CRI Online

په ګوانګ جو کې د يوه افريقايي محصل ژوند

cri     (GMT+08:00) 2012-07-17 15:30:33

افريقايي محصل کريستيان له کامرون نه راغلی او اوس د چين په ګوانګجو ښار کې اوسېږي او زده کړه کوي چې په دې ښار کې د ده هره ورځ درسونو پيل د ښوونځي له زنګ نه پيل کېږي. د هغو زياتو بهرنيو محصلينو په شان هغه ګوانګ جوته په تازه رسيدو کې لومړی د ژبې له ستونزې سره مخامخ شو. هغه په ډېره روانه چيني ژبه خبريال ته وويل چې دا ده درېيم کال دی چې په چين کې اوسيږي.

((لومړی مې د چين په جنوب ګوانګ شي خپلواکه سيمه کې يو کال چيني ژبې زده کړه وکړه ، بيا ګوانګ جو ته راغم او دلته مې د يو بل کال لپاره چيني ژبې زده کړه بيا پيل کړه ، سږکال مې د سوداګرۍ درسونو په زده کړې پيل کړی.))

په کامرون کې د منځني ښوونځي د زده کړې له بشپړولو وروسته کريستيان پلان درلود چې امريکا او داسې نورو پرمختلليو هېوادونو ته د ژورې زده کړې لپاره ولاړ شي، خو پلار او مور يې هغه دې ته وهڅولو چې چين ته ولاړ شي. کريستيان د خپل مور و پلار وړانديز ومانه او په چين کې يې په خپل ژوند او زده کړو پيل وکړ.

((پخوا مې پلان درلود چې امريکا، فرانسې داسې نورو پرمختلليو هېوادونو ته ولاړ شم، خو پلار او مور مې ما ته وويل چې ولې چين ته نه ځې؟ د دوی په اند، په چين کې زده کړه زما لپاره ګټوره ده، ځکه د چين پرمختګ به وګورې. برسيره پردې، زه تل د چيني تياتر ستوري چنګ لونګ د کونګفو له فلمونو ، د چين له کلتور سره ډېره علاقه لرم، نو په پايله کې چين ته راغم.))

اوس کريستيان چې په ګوانګجو کې د سوداګرۍ درسونو په زده کړه بوخت دی، د ډېرو بهرنيو محصلينو په شان د ښوونځي په شپه غالي کې استوګنه نه کوي ، هغه د ښوونځي نه د باندې په کرايه يو کور نيولی دی.

(( د کور خاوند ځايي وګړی دی،کله کله له هغه سره ګورم. د ده د ماشوم عمر له ما سره يو شان دی، کله کله موږ سره غږيږو.))

که څه هم اوسمهال کريستيان د سوداګرۍ درس په زده کړه لا بوخت دی، خو په رخصتيو ورځو کې يو اصلي سوداګر دی. هغه په رخصتۍ کې د کامرون د يو شمېر شرکتونو لپاره د چين توليدات اخلي. هغه وويل :

(( د کامرون ځيني شرکتونه غواړي د چيني توليداتو فارمايش ورکړي، زه د دوی لپاره ځيني چيني شرکتونه پيدا کوم او دوی لپاره ژباړم.ځيني کامروني شرکتونه غواړي له چين سره همکاري وکړي، نو زه به د دوی لپاره د توليداتو د بيو او کيفيت په اړه معلومات تر لاسه کړم. د چين ډېرو ځايونو ته تللی يم، کله يي وو، نينګ بو، فو جيان او داسې نورو ځايونو ته. ځکه چې بيلابيل ځايونه بيلابيل ځانګړتياوې لري، که دوی غواړي د برېښنايي توليداتو سوداګري وکړي، زه به دوی ته وړانديز ورکړم چې شن جن ته ولاړ شي او د شن جن له شرکتونو سره همکاري وکړي.))

کريستيان په فارغ وخت کې هميشه له ځايي فوټبال مينوالو سره فوټ بال کوي. هغه وايي چې دا يې د ژوند يوه ډېره مهمه برخه ده.

(( زه له فوټبال لوبې سره ډېره مينه لرم، چينايان له دې فوټبال لوبې سره هم، دلته مې له ډېرو فوټبال لوبه مينوالو سره اشنا شوی يم او هميشه له دوی سره فوټبال لوبه ترسره کوم.))

کرېستيان هم وويل ، په ګوانګ جو کې د زده کړې، ژوند او کاري بجربو ډېرې ګټې ورته کړي دي . د چين د نورو ښارونو په نسبت، هغه د جوانګ جو اقليم او خواړه لا خوښوي. ځکه چې په دې ښار کې افريقايي راستورانتونه ډېر دي چې پکې د طټوبۍ خوراکونه خوړل کيږي. دغه راز دلته يې له اقليم سره هم ډېر عادت شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای