CRI Online

په چين کې يوه هندي کورنۍ

cri     (GMT+08:00) 2012-07-17 15:31:48

ګرانو اوريدونکو، دا شاګرد چې په روانه چيني ژبه د چين د تانګ امپراتورۍ دورې شعرونه زمزمه کولی شي، په چين کې يو بهرنی ماشوم زده کوونکی دی، د دانيل نوميږي يو هندي ماشوم دی. په ٢٠١٠ کال کې د ده پلار جستين شانګهای ته راغی او د يوه نړيوال شرکت د منيجر دنده يې په غاړه واخيستله، دانيل له خپلې مور او ورور سره اوس په چين کې اوسيږي. په نړيوال ښوونځي کې، دانيل د ښوونځي له شاګردانو سره يوځای چيني ژبې زده کړه کوي. هغه د چيني ژبې له زده کړې په تېره بيا د چين د تانګ سلسلې شعرونو له ويلو سره ډېره علاقه لري. ښوونکي يې وويل چې دا د چيني ژبې شعرونو تر ټولو لرغونې ادبي دورې شعرونه دي چې وزنونه لري او ډېر په زړه پورې دي. د دانيل لخوا همدا اوس زمزمه شوی شعر د چينګ مينګ په نامه د تانګ امپراتورۍ دورې يو مشهور شعر دی.

په چتکه د حساب درس د ښوونځي له اجباري درسونو نه يو دی چې د حساب دغه ډول شکل يوازې په چين کې مروج دی. که څه هم دانيل يوازې د ښوونځی د لومړي ټولګي زده کوونکی دی، خو هغه بايد چيني ژبه او ادب، رياض ، ساينس ،سپورټ، او داسې نور درسونه هم ولولي. پخوا يې هيڅکله د حساب له دغه ډول ځانګړې طريقې سره اشنا نه و ، خو اوس هغه په يوه دقيقه کې ساده حسابي پوښتنو ته سم ځواب ورکولی شي.

پرته له دې نه چې په چين کې د دې کورنۍ دوه ماشومان په ښوونځي کې په زده کړې بوخت دي، د دوی روغتيا د دانيل د مور لپاره د پاملرنې وړ ده، کله چې يو ځل يې ماشوم تبې نيولی و او د غربي درملو پرې هيڅ اغېزه ونه کړه، يو چيني ملګري يې ورته د چين د دوديز طب يو ډاکټر ورپېژانده، عجيب کار يې دا و چې د چيني دوديزو درملو له دوو ځلو خوړلو وروسته ماشوم يې بيخي جوړ شو. نو ځکه يې پر چيني طبي بوټو ددې باور زيات شوی او دا نظر لري چې دغه ډول طبي بوټي نه يوازې ډېرې اغېزې لري بلکې منفي اغېزې يې لږې دې. هغې وويل:

(( په هند کې مې و نه لېدل چې دومره زيات بوټي په درملو کې کارول کېږي، دلته چيني ډاکټران د لويديځو ډاکټرانو په شان د ناروغانو د مشخصو حالاتو له مخې بيلې نسخې ليکي چې دا ډېرې ښې معالجوي لارې چارې دي.))

په هند کې کونګفو فلم د چيني تجارتي توليداتو په شان د ډېرو هنديانو خوښ دی. په هند کې په بيلابيلو تلويزيوني چينلونو کې نژدې په هره اوونۍ کې چيني کونګفو فلم ښودل کېږي. چنګ لونګ د هندي ځوانانو د خوښې وړ تياتري ستوری دی. د جستين مشر ماشوم دومينيک د چيني کونګفو مينوال هم دی .

جستين له دې امله ډير خوشاله دی چې دده دوه ماشومان د چين له کلتور سره ډېره مينه لري، هغه وويل :

(( زه هم له چيني کلتور سره علاقه لرم. له خپلې کورنۍ سره د مينې او د لويانو د درناوي په هکله د چينايانو نظريې او ارزښتونه له هند سره ډېر ورته والی لري. د زياتو کلتوري معلوماتو تر لاسه کول هر ماشوم ته عمري ګټه رسوي. د يوې مودې لپاره لا نور هم په چين کې کار کوم، نوهيله من يم چې ماشومان په ښه توګه له چيني ژبې څخه زده کړه وکړي.))

دانيل خبريال ته وويل چې، هغه چين خوښوي او نوي دوستان هم .

((پخوا په هند کې اوسيدم، چاپيريال يې له شانګهای ښه نه و. کله چې چين ته راغلی يم، ډېر ښه احساس لرم، دلته ژوند مې هم ښه دی. په نوي ژوند مې پيل وکړ، که څه هم له هندي زړو دوستانو نه جلا يم، خو دلته مې نوي چيني دوستان پيدا کړي دي، له دوی نه ډېره مننه کوم چې د اوسني ژوند د عادت کولو کې يې را سره مرسته کړې ده.

ښاغلي جستين په دې ډېر خوشاله دی چی د کورنۍ غړي يې په ښه ډول له اوسني ژوند سره عادت شوي، هغه وويل چې فکر مې نه و کړی چې زما کورنۍ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پل رول ولوبوي.

((زما مېرمن کله کله له ډېرو چينايانو سره د ژوند پر هرې برخې غږيږي، ډېری چينايان موږ ښه پوهوي، د دوی په نظر هنديان ښه دوستان دي. زموږ شرکت هم داسې دی، په چين کې د بازار د پراخولو لپاره ډېر هندي کارکوونکي دلته راځي. ))

د چين او هند داسې ښه ګاونډيان دي چې اوږده لرغوني مخينه لري، د چين صدراعظم ون جيا باو له هند نه د ليدنې په ترڅ کې ويلي چې چين او هند ترمنځ دوستي يوې لويې ونې ته ورته ده، يوازې ريښه يې ژوره وي، پاڼې به يې ګڼې وي. د چيني او هندي ځوانانو په زړونو کې د دوستۍ تخمونو په شنه کېدا سره به رېښې وځغلوي او په لويه ونه به بدلېږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای