی دی . هر کله چې تان شيوي څون خپل ټاټوبي ته راستون شو ، د کليو له سپين ږيرو څخه د ولسي سندرو زده کړه کوله . يو وار يې له يوه کښتيو کشونکي سپين ږيري څخه د ډبرو پورته کولو په وخت کې يوه سندره زده کړېده . د ځوانو سندرغاړو په سيالۍ کې چې د مرکزي تي وي ستيشن لخوا جوړه شوې ، تان شيوي څون دغه سندره وويله او د برخوالو لخوا تود هر کلی وويل شوه .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای