CRI Online

د يو سويسي سپيين ږيري او يو چيني هلک ترمنځ ځانګړې دوستۍ احساسات

cri     (GMT+08:00) 2012-07-17 15:31:48

د چين د هه نان ولايت د جنګ جو ښار د جين شوی د استوګنې په سيمه کې يو سويسي سپينږيری اوسيږي چې هانس نومېږي . که څه هم هغه په چيني ژبه نه پوهېږي، خو په چين کې يې ٥ کاله ژوند کړی دی. هغه ولې او څنګه چين ته راغی، په دې هکله په زړه پورې کيسه به له ما سره د خپرونې په ترڅ کې واورئ، نو له ما سره په خپرونه کې ملتيا وکړئ! دا د جنګ جو له يو هلک سونګ يانګ سره له تصادفي مخامخېدو سره اړه لري. په نننۍ کړۍ کې به موږ دغه سويسي سپينږيری در وپېژنو او په چين کې به د ده کره ميلمانه شوو.

د چيني هلک سونګ يانګ په کور کې خبريال دغه سويسي سپينږيری هانس وليده، هغه خبريال خپلې کوټې ته بوته او په خوشالۍ سره يې خپل ژوند داسې ورمعرفي کړ:

(( دلته يو ډېر نرم کټ،يو تلويزيون هم شته . دا سپی زما لخوا له بريټانيا نه را وستل شوی.))

که څه هم د احساساتو له نظره، دوی د يوې کورنۍ غړيو ته ورته دي، خو په حقيقت کې هانس د سونګ يانګ له کورنۍ سره د خپلوۍ هيڅ اړيکي نه لري. ددوی ترمنځ احساسات ١٣ کاله دمخه د بريټانيا لندن ته د زده کړې لپاره د سون يانګ له رسيدو نه وروسته پيل شول.

لندن ته د رسيدو په درېيمه ورځ سون يانګ له هانس سره مخامخ شو.

(( زه هلته د موټر په انتظار کې وم، يو بهرنی سپينږيری مې ولېد چې په لاس کې يې ډېر شيان وو او زما ترڅنګ کېناست، هغه له ما نه د چين په اړه زياتې پوښتې کولې ، ما ور ته د چين په باب مفصل مالومات ورکړل ، هغه ډېر خوشاله و او بيا يې ما ته بلنه راکړه چې دده کور ته د مېلمه په توګه ولاړ شم.))

د هانس کور د لندن په لويديځ کې د تميزسيند پر غاړه دی او مخامخ يې شاهي باغ دی . سونګ يانګ فکر کاوه چې هانس هرومرو يوه لويه کورنۍ لري، خو کله چې د ده کور ته ننوتم، و مې ليدل چې کور يې څلورويشت مربع متره يوه کوټه وه او يوازې اوسيده اوهيڅ خپلوان يې نه درلودل . له خبرو وروسته سون يانګ په دې هم خبر شو چې هانس ٦٦ کلن و، په خټه يې سويسی دی، څلويښت کاله دمخه يې خپل کور پرېښود او په وار سره يې په شمالي افريقا، امريکا، مصر، اسرائيلو او داسې نورو هېوادونو کې مزدوري کوله . يا يې موټرونه پلورل، يا يې بار خلاص کړ او په پای کې د دايمي ژوند لپاره لندن ته راغی. سپينږيری هانس تر اوسه واده نه دی کړی او د ورځني ژوند په باب يې هيڅ تجربه نه درلوده، هره ورځ به يې خواړه له دوکانه اخيستل . په هغه وخت کې، سونګ يانګ له نورو چيني زده کوونکو سره د لندن په اطرافو کې يو کور کرايه کړ او هره ورځ به يې د ښوونځي او کور ترمنځ د تګ راتګ ډېر وختونه لګول، د هانس کور ښوونځي ته ډېر نژدې و، په بريټانيا کې د شيانو د لوړو بيو په وړاندې، په وړيا ډول د هانس په کور کې استوګنه البته د سون يانګ لپاره خوشالوونکی کار و.

نو دواړه سره يوځای اوسېدل او يو بل ته به يې پاملرنه کوله لکه د يوې کورنۍ غړيو په شان وو .

اته کلونه وروسته سونګ يانګ فارغ شو . خو هانس د هډوکي په ناروغۍ اخته شو، سونګ يانګ هانس سمدستي چين ته را وستلو او د ده د عملياتو ټول لګښتونه يې په خپله غاړه واخيستل. هانس په دې هکله ډېره مننه وکړه او و يې ويل :

((چين ښه ځای دی، چينايان ډېر ميلمه پال دي او تاوده احساسات لري، په چين کې هيڅ تکليف نه لرم . په بريټانيا کې کورنۍ نه لرم، زما خپلوان او دوستان ټول په چين کې دي.))

پنځه کاله کېږي چې هانس د سونګ يانګ له کورنۍ سره ژوند کوي او د دې کورنۍ د يوه غړي په توګه ګرځيدلی دی. د ډېرو کلونو د دربدرۍ ژوندپه پرتله ، اوسمهال د هانس زړه ارام شوی ځکه چې د پنځو کلونو په موده کې يې د سونګ يانګ او د ده کورنۍ د غړيو ډېره پاملرنه احساس کړې ده، نهه اويا کلن هانس دغو ځانګړيو اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي، هغه غواړي په دې کورنۍ کې د خپل عمر وروستۍ موده د خوشاليو په فضا کې تېره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای