CRI Online

د مياو قوم لوي کلي ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-06-09 17:45:04

د چين ګوي جو ولايت يو داسی ولايت دی چې ښکلي غرونه او سيندونه لري او ګڼ قومي وګړي پکې ژوند کوي ، دغه راز اب و هوا يې د هستوګنې لپاره ډېره مناسبه ده . د يادولو ده چې ددې ولايت په جنوب ختيځ د ليګوشان په سويلي څنډه او د باي شيوي سيند په ختيځه غاړه کې د مياو قوم يو لوی کلی واقع دی چې شيجيانګ چيانهو نومېږي. سيلانيان دلته ښکلي طبيعي منظرې او د قومي وګړيو لرغوني کولتور له نژدې لېدای شی .

د شيجيانګ چيانهو نومي د مياو قوم لوی کلی دوه زره کاله تاريخ لری چې يو زرو دوه سوه کورنۍ پکې اوسېږي او په چين کې د مياو قوم تر ټولو لوی کلی ګڼل کېږي. د مياو قوم په ژبه شيجيانګ د چرګ وينا مانالری او کلی د سيند په دره کې پروت دی او شاوخوا يې جګ جګ غرونه ولاړ دي ، په لمن پټه دارې ځمکې تر سترګو کېږي او سيند د کلي ترڅنګ تېرېږي ، ته به وايي چې دا بالکل د انسان او طبيعت ترمنځ د همغږي انځور دی.

کلي ته د ننوتلو وروسته لومړی د مياو قوم هغه ملکي ودانۍ لېدل کېږي چې نيمه برخه يې په ځمکه او بله نيمه برخه يې ځړول شوېده چې مقصد يې د ځمکې سپمول دي. د مياو قوم نجلۍ ژن دا ډول کور معرفی کړ او و يې ويل  زموږ کورونه په لرګو جوړيږې او عمومأ درې پوړيز دي چې ساختمان يې هم عملی او هم تزيينی دی . لومړي پوړ يې د کورنيو مرغانو او څارويو او يا لرګيو ساتل دي ، دوهم پوړ يې د هستوګنې دی چې منځ کې د ناستې کوټه او دواړو خواوو کې د اوسېدو خونې دي ، درېم پوړ يې د حبوباتو ساتلو ځای دی.

د ناستې په خونه کې يوه څوکۍ شته چې مي ژن کاو نومېږي . نجلۍ ژن وويل

دغه څوکۍ دوګاسي نوميږي چې خاص د نجلۍ د ځان ښلا او ګلدوزۍ لپاره ده ځکه چې نجونې د بزګرۍ چارې په کم فصل يا د اختر په ورځو کې څو نجونې سره راغونډيږي او يا سندرې وايي يا ګلدوزي کوي او يا له هلکانو سره مخامخ د مينې سندري وايي .. دا د مياو قوم د ساعتيري ځاي هم دی . اوسمهال سيلاني هم غواړي چې په دې څوکۍ کيني

د مياو قوم وګړي په سندرو ويلو او نڅاو کولو تکړه دي. دا اصطلاع ده چې وايي د مياو قوم لپاره اخترونه ډېری دي . په شيجيانګ کې يو ځانګړی اختر د ني په وسيله جوړ شوي موسيقي الې غږولو اختر دی . د اختر په ورځ کې هلک دغه ډول موسيقي اله غږوي او نجلۍ چې ښکلۍ قومي جامې اغوستي ، نڅا کوي. که نجلۍ په يوه ځل ليدنه پر يو هلک مينه شی ، د مينې يادګاري توکی د هلک پر موسيقي الې ځړوي ، نوځکه د مياو قوم هلکان ټولټال ددې ډول موسيقي اله غږولی شی

د ځاي د تبليغاتي څانګې مديرې لي شيو وويل

د ني لخوا جوړه شوې موسيقي اله زموږ د مياو قوم نمونوې موسيقي اله ده او په هر اختر او يا د خوښيو په فعاليتونو کې غږول کېږي .رېښتيا ده چې دغه ډول موسيقي اله د مياو قوم نښه هم ده

سندرې او نڅاوې د مياو قوم وګړيو د احساس څرګندولو شکل دی .په کلي کې سيل کوي او يا د وړوکي سيند په غاړه قدم وهي او يا د مياو قوم وګړي په کور کې استراحت کوي ، ګواکي په دنيا کې جنت ته تللی وی.

  کله چې کلي ته ننوتلو ، ډېر حيران يو چې دومره زياتې ملکي ودانۍ تر سترګو کېږي چې دا وضع په ښار کې بيخي نه لېدل کېږي ، دغه راز د مياو قوم نجونې په خوښۍ سره نڅاوې کوي ، ډېر زړه وړونکی حالت دی چې کولتور يې زموږ د هان قوم سره فرق لری. په شپه په جګ ځای د ځلاندو ستوريو او پورته کښته کورونو په ليدو زموږ زړونه باغ باغ کېږي.

د سيلانيانو د ليدنې کتنې ستيج د کلي په جګ ځای کې جوړ شو او په دې ستيج باندې د کلي ټوله منظره لېدل کېږي چې زرګونه ودانۍ يې د غويي د ښکر غوندي په متعادل ډول خورې ورې پرتې دي . د ځايي وګړيو په خولو که دغه ستيج ته نه وی لېدلی ، نو شيجيانګ به دی څه لېدلی وي ، شيجيانګ ته تر رسېدو وروسته سيانيان غواړي چې ټول شيجيانګ وويني ، خو پوښتنه دا ده چې د شيجيانګ د ليدلو ښه ځای چيرې دی ؟ ځواب يې دا ستيج دی. په ستيج باندی د ټول شيجيانګ عظيمه منظره تر سترګو کېږي چې زړه به يې ډېر خوشاله او روح به يې ډېر تازه شی او په پايله کې به شيجيانګ ته د سفر يوه عمومي خاطره رامنځته شي.

په شيجيانګ کې د مياو قوم لوی کلی ته ځي او د انځور غوندی طبيعي منظرې سيل کېدای شی او د مياو قوم ساده عادتونه هم له نژدې لېدای شی. که غواړې چې د مياو قوم عشقي سندرې واورې ، نو د ښکلي شيجيانګ د مياو قوم لوي کلي ته لاړشې چې دغه ځای د سيل وروسته بيخي ستا له ياده و نه باسي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای