CRI Online

د ګوانګ دونګ ښه سړي لياو له نيان

cri     (GMT+08:00) 2012-06-14 16:38:13

ګرانو اوريدونکو، د انګليسي ژبې د لوستلو دا اواز د چين د ګوانګ دونګ ولايت په يوه کلي کې اوريدل کيده. په يوه کوچنۍ درسي کوټه کې چې مساحت يې تر ٤٠ مربع مترو کم و، ډېر زده کوونکي ناست وو، ښوونکي يو چيني الاصله ماليزيايي سپين ږېری دی چې لياو له نيان نوميږي او دلته يې د ١٠ کلونو راپدې خوا د انګليسي ژبې د داوطلبانه ښوونې دنده پر غاړه اخيستې ده، په تېره مياشت کې هغه د ګوانګ دونګ وګړيو او انټرنيټ کاروونکو لخوا د ګوانګ دونګ د ښه سړي په توګه انتخاب شو.

په درسي خونه کې لياو له نيان چې سين تي شيرت کميس يې اغوستې ، د پوښتنو کولو ترڅنګ پر لاس اشاره کوله او کله کله يې زيرکې څپرې څرګندولې، ته به وايي چې هغه سپين ږېری نه دی لکه يو ځوان دی . سپينږيري لياو له نيان په وروستيو ورځو کې ډېر خوشحاله و ، ځکه د اجباري ښوونې اډه___ د څوی سوان په نامه اجدادي عبادتګاه بېرته ترميمه شوې چې پکې نوي کمپيوټرونه ، پروجکترونه ، غږ لوړوونکی لاسپيکرونه او داسې نورو نوي ښوونيز وسايل درول شوي او د عبادتګاه په دهليز کې يې ډېر انګليسي قاموسونه او نور کتابونه ايښودل شوي چې ښوونيز شرايط يې د ښاري ښوونځيو په پرتله بد نه دي.

خو لس کلونو دمخه، شرايط يې د اوسني حالت په نسبت ډېر سخت وو. په هغه وخت کې لياو له نيان تازه د داپو ولسوالۍ چانګ جياو کلي ته ورسيد، کله چې کليوالو دا خبر واوريدلو چې لياو له نيان غواړي په وړيا ډول ماشومانو ته انګليسي ژبه ورزده کړي، ډېر حيران شول. د يوې مودې له زده کولو وروسته د کليوالو زده کوونکو د انګليسي ژبې سويه ډېره لوړه شوې چې له امله يې دغه ښوونکی د کليوالو ترمنځ لوړ درناوی ترلاسه کړ. په وروستيو کلونو کې لياو له نيان خپل اجباري ښونيز ټولګی هم جوړ کړی او زيات زده کوونکي يې هم منلي دي. د اوونيو د رخصتيو په سهار ماشومان د ګړندي موټر، بايسکل او د ښونځيو د بس په وسيله له بيلابيلو ځايونو نه ټولګي ته ځانونه رسوي. دغه راز په کلي کې د انګليسي ژبې د ټولګي لپاره ځانګړي ترافيکي کرښه هم خلاصه شوه. په دوبنيو رخصتيو کې د زده کوونکو شمېر حتی له څلور سره تنو څخه اوښتی او په نورو وختونو کې هم لږ ترلږه دوه درې سوه تنو ته يې شمېر رسيږي.

د ١٠ کلونو راپدې خوا تر ٥٠٠٠ تنو زياتو زده کوونکو له لياو له نيان نه د انګليسي ژبې د ورزده کولو نه ګټه اخيستې چې په پايله کې د انګليسي ژبې تلفظ ډېر سم شوي دي.

لياو له نيان له کوچنيتوب نه په انګليسي ژبه خبرې کولې او په ١٣ کلنۍ کې يې په بريټانيا کې زده کړه بشپړه کړه، له پوهنتون نه له فراغت وروسته يې د انګليسي ژبې او ماليزيايي ژبې د ښوونکي دنده په غاړه درلوده. په ٢٠٠٢ کال کې يې تقاعد شو او بيا چين ته راغلی او دلته يې د انګليسي ژبې په اجباري ښوونه پيل وکړ. هغه دغه راز د هغو کليوالو زده کوونکو ته کوم چې په عالي ښوونځيو کې منل شوي، پولي مرستې ورکړې. د کليوالو فخر دا دی چې د لياو له نيان د مرستو له امله د دی ګوښه کلي ١٢ ماشومان په پوهنتون کې په زده کړې بوخت دي او ځيني يې په مشهورو پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

هرکال په دوبنيو رخصتيو کې لياو له نيان د انترنيټ له لارې بهرنيو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې چانګ جياو کلي ته د اجباري ښوونې لپاره راشي. په دغو بهرنيو داوطلبانو کې ځينې د ده زده کوونکي او ځينې د ده خپلوان دي. يوځل تر ٤٠ تنو زيات بهرني داوطلبان ښوونکي د لياو له نيان په بلنه چانګ جياو کلي ته راغلي وو. اوس د لياو له نيان د انګليسي ټولګي پولي لګښت، له زده کوونکو سره مرستندويه پيسې ټول د لياو له نيان د هغو زده کوونو لخوا چې پخوا يې په ماليزيا،سينګاپور، هانکانګ او داسې نوروځايونو کې له ده نه زده کړه کړې وه، برابريږي.

زه له تا سره مرسته کوم او ته له ما سره مرسته کوئ چې په پايله کې به نړۍ لاښکلې شي. دا جمله د لياو له نيان ډېره خوښه ده. هغه په دې اړه داسې وويل :

(( کله کله زده کوونکو ته داسې وايم، اوس زه له تا سره مرسته کوم، هيله من يم چې يوه ورځ کې به ته له ما سره مرسته وکړئ.))

د مرکې په ترڅ کې مو داسې اوريدلي چې وايي يوې زده کوونکې چې تراوسه له لياو له نيان نه ١٠ کلن زده کړه کړې، غواړي له فارغيدو وروسته د لياو له نيان ښونکي سره مرسته وکړي چې د وړوکتون ماشومانو ته درسونه ورکړي. هغې وويل :

(( ښوونکي لياو مو ته له نورو نه مننه او بدله ورزده کړي . موږ هم غواړو چې په راتلونکي کې د ښووني لياو په شان مينې نورو ته وسپارو. هيله منه يم چې له فارغيدو وروسته کليوالو ماشومانو ته د انګليسي ژبې وړيا ښوونه ورکړم.))

د زده کوونکو په سترګو کې ښوونکی لياو يو عادي سپين ږيری دی او له نورو نه مرسته هم غواړي. د ګوانګ دونګ ولايت د خلکو او انترنيټ کاروونکو لخوا د ګوانګ دونګ د ښه سړي په توګه د ټاکنې په اړه ښاغلي لياو داسې وويل ، هغه يوازې پخپله خوښه کار کوي او يوازې يو ډېر کوچنی کار يې کړی دی . ښوونه تخم شيندنې ته ورته ده، دی هيله لري چې په راتلونکي کې زده کوونکي تر هغه مخکې وي او لويې ونې وګرځي چې داوطلبانه ښوونيزې چارې لاپرمخ بوزي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای