CRI Online

په بېجينګ کې هندي ځوان جوسيف : مينې چين ته راووست

cri     (GMT+08:00) 2012-09-29 14:36:24


د هندي ځوان جوسيق کورنی


جوسيف د اسي ار ای له خبريالې سره

د چين او هند دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو په پرله سې پياوړتيا سره د دواړو خواوو د وګړيو ترمنځ تګ راتګ هم ورځ پر ورځ زياتېږي. هندي ځوان جوسيف د هند د تاميل نادو ايالت (Tamil Nadu) مرکز ګيت ښار (Get) نه چين ته راغلی او ميرمن يې جانګ چن شو نومېږي چې د چين د چونګ چينګ ښار اوسېدونکې ده .

کله چې خبريال د دوی کور ته ورغی، و يې لېدل چې د نيکمرغۍ په نښه يو لوی سور رنګه چيني ځونډۍ ځوړند دی، په مجمر کې ښه بوی لرونکی هندي دود هم بويول کيږي او کله کله هندي سندره اورېدل کېدې. لنډه دا چې ددوی په کور کې د چين او هند کلتورونه له ورايه محسوس و .

شپږ کاله دمخه ، په يو تصادفي چانس کې دوی په هند کې اشنا شول. جوسيف په دې اړه داسې وويل :

((شپږ کاله کيږي چې موږ سره اشنا شوي. په هغه وخت کې چې زما شرکت په هند کې و او د کار په ترڅ کې د چيني شرکت له لارې له هغې سره اشنا شوم چې هغه د شرکت د اړيکو د څانګې مسئوله وه. له مينې وروسته که څه هم ما هيڅکله هغې ته ندي ويلي چې زه له تا سره مينه لرم، خو ما په لامستقيمه توګه هغې ته د واده کولو غوښتنه وړاندې کړه، زموږ ژوند له نيکمرغۍ څخه ډک دی .))

مېرمن جانګ چن شو له چونګ چينګ ښار څخه بيجينګ ته راغلې او د بېجينګ په يوه نړيواله تصدۍ کې کار کوي. هغې د مينې په اړه په خوښۍ سره داسې وويل :

( ژوند مو ډېر ښه دی،د چيني کلتور د احساسولو ترڅنګ له هندي کلتور څخه هم خوند اخلم ځکه چې له کوچنيتوب نه زه په دې خبره وم چې هند يو مرموز (mystery) هيواد دی، نو و مې غوښتل چې د ده له لارې د هندي دودونو په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړم.))

د زياترو نړيوالو مينانو په شان، دوی هم د نظريو د تبادلې تر ټولو مناسبې لارې چارې لټوي. اوس دوی په روانه انګليسي ژبه خبرې کوي، جوسيف دغه راز د چيني ژبې د زده کولولپاره ډېر کوښښ کوي. په بېجينګ کې له دايمي استوګنې وروسته جوسيف په بېجينګ کې يو سوداګريز شرکت جوړ کړ. د شرکت د جوړولو په لومړيو وختونو کې جوسيف د اړوندو تشريفاتو ترسره کولو په برخو کې د ژبې له لحاظه ډېرو ستونزو سره مخامخ شو، خو مېرمن يې له هغه سره ډېرې مرستې کړې وې.

(( زما مېرمن د کار په برخه کې زما سره ډېرې مرستې کړې دي. هغې د ژبې په برخه کې چې زه له کومو ستونزو سره مخامخ شوی وم لېرې کړې. پرته له دې به په بېجينګ کې زما چارې له زياتو ستونزو سره مخامخ وای.))

اوس د جوسيف شرکت ډېر ښه پرمختګ کوي او ځلانده راتلونکې لري. د ده په اند، دا ټول له خپلې همغږې کورنۍ سره ډېرې اړيکي لري. د مېرمن جانګ چن شو مور له دوی سره يوځای اوسيږي. خو څو کاله دمخه دا او خپلوان يې د دوی د مينې په نسبت خوشبينه نه وو. خو د دواړو ځوانانو ترمنځ پاکه مينه کاميابه شوه . اوس خواښې له خپل زوم څخه ډېره راضي ده.

(( په اول کې موږ د دوی د يوځايښت په باب بېلې نظرېې درلودې . ځکه کلتورونه مو توپير لري، دودونه هم . خو جوسيف ډېر ښه ځوان دی او موږ ته ډير درناوی کوي . هغه چيني خوراکونه هم خوري. هر خوراک چې پخوو، و به يې خوري.))

٩ مياشتې دمخه، په دغه نيکمرغه کورنۍ کې ددوي لور وزېږيده چې يي شا نوميږي او دوي دواړه خوښي وو، اوس خپلې ټولې انرژۍ خپلې لور ته ورکوي. غرمه مور خپله لور په غيږ کې واخيستله او لور يې د الاهو د زمزمې په ترڅ کې ويده کړه:

جوسيف د خپلې لور په کتلو سره وويل چې د لور د ښوونې پلان د دوی تر نظر لاندی دی

((هندي ژبه زما مورنۍ ژبه ده، پرته له دې نه له مليلم(malayalam)، تلوګو (telugu) او (tamil) تاميلي ژبو سره هم اشنا يم. يقين دی چې لور می هم هندي ژبه او هم چيني ژبه وويلی شي. هيله لرو چې نړيوال ښوونځي ته هغه وليږو.))

په بېجينګ کې داسې جوړې ډېرې دي چې ښځه چيني او ميړه هندی دي يا برعکس . د دغسي کورنيو له امله د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ متقابل پوهاوی لا ژور شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای