CRI Online

له چين سره زما نه هيريدونکی احساسات

cri     (GMT+08:00) 2012-08-23 16:43:16

له ګرانو اوريدونکو! د پاکستان د عسکري بانک په اړه له چين سره د سوداګريزو چارو مسئول حسيب الرحمن د ماشومتوب پر مهال له خپل ډيپلوماټ پلار سره په چين کې اوسيده او په بېجينګ کې يې له وړوکتوب څخه تر پوهنتون پورې د زده کړې همدلته په چين بېجينګ کې بشپړې کړي دي. اوس هغه هره ورځ خپل دوه کلن زوی ته چيني ژبه ور زده کوي. هغه وويل، د ده پلار يو ډيپلوماټ و او په بېجينګ کې يې د ١٤ کلونو لپاره د ډيپلوماټ په توګه دنده په غاړه درلوده او د پاکستان ډرامې، داستانونه او فلمونه، سندرې، کتابونه يې چينايانو ته ورمعرفي کول، د يادولو ده چې دده د کوښښونو له امله د پاکستان تلويزيون او د چين مرکزي تلويزيون دوه تلويزيوني فلمونه واخيستل او دوه پاکستاني فلمونه هم په نتيجه کې په اويغوري ژبه ترجمه شول، دغه راز دده د پلار په مټ پنځلس اردو سندرې د چين د دونګ فان هنري ډلي لوبغاړو ته ورزده کړل شوې، په هغه وخت کې دده کور د نوموړې ډلې د سندرغاړو د هميشنۍ غونډو او راټولېدو ځای و.

(( مثلا سندرغاړی مو شيون فو، سندرغاړې جن شيو لان او جو مين اين هره اوونۍ زما کور ته راتلل او زما له مور څخه به يې اردو سندرې زده کولې چې په پايله کې دغه سندرې د چيني سندغاړو لخوا لومړی په اردو او بيا په چيني ژبه په ويډيويي کسېټونو او ډي وي ډي سي ډيانو کې ثبت او مينوالو ته وړاندې شوې، دا د چين او پاکستان د نژدې دوستۍ نښه هم بلل کېږي.))

حسيب د ماشومتوب په مهال کې زيات چيني ملګري وپيژندل او هره اوونۍ پلار او مور به يې ورسره چيني رستورانټ ته تلل، نو حسيب له چيني خوراکونو سره هم ډېره مينه لري .

حسيب په بېجينګ کې له وړکتوب څخه تر پوهنتون پورې د ښوونې موده بشپړه کړه او بيرته پاکستان ته تر ستنېدو وروسته يې د پاکستان د معاصرو ژبو په پوهنتون کې د ماسټرۍ علمي درجه تر لاسه کړه، نن ورځ هغه په عسکري بانک کې له چين سره د سوداګريزو چارو د دفتر مدير دی . تېر کال هغه د چيني ژبې پل په نامه د چيني ژبې په سيالۍ کې د غوره فصيح ناطق جايزه وګټله .

(( په دغه سيالۍ کې زما د وينا سرليک د چيني ژبې د زده کړې په هکله زما د خيال انځور و، ولې مې دغه سرليک ټاکلی و ؟ عمده علت يې دا و چې له چيني ژبې سره زما مينه ډېره زياته ده. و مې غوښتل چې د چيني ژبې په وسيله ښه کار وکړم ، نن ورځ مې دغه غوښتنه پوره شوې ځکه چې زما اوسنی کار له چيني ژبې سره تړاو لري . که زما چيني ژبه ښه نه وای، ښايي چې نن به مې دا اوسنۍ دنده نه لرلای او د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ ټينګولو خدمت کولو لپاره همېشه هيلې په زړه کې لرم، هيله من يم چې د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ لپاره لا ستر خدمتونه ترسره کړم . ))

خو د اټکل نه وتلې خبره دا وه چې په بېجينګ کې له سيالۍ وروسته ښاغلي حسيب له سندرغاړې جو مين اين سره مخامخ شو.

(( له سيالۍ وروسته مې په بيجينګ کې د سندرغاړې جو مين اين سره وليدل او دې د تېرې پيړۍ په اتمه او نهمه لسيزه کې خاطرې مې را يادې شوې . اوس د دې په نوښت او ابتکار يو هنري پوهنځی جوړ شوی او د پاکستان هنري مرکز څانګه هم پکې شامله ده چې موخه يې د لا زياتو چينايي ځوانانو ته اردو سندرې او نڅاوې ور زده کول دي، دغه راز دې ما ته بلنه راکړه چې په مناسب وخت کې بيجينګ ته لاړ شم او چيني ملګرو ته اردو ژبه او پاکستاني سندرې ورزده کړم .))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای