CRI Online

په هانکانګ کې د پولي سلاکار نيک دونولدسن ژوند او کار

cri     (GMT+08:00) 2012-07-31 21:04:24

په هانکانګ کې ډېر پولي کارکوونکي بوخت دي چې پکې ګڼ شمېر بهرنيان دي. ځکه چې په هانکانګ کې پولي چارې د هانکانګ د اقتصاد په ساحه کې د ستون او د ملا د تير حيثيت لری . بريټانياوي نيک دونالدسن چې په ١٩٩٤ کال کې هانکانګ ته راغی، اوس په هانکانګ دغه نړيوال پولي مرکز کې ، څو مليونه ډالره پيسې اداره کوي. د خپرونې په نننۍ کړۍ کې به په هانکانګ کې د پولي سلاکار نيک دونولدسن کيسه واورئ!

نيک دونولسن په ١٩٦١ کال کې وزيږيد او ورپسې يې له خپل پلار و مور سره هند ته تللی او هلته يې د خپل ماشومتوب دوره تېر کړې، په ١١ کلنۍ پورې د زده کړې لپاره خپل وطن بريټانيا ته ستون شو. په ٢٣ کلنۍ کې نيک خپل تخصص پرېښود او په لنډن کې يې د پولي سلاکارۍ او مشورې ورکولو يو شرکت خلاص کړ او ١٠ کاله وروسته يې هانکانګ ته په کډه راغی. هغه په دې اړه داسې وويل:

((غواړم خپل ژوند لږڅه بدل کړم ، نو دلته راغلم او اسيا احساسوم. ماشومتوب مې په بهرنيو هيوادونو کې تېر شوی.مثلا هند، افريقا. هانکانګ ته له رسيدو وروسته مې وغوښتل چې د يو کال لپاره تفريح وخت وموم او بيا مې په کار پيل وکړ. ))

په ١٩٩٧ کال کې يعنی هانکاګ ته د نيک رسيدو دوه کلونه وروسته ،په هانکانګ کې يو تاريخي تاويدونکی ټکی راغی يعنی د تړون له مخې، د همدې کال د جولای په لومړنۍ ورځ پر هانکانګ د چين حاکميت اعادې له ورځې سره برابره وه چې په تېرو نوي کلونو کې دغه ځای د برتانيا تر ادارې لاندی و .

نيک د پنځلس کاله مخکې پېښې يادونه وکړه او و يې ويل چې پر هانکانګ باندي د چين د حاکميت د اعادې مخکې ځيني هانکانګيان پر راتلونکی د باور د نشته والي له امله نورو هېوادونو ته په کډه ورغلل . ځينی بريټانويان هم په هغه وخت کې بريټانيا ته بېرته ستانه شول، خو نيک پريکړه وکړه چې په هانکانګ کې پاتې شي. هغه وويل :

(( زما په اند هر هغه اندېښنه چې د چين لويو وچو ته له ليدنې مخکې، پېدا شوی وی ، له خبري رسنيو يا له نورو نه معلومات اورېدلي وي . خو انديښنه ما نه درلوده. په حقيقت کې مې فکر وکړ چې راتلونکي به په زړه پورې وي، که حالت به ښه نه وي، ناوخته به نه وي چې ترې رخصت شم ، نو پرېکړه مې وکړه چې په هانکانګ کې پاتې شم.))

له اټکل نه وتلی خبره دا ده چې له رواني پاتې کېدنې وروسته نيک له هانکانګ نه ونه ووت. پر هانکانګ د چين د حاکميت تر اعادې وروسته د دغې ځانګړې اداري سيمې پولي چارو چټک پرمختګ وکړ چې د نړۍ په اقتصاد کې اوس ستره برخه يې نيولې ده.

په ٢٠٠٠ کال کې نيک پريکړه وکړه چې په خپل پخواني شغل يعنی پولي خدمتونو بېرته بيا پيل وکړي چې په برتانيا کې يې د لسو کلونو لپاره ترسره کړي و .

د هانکانګ د حکومت د شمېرنې له مخې له ٢٠٠٢ کال نه تر ٢٠١٠ کال پورې د هانکانګ د اسهامو د ارزښت د ياتوالی انډول ١٣٢.٦٪ ته رسيدلی و. په ٢٠١٠ کال کې يې پولي چارې د هانکانګ په جي دي پي کې يعنې کلني خالص عايد کې ١٥٪ برخه نيولی چې د هانکانګ په اقتصاد کې د ستون حيثيت لري.

په وروستيو کلونو کې وروسته تر هغه وخته چې د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې بانکي حسابونه د ژن مين بي يوانو په وسيله سنجول کيږي ، تر ٩٠٪ زياتې سوداګريزې معاملې په هانکانګ کې ترسره شوې چې له امله يې د نړيوال پولي مرکز په توګه د هانکانګ مقام نورهم پياوړی شوی دی . د سيمه ييز پولي پرمختګ په اړه د هغه راپور له مخې چې د نړيوال اقتصادي فورم لخوا تازه خپره شوی، هانکانګ په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د امريکا او بريټانيا مخکې لومړی مقام نيسي.

تراوسه نژدې شل کاله تېر شوي چې نيک په هانکانګ کې ژوند کوی، خو ١٥ کاله هم تېر شوی چې پر هانکانګ باندې د چين حاکميت اعاده شوی دی. نيک وويل چې په دغو١٥ کلونو کې د هانکانګ نظام او ژوند لږ بدل شوی، اقتصاد يې ښه پرمختګ کړی دی.نيک وويل :

((پر هانکانګ باندي د چين د حاکميت د اعادې مخکې هانکانګ ډېر ښه پرمختګ کړی و ، اوس هم . په هانکانګ کې د نغدي پيسو او اسعارو ښې ذخيرې لري، ښه اداري او ټولنيز نظامونه هم لري. ريښتيا ده چې د ١٩٩٧ کال په مخکې يا وروستی کې د هانکانګ حالت څه بدلون درلود. خو د مشر دونګ جيان هوا او ورپسې د زنګ ين چوان لخوا د ښې ادارې او غوره شوې مالي پاليسۍ په رڼا کې زما په اند هانکانګ لاغښتلی شوی دی. دا د سالمې سيالۍ ښه ځای دی.

٥٠ کلن نيک اوس له خپلې مېرمنې سره يوځای ژوند کوي. هغه په فارغ وخت کې تر خپلې وسې پورې تفريح کوي، يا فلمونه ګوري او يا له دوستانو سره د هانکانګ په شاوخوا ټاپو ته د سيل لپاره ځي. هغه له ليرې نه دوه کنټرولېدونکي چورلکې هم واخيستې چې د کمرې په وسيله د هانکانګ ښکلي عکسونه اخيستلی شي.

((زه کمره مين يم، زما په اند د هانکانګ ښاري منظرې تر ټولو ښکلې دي. زه د چورلکو په وسيله چې پکې کمرې نصب شوې، د هانکانګ ښکلې منظري ثبتې کړم،غواړم تر دې يوه لا لويه له لېرې کنټرولېدونکي چورلکه او کمره واخلم چې د ګرد د هانکانګ عکسونه واخيستلی شم. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای