CRI Online

د يوو لسمې دورې د چيني ژبې پل سيالي د پاکستان سيمه ييزې سيالي

cri     (GMT+08:00) 2012-06-14 16:37:53

ګرانو دوستانو، د چيني ژبې پل په نامه د يوولسمې دورې د نړيوالو محصلينو د چيني ژبې سيالي د پاکستان د سيمه ييزې سيالي چې اصلي موضوع يې د چين په هکله زما خوب دی، د تېر می مياشتې په پای کې د پاکستان د عصري ژبو په ملي پوهنتون کې (National University of Modern Languages) ترسره شولې، د بهرنيان په چين پروګرام په نننۍ کړۍ کې به د روانې سيالۍ په هکله د سي ار ای راډيو خبريال مرکه واورئ!

په همدې ورځ اته زده کوونکيو په سالۍ کې ګډون وکړ چې د له چيني ژبې سره د مينې لاملونه يې بيل و، دغه راز د چين په هکله خوبونه يې هم له رنګارنګ خيالونو او اميدونو نه ډک و. يوې ګډون کوونکې شانا چې د سيالۍ ډګر ته لومړۍ داخله شوه، ټولو حاضرينو ته د احترام په توګه لاس وښوراوه، هغې يوازې د ٨ مياشتو لپاره د چيني ژبې زده کړه کړې ده. هغې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې د چين د هوا مو لان په نامه د هغې چيني اتلې له امله چې په لرغونې زمانه کې يې د خپل پلار پرځای د دښمن پرضدد جګړې ډګر ته د تللو له امله د اتلې نوم ګټلی و ، له چين سره يې مينه په زړه کې پيدا شوه او بيا يې د چيني ژبې په زده کولو پيل وکړ.

(( په کوچنيتوب کې پلار مې يو کتاب چې هوا مو لان نوميږي، زما د زېږيدنې ٩کليزې د سوغات په توګه راته اخيستی و، هوا مو لان زما ډېر خوښيږي، هغې له خپل پلار او خپل وطن سره ډېره مينه درلوده. هغه يوه ډېر ښکلې او هوښياره ماشومه وه دغه راز زما په زړه کې اتله ده، زه غواړم د هغې په شان شم. د چيني ژبې له زده کولو وروسته په زړه کې مې يو نوی فکر پيدا شوی چې د چيني ژبې د يوې ښوونکې په توګه وګرځم چې له لارې به يې زما دوستان او د چين او چيني کلتور په هکله لازيات معلومات تر لاسه کړي.))

د سيالۍ يو بل ګډون کوونکی يو هلک فضل الرحيم نوميږي چې د سيالۍ ډګر ستيج ته وروستۍ کس و، د پاکستان په شمال کې له ښکلې ولسوالۍ حونزا نه راغلی، هغه له شنه چای سره ډېره مينه لري او خوب خيال لري چې د چای سرچينې يعنی چين ته ولاړشي او هتله چيني چای وڅښي.

يو بل زده کوونکی وقاس علي ګرايا چې تراوسه يې دوه کاله د چيني ژبې زده کړه کړې، وويل چې کله يې د ١٦ کلنۍ عمر کې لومړی ځل په تلويزيون کې دا ليدلي و چې چينايان اردو سندرې وايي، ډېر حيران او ترې اغېزمن شوی و. له هغه نه وروسته يې د چيني ژبې د زده کولو هيله په زړه کې پيدا شوه، اوس دی هيله لري چې د يو ژباړوونکی په توګه دنده ترسره کړي.

((د چين د لرغونې زمانې مفکر کنفوسيوس ويلي چې که يوازې کتاب ولولئ او فکر ونه کړئ، هغه به سرګردانه او لالهانده کس ته ورته وي. که يوازې فکر کوئ او کتاب ونه لولئ، هغه به هم هيڅ ګټې ونه لري. زما اوسنۍ هيله دا ده چې د کنفوسيوس فکرونه او اندونه، کليات اردو ژبې ته وژباړم چې له لارې به يې لا زيات پاکستانيان د چين کلتور سره اشنايي پيدا کړي.))

د سيالي قضاوت کوونکيو حسيب الرحمن د اتمې دورې د چيني ژبې پل سيالۍ اتل ونوماوه، هغه د ګډون کوونکيو له هڅونو ډېر خوښ او د دې نوم په ګټلو سره يې د چين په هکله ليدلی خوب رښتيا شوی. په همدې وجه دا چې په روانه چيني ژبه يې دا خبرې وکړلې، رحمن د خپلې خوښې يو د قناعت وړ کار پيدا کړی چې په عسکري بانک کې يې له چين سره د سوداګريزو چارو د پرمختګ د دفتر منيجر په توګه دنده ترسره کوي، هره ورځ هغه له ډېرو چينايانو سره تماسونه نيسي چې له امله يې د چين په هکله د ده خوب لارښتنی شوی.

(( اوس زه له زياتو چيني دوستانو سره اشنا شوي يم، د چين په کلتور لا ښه پوه شوی يم، دغه راز زما د چيني ژبې سويه هم لوړه شوې. د چين په اړه زما خوب له زياتو نويو چينايانو سره اشنايي، له زړو چيني دوستانو سره تماسونه ساتل او د چين کلتور، د چيني ژبې الفبا، چيني ژبې، د چين د تاريخ او اقتصادي پرمختګ په هکله لا زيات معلومات تر لاسه کول چې له دې لارې به د چين او پاکستان ترمنځ اړيکي د لا نژديوالي په برخه کې خپل رول ولوبوي او مرستندويه به تمامې شي. دا زما تر ټولو لوی خوب دی.))

د پاکستان د عصري ژبو د ملي پوهنتون د چيني ژبې څانګې مشر پروفيسر لې وې جونګ وويل، او د چيني ژبې زده کوونکي لازيات دي دغه راز دوی لا کوښښ کوي، ځکه چې د چيني ژبې په ښه زده کړې سره به لا ښه کارونه وموندلی شي چې دا د زده کوونکيو د هوډ د لاټينګېدا لامل جوړوي. برسيره پردې، په يو اسلامي هېواد کې په روانه سالۍ کې د دومره زياتو ګډونکوونکيو برخه اخيستنه زموږ د کارونو د بريا په مانا ده چې پخوا ګډون کوونکي دومره نه و.

(( دا لومړی ځل دی چې دومره زده کوونکيو ګډون کړی او د ښو پايلو لرونکي دي، که څه هم دوی يوازې لږ وخت د چيني ژبې زده کړې او د لومړۍ يا دوهمې درجې په جايزو نه دي وياړل شوي، خو باور لرم چې راتلونکي کال کې که به دوی بيا په سيالۍ کې ګډون وکړي، دوی به لا ښې پايلې وګټي.))

په پاکستان کې د چين کلتوري مستشار ښاغلي جانګ ينګ باو لومړي ځل د چيني ژبې پل سيالۍ له کتونکيو څخه دی، هغه په دې نسبت چې ګډون کوونکي په لږو وختونو کې چيني ژبه ښه زده کړې، ډېر حيران او خوشاله و. دی هيله لري چې دوی به د ژبې په زده کول او کارولو سره د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ لپاره خدمتونه وکړي.

((اوس د چين او پاکستان ترمنځ تګ راتګ ورځ پر ورځ زيات شوی چې په دی برخه کې د چيني ژبې رول لامهم ښکاري. نو هيله من دی چې دوی به چيني ژبه ښه زده کړي او د کلتور، اقتصاداو داسې نورو ساحو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره لا ښه خدمتونه وکړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای