CRI Online

د بهرنيانو په سترګو کې د بېجينګ روحيې په نامه د عکاسۍ فعاليت

cri     (GMT+08:00) 2012-06-26 17:53:18

ګرانو دوستانو، له دې امله چې بهرني دوستان په ښه توګه چين او بېجينګ وپيژني، د بهرنيانو په سترګو کې د بېجينګ روحيې په نامه د عکاسۍ فعاليت له نورو هېوادونو سره د بېجينګ ښار د دوستۍ ټولنې د ترتيب لمخې تازه پيل شوی او د پلان سره سم لومړی به د بېجينګ بهرني اوسيدونکي چې له څه باندې ٤٠ هېوادونو نه راغلي، بېجينګ ته ورڅېرمه د ګوا جيا يو په نامه کلي نه ننداره کړې ده.

ګوا جيا يو کلي چې په ٢٠١١ کال کې په چين کې د تر ټولو ښکلی کلي په توګه انتخاب شو، د بېجينګ په شمال ختيځ پينګ ګو سيمه کې پروت دی او د ١١٧ کورنيو په شمول ٣٩٩ تنه کليوال پکې اوسيږي. کلي ته د ننوتلو وروسته د لارو کوڅو پر غاړو شنې ونې، له رڼو اوبو ډک بهانده لښتي او رنګارنګ ګلان تر سترګو کېږي، د شنو ونو تر سيوري لاندې دوه يا درې پوړيزې کوټۍ قطار په قطار ولاړې دي، بهرني دوستان د کلي ښکليو منظرو ورجلب کړي او د کمرو په وسيله يې د کلي له بېلابېلو برخو څخه عکسونه يې اخيستي دي. دوی د کلي د مشرانو د معلوماتو په اوريدو سره د ګوا جيا يو کلي د پرمختګ په اړه زيات معلومات ترلاسه کړي دي.

(( اوس دلته د کلي د پرمختګ په غرض يولړ تدبيرونه د تطبيق په حال کې دي. موږ د کليوالو د شتمن کېدو د تګلارې په پلې کولو سره له غريبۍ او خوارۍ څخه خلاص شوي يو چې، اوس زموږ دکلي د هر تن په سر منځني کلني عايدات ٢٦ زره يوانو ته رسيدلي دي.))

په ګوجيايو کلي کې ښکلې منظرې ليدل کيږي، د ځنګلونو مساحت د کلي د ټولو مساحتونو تر ٧٠٪ زياته برخه نيسي، د کلي په شاخوا کې شنه سمسوره غرونه دي. بهرنيو دوستانو د روان سفر په ترڅ کې د ځايي کليوالو له کورونو او بانډو نه ليدنې وکړې چې له امله يې د کلي پرمختګ لوړه ستاينه کړې ده.

ميرمن مونيکا چې له هنګري څخه راغلې او خاوند يې په سفارت کې کار کوی، له خپلو دوو ماشومانو سره يوځای په روان فعاليت کې ګډون کړی نوموړې په دې اړوند وويل، چې په ٢٠٠٨ کال کې بېجينګ ته راغلې او د دې دوه ماشومان هم په بېجينګ کې زيږېدلي. هغه بېجينګ ډېر خوښوي او غواړي چې تر ممکنه حده پورې په زياتو فعاليتونو کې ګډون وکړي څو چې د چين په هکله لازيات معلومات ترلاسه کړي. د دې په اند ګوا جيا يو کلی ډېرې ځانګړتياوې لري .

(( دا کلی ډېر ښکلی دی، دلته سيل اوګرځيدنه يې د هر چا لپاره له خوښيو څخه ډک کار دی ځکه چې د غره

لمنې چاپيريال يې ډېر ښه دی. هنګري لس مليونه تنه نفوس لري، پخوا يو کرهنيز هېواد هم و او کلي پکې خواره واره پراته دي، خو د بېجينګ په شاوخوا کې کلي ښار ته نژدې واقع دي او يوازې يو نيم ساعته مزل لري، دا کليواله سيمه د ښار له ګڼې ګوڼې نه ګوښه ده، نو ددې کلي سيل له خوشحاليو څخه ډک ځای دی .))

تونيسوي هلک اويوني محمد وسيم چې د بېجينګ د فلم بردارۍ په پوهنتون کې د دايريکترۍ په څانګه کې زده کړې کوي، د ډېرو ښو د عکاسۍ د وسايلو په لرلو سره يې په روان فعاليت کې ګډون وکړ. هغه وويل :

(( د عکاسۍ په روان فعاليت کې زما د ګډون مقصد د لومړۍ درجې جايزې ګټل دي، ما څو ښکلي عکسونه اخيستي دي، څرنګه چې دلته طبيعي منظرې ډېرې ښايسته دي، نو رنګونه يې ډېر ښکلي دي چې دا د عکاسۍ لپاره ډېره ګټوره خبره ده. کله چې دلته تازه راغلم، لومړی مې فکر دا و چې دلته يو کرايه کور ونيسم او يو فلم جوړ کړم .))

اويوني د بېجينګ روحيې په نامه فوټوګرافي فعاليت ډېر وستايه چې له بېجينګ سره د ده زياته مينه ښکاره کوي.

(( زما په اند، بېجينګ کې زما زړه ته د خوشالۍ الهام کېږي چې له امله يې زما ژوند ورسره بدل شوی دی، ځکه دلته مې ډېر نوي شيان ليدلي او ډېر نوي احساسات مې لرلي دي. بېجينګ کې هره ورځ نوې منظرې ليدلی شم، له دوستو ګاونډيانو سره تماس نيولی شم، بيلابيل خوندور خوراکونه خوړلی شي دلته هر څه له رنګ و خوند څخه ډک دي، غواړم په بېجينګ کې فلمونه جوړ کړم، ځکه له دې نه ډېرې تجربې تر لاسه کولی شم چې دا له نورو ځايونو څخه د بېجينګ توپيرونه او ځانګړتياوې يې هم دي.

د روان فعاليت جوړوونکې ادارې يعنې له نورو هېوادونو سره د بېجينګ ښار د دوستۍ ټولنې مرستيال ګو ای هوا وويل چې دا فعاليت به د اوږدې مودې لپاره دوام ولري.

(( د بهرنيانو په سترګو کې د بېجينګ ښار روحيه د فوټوګرافۍ فعاليت زموږ د ټولنې دوديز فعاليت دی، چې تراوسه پورې مو درې دا ډول دورې جوړې کړې دي، د وړم کال اصلي موضوع يې د بهرنيانو په سترګو کې د بېجينګ کلتور او د تېر کال اصلي موضوع يې د بهرنيانو په سترګو کې شين بېجينګ وه او موخه يې بهرنيو دوستانو ته د بېجينګ د کلتور، تاريخ او پرمختګ په هکله د معلوماتو ورکول او د ولسي دوستانه تګ راتګ زياتول وو. دا فعاليت د ډېرو بهرنيانو اوسېدونکو، ډيپلوماټانو او ارګانونو لخوا وستايل او هرکلی يې شو. نو په راتلونکي کې به يې هم جوړ کړو. ))

د اړوند خبر له مخې، په روان فوټوګرافي فعاليت کې د عکاسۍ اثارو د راغونډيدو موده تر راتلونکي اکتوبر پورې دوام لري، نو له دې مخکې نور دېته ورته درې فعاليت به هم ترسره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای