CRI Online

د هانکانګ د غريبو او بدديدو ماشومانو د صندوق له مشرې ديانا فونګ سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2012-07-20 15:32:19

کله چې د چين د لويې وچې په زياتو ښارونو کې د ځلانده راتلونکي په نامه د ماشومانو د سترګو روغتون ياديږي ، خلکو ته سمدلاسه د زياتو هغو ماشومانو او پلرونو او ميندو ستاينې اوريدل کېږي. چې د سترګو ديد يې کمزوری شوی دی. دغه روغتون د هانکانګ د کمزوري ديد ماشومانو صندوق د مشرې ديانا فونګ لخوا جوړ شوی دی. په ٢٠٠٢ کال کې د دغه روغتون د جوړېدو له لسو کلونو راهيسې، په جلا جلا توګه د شن جنګ، چانګ شا، وو هان او فو جو په ښارونو کې څانګې جوړې شوې او د ډاکترانو د دقيق علاج له امله د څه باندې يو لکو ماشومانو د ليدو قوه اعاده شوېده .

په تېر يو کال کې دغه روغتون په بېجينګ کې په وړيا توګه د دری دېرش زره تنو دا ډول ناروغو ماشومانو لپاره د د سترګو ديد پلټنه کړې او د اته اويا تنو ماشومانو لپاره وړيا علاج يې کړی چې د سترګو ديد د کمزوری په ناروغۍ اخته شوي او کورنۍ يې بي وزلی دي. مېرمن ديانا فونګ خبريال ته وويل چې د هغو فعاليتونو شمېر يي کټ مټ له ياده وتلی دی چې په تېرو لسو کلونو کې په کوم کوم ولايت کې تر سره شوي وو ، خو د سترګو ديد د اعادې وروسته د دغو ماشومانو په مخونو ښکاره شوې مسکا له ياده نه باسي. هغې وويل،

ځکه چې موږ د ماشومانو د کمزوری ديد د ناروغۍ د علاج په اړه ځانګړی تخنيک خپل کړی، نو له يادو شويو ماشومانو د علاج وس لرو. په تېرو لسو کلونو کې مو د څه باندې يو لکه تنه ناروغو ماشومانو درملنې شوی چې له دې جملې څخه د پنځه زرو دوو سوو او پنځوسو تنو ماشومانو علاج وړيا و چې له بي وزليو کورنيوڅخه راغلي وو.

مېرمن ديانا فونګ په سينګاپور کې د چيني سوداګر له کورنۍ څخه زېږېدلې او د ماشومتوب په وخت کې يې له پلار او مور سره په سنګاپور، وو هانګ او هانګانګ کې اوسېدله. د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه يې د خپلې کورنۍ په سوداګرۍ کې برخه درلوده او وروسته يې خپلې چارې هم پرانيستلې دی. هغې د کور او ځمکې د معاملې، رسټورانټ، بريښنايی توکيو او شيانو پلورنې په چارو پورې اړه لری او نه يوازی په هانکانګ، بلکې په نورو هېوادونو او د چين په لويه وچه کې هم خپل شرکتونه لری. نوموړې وويل، چې د دغه روغتون د پرانيستلو په لسو کلونو کې يې تل د هانکانګ او د چين د لوې وچې په منځ کې د يادو ماشومانو د علاج لپاره منډې ترړې کړې دي.

د دغه روغتون د پرانيستلو لامل د يادونې په وخت کې يې داسی وويل،تاسو ته يو رقم وايم، له دې څخه تاسی ممکن به زما کاروبار درک شئ. په هغه وخت کې د رسمې څانګو د شمېرنې له مخې په ټول چين کې څه باندی دوولس مليونه تنه ماشومان د بد ديد په ناروغۍ اخته وو. په هغه وخت کې د هانکانګ د اوسيدونکو شمېر يوازی شپږ مليونه و. نو دغه شمېر د هانکانګ د عمومي نفوس دوه چنده وو. نو فکر مې کاوه چې بايد د دغو ماشومانو د علاج لپاره تر وسې پورې کوشش وکړم .

د ٢٠٠٩ کال د جولای په شپاړسمه نېټه مېرمن ديانا فونګ د بلنې په اثر په بېجينګ کې د چين د خيريه ټولنې د جوړېدو د پنځلسمې کاليزې د لمانځنې په مراسمو کې ګډون درلود او د همدي کال د غوره خير کس په جايزه ووياړل شوه . دې وويل،

د هانکانګ د يوې عامې هستوګنې په توګه د خپل وطن په ابادولو او د اقتصاد په پياوړتيا کې ګډون کول زما وياړ او فخر دی.

نوموړې هم وويل چې له خپل وطن سره د هانکانګ د يو ځايښت له پنځلسو کلونو راهيسې، هانکانګ چټک پرمختګ موندلی دی. او د دې ترڅنګ د هېواد په لويه وچه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې هم تر لاسه شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای