CRI Online

د يتيمې داوايانګځون نيکمرغه ژوند

cri     (GMT+08:00) 2012-06-28 17:39:19

 د چين د تبت خپلواکې سيمې له ٢٠١١ کال څخه د يتيمانو د اساسي ژوند د تامينولو په هکله ددوي سره د مرستې نظام جوړ او اجرا کړی او زياتې پيسې يې برابرې کړې دي چې په پايله کې په دغه سيمه کې د يتيمانو د ژون چاپيريال او شرايط ښه شوي دي. له دې څخه يتيمانو ته د هېواد پاملرنه څرګندېږي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يتيمې داوايانګځون او د دې په شان د تبتي يتيمانو نيکمرغه ژوند وغږيږم.

د تبت خپلواکې سيمې د شان نان سيمې روزنتون په ٢٠٠٠ کال کې جوړ شو او په دې سيمه کې يوازنی يتيم خانه ده چې د ليليې، د لوبې ميدان، خوراکخونې او لوستخونې په شمول اساسي تاسيسات بشپړ دي او شپږ اويا تنه يتيمان په کې اوسېږي. کله چې خبريال د لومړی ځل لپاره دې يتيم خانې ته ننوت، د غرمنۍ ډوډۍ وخت و او يتيمان همدااوس د موټر په وسيله له ښوونځي څخه راستانه شول. خبريال هم له شپاړلس کلنۍ داوايانګځون سره پيژنګلوی وليده . هغه له يوې بلې نجلۍ سره يو ځاي په يوه خونه کې اوسېږي چې مساحت يې شل مربع متره دی. که څه هم دغه خونه لويه نه ده، خو ډېره پاکه او منظمه ده. داوا يانګځون د نورو نجونو په شان د کتاب لوستلو او د موسيقۍ اوريدلو سره مينه لری. څرنګه چې داوايانګځون يو لايق زده کوونکې ده او تل يې ښې نمرې اخيستې، نو د ټولګي د مشرې په توګه وټاکل شوه. هغې خبريال ته وويل، چې په ښوونځي کې يې زيات دوستان لري او له دې امله يې ډېره خوشحاله ده.

د داوايانګځون په ميز باندې ايښودل شوی د عکس يو البوم د خبريال د پاملرنې وړ و چې دغه البوم څخه په دې روزنتون کې ددې د نيکمرغه ژوند نښه ده. هغه د پنځه کلنۍ په وخت کې د دغه روزنتون لخوا ومنل شوه. کله چې په البوم کې ددې د ژوند په هکله عکسونه يې وکتل، د خوښۍ موسکا يې پر شونډو راغله . هغې وويل، 

زما دا عکس د شهيدانو په ارامګاه کې واخيستل شو چې عمر مې اووه کاله و، ډېره خوشحاله وم .

د دې ترڅنګ داوايانګځون خبريال ته په عکس کې نور کسان وروپيژندل او په خوله يې وړوڼه او خويندې او مور او پلار هم ياد کړل . هغې وويل چې دغه عکس د دې ډېر خوښ دی. دې وويل، 

دغه عکس د مينې او کورنۍ له فضا څخه ډک دی. په روزنتون کې د خوراک او پوښاک اړتياوې مو کافي دي. خويندې مو زياتې دې چې ځينو کارکوونکو ته د خويندو او نورو ته د ميندو خطاب کوو .

د داوايانګځون په کټ باندې څو لانځکې پرتې دي چې د زېږيدنې په ورځ لپاره ددې د ملګرو ډالۍ دي. هغې وويل چې په روزنتون کې د لومړی ځل لپاره د زېږيدنې ورځې د لمانځنې مراسم ددې په ذهن کې نه هيرېدونکې خاطره وه . دې وويل،يو ځل موږ د روزنتون مشر بابا په مل تفريح ګاه ته د سيل وروسته بيرته روزنتون ته راستانه شوو او په پخلونځي کې مو يو لوی کېک وليد چې ورباندې د ماشومانو د زېږيدنې ورځې مبارک شه ليکل شوي وو. دا زما لپاره لومړی ځل و چې د زېږيدنې ورځ مې ولمانځله او د زېږيدنې کېک مې وخوړ .

اوس مهال ماشومان هميشه د ټولنې د بېلا بېلو ساحو لخوا برابر شوي کېکونه اخلي څو چې دغه يتيمان د زېږيدنې ورځې د لمانځنې په وخت کې د هغو ماشومانو په شان خوشحاله وی چې پلار او مور لري.

يوولس کاله کېږي چې داوايانګځون په دې روزنتون کې ژوند کوي، نو له اوسني ژوند سره عادی شوې ده چې د کارکوونکو او ملګرو تر پاملرنې او مرستې لاندی ددوي ژوند له خوشحاليو څخه ډک دی .  

د اوسني نيکمرغه ژوند د يادونې په وخت کې داوايانګځون وويل چې روزنتون د دې کور دی.

په تېرو يوولسو کلونو کې مې په دې روزنتون کې ژوند کړی دی. د ژوند اړتياوې بشپړې دي او د هغو ماشومانو سره يو شان له نيکمرغۍ او خوشحالۍ څخه برخمن يم چې مور او پلار يې لري. هرکله چې له ستونزو سره مخامخ وم، د روزنتون وروڼو او خويندو کارکوونکو ميندو او کاکاګانو به راسره مرسته کوله. نو دلته زما کور دی.

د روزنتون پر کارکوونکو سره بېره، په ښوونځي کې داوايانګځون د ښوونکو پاملرنه هم تر لاسه کوي. دې وويل،

زموږ په ښونځي کې يوه ښوونکې د خپلې لور په شان راته زياته پاملرنه کوي. نو ورته ادې وايم.

د نورو ماشومانو په شان داوايانګځون هم خپل خوب لري او د خپل خوب د ترسره کولو لپاره کوښښ کوي. دې وويل،

هيله لرم چې وروسته يوه ډاکتره په تيره بيا پوځي ډاکټره وګرځم ځکه چې مور مې د ناروغۍ له امله له دنيا څخه لاړه، او زه پر سرتيری ډير احترام کوم. که دغه موخه ونه رسېږي، غواړم چې د يوې ليکوالې په توګه په دنيا کې ټول احسانونه وليکم او نورو کسانو ته معرفی کړم.

له داوايانګځون سره له مرکې څخه څرګندېږي چې هغه له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته پوخ پلان جوړ کړی دی . دې وويل،

غواړم په تبت کې کار وکړم او د دې روزنتون له کارکوونکو څخه مننه ووايم چې زما لپاره يې ډېر زيارونه کړي دي. زه به ښه زده کړه وکړم او د دوی د احسان بدله به مجراکړم.

ويل کېږي چې داوايانګځون په تبت کې د زرګونو يتيمانو يوه استازې ده. اوس د تبت په خپلواکه سيمه کې پنځه زره او پنځه اتيا تنه يتيمان شته. په ٢٠١١ کال کې په تبت کې د يتيمانو سره د مرستې نظام جوړ شوی دی چې په تبت کې د اساسي ژوند ضمانت په هکله يتيمانو ته پيسې ورکول کېږي. دغه راز که يتيمان د زده کړې او ژوند په ترڅ کې له ستونزو سره مخامخ شي، اړوندې څانګې به په وخت ورسره مرسته وکړي په عين وخت کې د اخترونو او جشنونو په وخت کې اړوندې څانګې به هم له يتيمانو څخه د حال احوال پوښتنه وکړي او ورسره به يو ځای جشنونه ولمانځي. له دې څخه دغو يتيمانو ته د چين د بېلا بېلو ساحو پاملرنه څرګندېږي. د معلوماتو له مخې، يوازنی په ٢٠١٢ کال کې د تبت د خپلواکې سيمې حکومت به دغو يتيمانو ته پنځه دېرش مليونه او پنځه لکه او دوه سوه او شل زره او پنځه سوه يوان پيسې بېلې کړي چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله نهه څلويښت اعشاريه څلور سلنه زياته ده او د يتيمانو د ژوند سويه هم تر زياتې اندازې پورې لوړيږ ي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای