CRI Online

هغه د خپل کونګفو خوب د رښتيا کېدو لپاره چين ته راغی __ استعداد لرونکي سريلانکايي سوداګر انورا باندا

cri     (GMT+08:00) 2012-09-27 09:51:27


ښاغلي انورا باندا


ښاغلي انورا باندا د سي ار ای له خبريالانو سره


ښاغلي انورا باندا(کيڼ دريم)اود ده مېرمن پان شيا(کيڼ لومړی)او مشر زوی(کيڼ دوهم)

د ٢٠٠٢ کال د څلورمې دورې د بېجينګ اوپيرا مينوالو په نړيوالې سيالۍ کې چې د چين د مرکزي تلويزوني چينل لخوا جوړه شوې، نژدې زر تنو د چيني اوپرا مينوالو ګډون پکې وکړ . سريلانکايي ګډون کوونکي انورا باندا په سيالۍ کې لويديځ ته د سفر په نامه د بېجينګ اوپرا د يوې پارچې په ويلو سره د لومړۍ درجې په جايزه ووياړل شو.

انورا باندا له ماشومتوب نه د چين له وو شو يعنې کونګفو سره مينه درلوده. په ١٩٩٥ کال کې يې د ګرد ښوونځي په کچه د لوړې نمبرې په ګټلو سره په يو ښه پوهنتون کې ومنل شو او چين کې يې د زده کړې فرصت ترلاسه کړ. د همدې کال په جولای کې هغه د ٢٠٠ امريکايي ډالرو په ګټلو سره چين ته راغی.

((له کوچنيتوب څخه مې د لي شياو لونګ او د چين د کونګفو فلمونو سره مينه درلوده. چې د همدغو فلمونو له امله له چين سره مې علاقه په زړه کې پيدا شوه.))

د کونګفو له زده کولو پرته انورا باندا هم د چين انترکت، بېجينګ اوپرا او داسې نور چيني هنرونه زده کړي دي. هغه دغه راز پريکړه وکړه چې په چين کې دايمي ژوند وکړي. خو دا انتخاب يې نه يوازې له چيني کلتور سره د علاقې له امله بلکې له يوې چينايي نجلۍ سره د مينې له کبله وټاکل شو.

په ١٩٩٧کال کې انورا له پوهنتون نه فارغ شو او تېار و چې بېرته خپل وطن ته ولاړ شي. خو په همدې موده کې يې د پن شيا نومي يوې چيني نجلۍ سره چې د ده اوسنۍ مېرمن ده، اشنا شو او پر مين شو. مېرمن پان شيا د دوی د لومړني کتنې يادونه وکړه او و يې ويل :

((له هغه نه مې پوښتنه وکړه چې انګليسي ژبه ويلای شي؟ هغه وويل، البته. تا ته دا ژبه در زده کولای هم شم. ځواب مې ورکړ چې ښه، نو زه به هم تا ته چيني ژبه در زده کړم.))

انورا دې مينې ته په درنه سترګه وکتله. له پوهنتونه له فارغيدو وروسته پن شيا د کار له امله نانجينګ ته لاړه چې ددوی ترمنځ جلاوالي٤ کلونه دوام درلود. په دې موده کې له خپلې معشوق سره د لېدو لپاره د انورا ترافيکي او تليفوني لګښتونه له ٣٠ زرو يوانو څخه اوښتي دي چې ټول ترافيکي ټکټونه يې لاتر اوسه ساتلي دي.

انورا په ٢٠٠٣ کال کې له پن شيا سره واده وکړ او اوس په بېجينګ کې اوسيږي. په ٢٠٠٦ کال کې انورا د تور چای پر سوداګرۍ پيل وکړ او يو شرکت يې جوړ کړ چې نن ورځ دده شرکت چين ته د سريلانکا د تور چای له لويو صادروونکيو تصديو څخه يو دی. هغه وويل:

(( د دريو مياشتو لپاره بيکاره وم، فکر مې وکړ چې کوم کار وکړم. د يو شرکت جوړول مې غوښتل، خو پيسې مې نه درلودې. کار مې هم نه و پېدا کړی، و مې غوښتل چې نور زما تر کنترول لاندې وي، نه زه د نورو تر کنترول لاندې. نو په پايله کې مې پريکړه وکړه چې پخپله يو شرکت جوړ کړم .))

د شرکت د تازه جوړيدو په وخت کې د انورا په شمول يوازې درې تنه کارکوونکي وو. خو اوس شمېر يې ٣٠ ته رسيدلی دی. هغه اوس نژدې د ګرد چين د ټولو ولايتونو او ښارونو سره د پلورنې اړېکي ټينګې کړې دي. دغه راز يې هم د بېجينګ له ٣٥٣ سوپر مارکيټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي او له بېجينګ پرته نورو ښارونو له سرپر مارکيټونو سره به هم اړيکي ټينګې کړي دي.

په ١٩٩٥ کال کې انورا د کونګفو خوب د رښتيا کېدو لپاره چين ته راغلی و. تر اوسه ١٨ کلونه تير شوي دي، هغه د کونګفو له يو ځوان مينوال څخه پر يو بريالی سوداګر بدل شوی دی.

د چين او سريلانکا دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو په نژديوالي سره په چين کې د انورا په شان سريلانکايان هم زياتيږي. اوس انورا بېجينګ خپل کور بولي، هغه دغه راز هم هيله من دی چې خپل ماشومان يې پر رښتينو چينايانو بدل شي. د انورا مشر زوی ٥ کلن دی، هغه به ژر خپل دوهم ماشوم ولري.

(( زما نوم پان يو جه دی، عمر مې پنځه کاله او دوه مياشتې دی،ډېر خوشاله يم.

موږ دلته د زړه له کومې څخه هيله لرو چې په چين کې ټول سريلانکايي دوستان هره ورځ خوشاله او جوړ اوسي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای