CRI Online

د دريو پاکستانيانو په سترګو کې د چين د ٣٠ کلونو بدلونونه

cri     (GMT+08:00) 2012-08-28 10:15:19

ډېره موده مخکې، يو اسلامي پوه داسې ويلي چې که غواړئ خپل نظر پراخ کړئ، چين ته ولاړ شئ! دا خبره د پاکستان په ګوټ ګوټ کې اورېدل کېږي. د څه باندې دېرشو کلونو راهيسې ډېری پاکستانيان د کار او ژوند لپاره چين ته راغلي او د چين ستر بدلونونه يې په خپلو سترګو لېدلي دي.

په چين کې د پاکستان علمي مستشار ضمير په ١٩٨٠ کال کې چين ته راغی. په هغه وخت کې هغه يوازې ١٨ کلن ځوان و او په بېجينګ کې د چيني ژبې له يو کال زده کړې وروسته د ماسترۍ درجې د ترلاسه کولو لپاره شانګهای ته لاړ. اوه کاله وروسته يعنې په ١٩٨٧ کال کې يې د ماسترۍ درجې د لاس ته راوړلو وروسته بېرته پاکستان ته ستون شو او وروسته يې هم چين ته څو څو ځله لنډ سفرونه کړي وو. په ٢٠١٠ کال کې يې په پاکستان کې د چين په سفارت کې د يو بهرني کارکوونکي په توګه دنده په غاړه درلوده چې دې وختونو بيا هم د چين په هکله د ده په زړه او ذهن کې ځانګړي احساسات بيا پيداکړي او د چين بدلونونه يې له نژدې احساس کړي دی. هغه وويل:

))هغه وخت چې زه تازه چين ته ورغلم، په چين کې د اصلاح او ورخلاصون پاليسۍ د تطبيق پيل وختونه و او ټولنه يې لا هم محافظه کاره وه. د وګړيو ترمنځ تګ راتګ هم کم و او و نه غوښتل چې له بهرنيانو سره تماس ونيسي. دغه راز پر نورو هېوادونو د چينايانو پيژندنه هم کمه ښکاريده. هر شی د کوپون په وسيله اخيستل کېدل او غرضه يې له تقاضا څخه کمه ښکاريده.((

 

ښاغلي ضمير نه يوازې په روانه چيني ژبه او هم د چين په جنوبي لهجه له چينايانو سره خبرې کوي، نو په تېرو دېرشو کلونو کې د چينايانو په خولو کې له مروجو اصطلاحاتو سره زياته علاقه لري.

هغه وويل، ))هغه اصطلاح چې وايي په لويې کاسې کې ډوډۍ خوري، مانا يې د زياتو غوښتنې نه لرل دي، په هغه وخت کې د خلکو په خولو کې دا اصطلاح وه چې ويل رئيس ماو ته ژمنه کوم، مانا يې رښتيا ويل دي. خلکو عموماً يو له بله دا پوښتنه کوله چې چېرې ځئ؟ کور ته ځم يا کار ته ځم . خو د ټولنې د پرمختګ سره سم د يو بل ترمنځ خبرې بدلې شوې دي. نن ورځ داسې ځوابونه همېشه اورېدل کېږي چې زه بازار ته ځم يا فلم او کنسرت ته ځم . ((

په ١٩٩٢ کال کې يوې پاکستاني نجلۍ چې عابده نومېږي، له منځني ښوونځي څخه له فراغت وروسته يې غوښتي چې د لوړې زده کړې د ترسره کولو لپاره چين ته لاړ شی. په تېرو شلو کلونو کې يې هره ورځ په خپلو سترګو د چين نوي بدلونونه ليدلي دي.

ارامه ټولنه، کوښښي چينايان او په چيني کلتور کې د بهرنيو پديدو قبول له چين نه د عابدې د نه تللو لامل دی.

))زما په اند د چينايانو د نظرونو پراخوالی او د بهرنيو پديدو قبول زما د ډېرې خوښۍ وړدي. چينايان له بهرنيانو سره ښه چلند کوي. چين ته د بهرنيانو د ورتګ اړونده تشريفات ساده دي. نه يوازې په پاکستان، اروپا، يا د نړۍ په نورو ځايونو کې لېدل کېږي چې چيني ژبه ډېره مروجه ده. ځکه چې چين د بهرنيانو لپاره له فرصتونو څخه ډک ځای دی. چينايان ميلمه پال وګړي دي. د چين ټولنيز چاپيريال ډېر ارام دی چينايان د ازادو او پراخو نظريو خاوندان دي او په کارونو کې ډېر کوښښ کوي چې دا فضا زما ډېره خوښيږي. په تېرو ٢٠کلونو کې، د چين پرمختګونه د حيران وړ دي.((

 

عابده دغه راز چين د شيانو اخيستلو د جنت په توګه بولي. هغې وويل:

))زما په اند د شيانو اخيستلو په برخه کې بېجينګ يو جنت بلل کيږي. زما ډېر دوستان چې په اروپايي او امريکايي هېوادونو کې اوسيږي، همېشه د شيانو اخيستلو لپاره په ځانګړي توګه بيجينګ ته راځي. په پاکستان کې زياتره مغازې وړوکې دې. که څو ډوله شيان غواړئ، بايد څو مغازو ته ولاړ شئ. خو د بېجينګ په لويو سوپر مارکيټونو او يا عمومي مغازو کې هر شی اخيستل کېږي.((

په ٢٠٠١ کال کې ساميه اصف له خپل خاوند سره بېجينګ ته راغله او په بېجينګ کې يې لومړی پاکستاني راستورانت خلاص کړ. که څه هم چين ته له رسيدو مخکې يې د چين د ټولنيز پرمختګ په اړه ډېر معلومات اوريدلي، خو په خپلو تجربو يې د چين ګړندي پرمختګونه ډېر وستايل.

))د لسو کلونو د پخوا په پرتله چين کې ډېر ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. چين ته د تازه رسېدو په وخت کې بهرنيانو ته د شخصي تصدۍ جوړونه غيرمجازه وه، خو اوس يوازې کافي پانګې ولري، په خپله خوښه په چين کې سوداګري کولای شي. ((

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای