CRI Online

د هان او روسيي قومونو يوه ګډه کورنۍ

cri     (GMT+08:00) 2012-09-12 09:52:04


ان هه کلی

د چين په شمال کې د داخلی مغولستان خپلواکې سيمې په شمال لويديځ کې د ايرګونا سيند پر غاړه د ان هه په نامه يو کلی شته چې پکې د هان او روسيي قومونو وګړي نسل په نسل ژوند کوي. په کلي کې د ودانيو ساختمانی بڼه بيخي روسي ده او شاوخوا کې د توس ځنګلونه لېدل کېږي ، د کليوالو څيره يې روسي ده ، خو د چين په شمال ختيځه لهجه خبرې کوي او هم د چين دوديز خوراک جياو جي او هم روسي ډوډی خوري او هر تن د نجلۍ کاچيو شا په نامه مشهوره روسي سندره ويلای شي. د دغه کلي د روسيي قوم سپينږيري چو ده سين خبريال ته د ده د کورنۍ کيسه وکړه چې له يوې پېړۍ راهيسې د ان هه کلی د پرمختيايي حالت سمبول دی .


سپينږيری چو ده سين


د چو ده سين کورنۍ

د تېرې پېړۍ په پيل کې ، د چو ده سين نيکه چو هونګ شنګ د ١٨ کلنۍ په عمر خپل ټاټوبي پرېښود او له څو ملګرو سره د مزدوری لپاره د پخواني شوروي اتحاد د چي تا ايالت د باکيي ښار ته تللی او د سرو زرو يو معدني کارګر ګرځېدلی و چې په ترڅ کې يې روسيي ژبه هم زده کړه او د ځايي دوست په معرفی يې روسي نجلۍ اشنينا وپيژندله چې په نتيجه کې يې مينه پېدا شوه ، خو اشينينا هغه ته يو شرط وړاندی کړ. چو ده سين وويل:

(( دې وويل چې زما يو شرط دی چې ما ته يوه اوږده لمن واخلې . هغه وخت کې د شوروي اتحاد سپک صنعت وروستې پاتې و چې دغه ډوله لمن نشوای اخيستی. زما نيکه په دی پوه شو چې په چين کې دغه ډول لمن پېداکېږي ، نو هغه ژر چين ته بېرته راغی او له يو ملګری نه يو اس په پور واخيست او له څو ځايونو نه يې وګرځيد چې پايله کې يې اوږده لمن واخيستله ، له بدمرغه اس د ډيرې ستړتيا له امله مړ شو.))

اشينينا د چو هونګ شنګ د صادقانه سلوک په اثر اغېزمنه شوه او ورسره يې واده وکړ . له واده نه څو کلونه وروسته چو هونګ شنګ ان هه ته بېرته راغی.

ان هه ته د چو هونګ شنګ له ستنېدو وروسته نور زيات چينايان چې پخوا په روسيه کې اوسېدل، هم ان هه ته راستانه شول، برسيره پردې، يو شمېر روسان چې د کان د استخراج او د شپنيتوب لپاره چين ته راغلي او يا د اکتوبر انقلاب له امله له روسيې څخه چين ته تښتېدلي ، ورو ورو په ان هه کې د هان او روسي قومونو لخوا په ګډه جوړ شوی کلی رامنځته شو چې تراوسه ٣٠٠٠ تنه پکې اوسيږي .

د ان هه کلی له جوړېدو وروسته ځايي اقتصاد پرمختګ کړی دی ، چو ده شين وويل چې دا پرمختګ د حکومت په مټ تر ګوتو شوی دی.

(( هر کال حکومت د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخه کې پولي مرستې برابروي، برسيره پردې، زمونږ ماشومان چې په نورو ځايونو کې درس لولي يا په ملي کانکور کې ګډون کوي ، د حکومت د پولي مرستې د اخيستلو او د نمبرو د زياتولو له نعمت څخه برخمن دي . ))

درې کاله دمخه، په ان هه کې د کورنۍ سيلانی پيل شوه چې د نورو ځايونو سيلانيانو ته د خوراک ، استوګنې او سيل خدمتونه برابروي. اوس د دغه ډول سيلانۍ پيمانه نورهم پراخه شوې ده ، ځينو کليوالو د روسيي قوم ځانګړی ودانۍ جوړې کړې چې پکې تشناب شته او خوندور روسي خوراکونه تيار دي . نن ورځ په کلي کې څلويښتو کورنيو د کورنۍ سيلانۍ په هکله د حکومت لخوا صادر شوي اجازه نامې اخيستې دي.

((په لومړی وخت کې يو شمېر کليوالو دا نظر درلود چې زموږ لخوا د استوګني او خوراک په برخه کې برابر شوي شرايط ډېر ښه دی ، خو د سيلانيانو نورو غوښتنو ته مو زياته توجه و نه کړه . د اټکل نه وتلې خبره دا ده چې په لومړي کال کې مو نژدې شپيته زره يوانه ګټه ترلاسه کړه او په دوهم کال کې مو يو لک يوانه ګټه وګټله . اوس د سيلانيانو لپاره زموږ لخوا د استوګنې ، سيل او خوراک له لحاطه برابر شوي خدمتونه نور هم مکمل شويدي .))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای