CRI Online

په چين کې د سربيايي نجلۍ ژوند

cri     (GMT+08:00) 2012-07-31 21:04:04

له ٢٠ مې پېړۍ راهيسې سربيايانو درې ځله نورو هېوادونو ته د کډه کېدو تودې څپې تېرې کړې دي چې لومړی ځل د مهاجرو څپه د ٢٠ پېړۍ په لومړيو کې رامنځته شوه، په هغه وخت کې امريکا ته د بېړۍ يو ټکټ ترلاسه کول تر ټولو لوی او يو ډېر بختور کار و، دوهم ځل د ٦٠ مې لسيزې په نيمايي کې پيل شوه چې په هغه وخت کې د پيسو ګټلو لپاره لويديځې اروپا ته تلل د دوی لپاره يو ډول فيشن و. د ٢٠مې پېړۍ له نويمې لسيزې وروسته د کورنۍ جګړې او د اقتصادي پرزيدا له امله ګڼ شمېر سربيايان د مجبوريت له مخې د مزدورۍ لپاره نورو هېوادونو ته تللي و چې زياترو يې چين انتخاب کړی و.

جلينا وسيلجويک يوه سربيايي نجلۍ ده، هغه د خپلو نورو ملګرو په نسبت چې يوازې د کتابونو په وسيله د چين په اړه معلومات ترلاسه کوي، هغه ډېره بختوره ده، ځکه چې هغه چين ته راغلې او د زده کړې تر څنګ کار هم کوي.

(( پخوا مې يوازې په درسي کتابونو کې د چين په هکله ملومات ترلاسه کول او د چين په هکله مې يوازې يوه ناڅرګندخيال او تصور درلود. نو پريکړه مې وکړه چې چين ته لاړه شم او د کار کولو ترڅنګ چيني ژبې زده کړه هم وکړم.

چين ته له رسيدو وروسته د کار پيدا کول د دې لپاره لومړۍ لازمي دنده وه، ښه خبره دا وه چې، هغې د خپل ملګري په مرسته او لارښوونه چين کې لومړی کار پيدا کړ.

(( زما لومړی کار په وړکتون کې د انګليسي ژبې د ښوونکې په حيث دنده وه ځکه هغه وخت کې مې کوم ځانګړی بل استعداد نه درلود، نو دا کار زما لپاره اسان و. ))

جلينا خيال درلود چې په چين کې د کار کولو ترڅنګ مکتب هم ووايي، خو زياتره ملګري يې سربيايان و، نو په چين کې يې په لومړي کال کې د چيني ژبې د ويلو زيات وخت نه درلود. په سربيا کې د دندې لټول لا هم د هغې لپاره د خوشبينۍ وړ نه و، نو جلينا پريکړه وکړه چې د زياتې مودې لپاره په چين کې پاتې شي. ژوند خيالي کيسه نه ده، بلکې له زياتو ستونزو څخه ډک مبارزه ده، په وړوکتون کې تر يو کال کار وروسته جلينا بله نوې دنده پيدا کړه.

(( په چين کې په يوه سربيايي شرکت کې د سوداګرۍ کولو دنده زما دوهم کار و. ددې فرصت لټونه زما لپاره يو بخت و، ځکه چې د سوداګرۍ په هکله زما پوهه او تجربې ډېرې کمې وې.))

له دې امله چې په شرکت کې چيني کارکوونکي هم شته و، نو د چيني ژبې د کارولو استعداد مې هغومره لوړ او ښه نه و، څه موده وروسته مې له دې دندې هم استعفا وکړه تر هغه پورې چې د يو ملګري ايمېل مې ترلاسه کړ، په چين کې مې درېيم کار لاس ته راوړ.

(( يو ملګري ما ته په يو ليږل شوي اېمېل کې کښلي و چې په يوه خيريه مؤسسه کې يوې کارکوونکې په توګه وګمارل شم او له ما نه يې پوښتنه وکړه چې علاقه لرم که نه. نورو سره مرسته کول زما په نظر يو ښه کار دی او زما لپاره ډېر مناسب هم و.))

جلينا په پای کې يوه د قناعت وړ دنده پيدا کړه او له دې وروسته يې کولای شول چې په چين کې له ژوند نه خوند واخلي، د ډېرو بهرنيانو په شان په فارغ وختونو کې د بيجينګ د تاريخي ځايونو او باغونو سيل وکړي او د بېجينګ ځانګړي خوراکونه وخوري، هغه په دې موده کې د شعرونو يوه ټولګه هم چاپ کړه .

((کتاب ليکل په چين کې زما د ژوند يوه برخه ده. په حقيقت کې ډېر کسان د خپلو کوښښونو له لارې کولی شي چې سندرغاړي، لوبغاړي او ليکوالان وګرځي، زه په دې هکله په خپلو کوښښونو ټينګار کوم.))

دوه کاله ژر د ارامتيا په حال کې تېر شول، په تېر اکتوبر کې جلينا يوځل بيا دنده له لاسه ورکړه چې له امله يې د بې چارګۍ په حال کې پاتې شوه. له شپږو کلونو راهيسې هغې د ډېرو کاري دندو د ترسره کولو لپاره کوښښونه کړي دي، خو په پای کې يې پريکړه وکړه چې په چين کې په مداومه توګه پاتې شي، ځکه چې هغه په دې باور ده چې په چين کې لازياتې کاري دندې پېدا کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای