CRI Online

د چين جذبه __ له چين سره د جرمنی تصدۍ لوړپورې مشر ځانګړي احساسات

cri     (GMT+08:00) 2012-10-08 08:24:25

د چين د دولتي ځواک په لوړتيا سره د بهرنيو تصديو لازياتو خاوندانو د چين بازارونو ته پام کړی او په پرله پسې ډول چين ته د پانګونې لپاره راغلي دي. د غښتلي هېواد جرمني د تصديو خاوندان البته دا ګټور چانس له لاسه ور نه کړ. د بهرنيان په چين کې پروګرام نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يوې جرمني تصدۍ خاوند جرګ اوتک(Jorg Wuttke) دروپېژنم.

جرګ اوتک په ١٩٥٨ کال کې زيږيدلی او اوس په چين کې د باسف (basf) په نامه د کيميا د يوه لوی جرمني ګروپ د استازي دنده پر غاړه لري.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کيدو په لومړيو وختونو کې باسف ګروپ په فعاله توګه د چين د اقتصاد په ابادولو کې برخه درلوده. په ١٩٨٢ کال کې باسف په هانکانګ کې فرعي شرکت جوړ کړ، ښاغلي جرګ اوتک په همهغه وخت کې چين ته راغی. هغه په دې اړه داسې يادونه وکړه:

((دا يو ډېر پاروونکی سفر و. په هغه وخت کې د چين د ويزې اخيستنه ډېر ستونزمن کار و، له اروپا نه چين ته مستقيمې الوتنې هم لږې وې. د اورګاډي په وسيله سفر کول يو ډېر خوشاله کار و. ځکه د نورو هېوادونو کلتورونه په لانژدې توګه مې احساسولای شول. همېشه نورو ته وړانديز کوم که شرايط مساعد وي ، بايد هرومرو د اورګاډي په وسيله له جرمني څخه چين ته سفر وکړئ.))

چين ته د رسيدو په تازه وخت کې جرګ اوتک چينايان چې يا پوځي يا خړې جامې په تن وې، پانډاګان، دغه راز په لارو کې يې ډېر بايسکلونه هم وليدل. خو د چينايانو جدي رويې او زيارونو پر ده باندې ډېرې ژورې خاطرې پاتې کړې. ځکه په هغه وخت کې د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلاره په چين کې تازه پيل شوې وه، چين ته راغلي بهرنيان لږ ليدل کېدل چې چينايانو له دوی سره ډېره جدي رويه درلوده .که اوس کوم جرمني سيلانی غواړي په لارو کوڅو کې هغه چيني وويني چې پوځي يا خړې جامې يې په تن وي ، هرومرو به ناهيلی شي. نن ورځ د چين په لارو کې بنز(benz) او bmw موټرونه تر جرمني لازيات دي.

تراوسه ٣٠ کاله کيږي چې جرګ اوتک په چين کې کار او ژوند کړی دی. هغه د ٣٠ کلونو راهيسې په بيلابيلو ساحو کې د چين تغييرات له نژدې ليدلي دي ، دغه راز يې هم د چين له اقتصادي پرمختګ څخه پوره خبر دی.

(( پخوا په چين کې جرمني تصدۍ لږې وې.١٥ کاله دمخه په چين کې د باسف ګروپ د پلورنې اندازه ٦٠٠ ملويونه امريکايي ډالره وو، خو اوس دغه شمېر ٥ مليارډو امريکايي ډالرو ته اوچتيږي. چين ډېر نفوس لري چې نيمايي يې په ښارونو کې اوسيږي، ددې مانا دا ده چې په راتلونکو لږ ترلږه لسو کلونو کې به د چين د اقتصاد چټکتيا وساتل شي. يوازې د چين بازار ته ننوځئ او فعال کوښښونه وکړئ، ښې ګټې به وګټئ.))

له اقتصادي پرمختګ پرته د چين رنګارنګ کلتورونه هم د جرګ اوتک خوښ دي. هغه د چين عنعنوي پسرلنی اختر خوښوي ځکه چې د دې اختر د لمانځنې فضا له خوښيو او جم و جوش څخه ډکه برېښي چې ګوټ ګوټ کې سره رنګونه ليدل کيږي چې د چينايانو په نظر سور رنګ د خوښۍ او نيکمرغۍ رنګ بلل کېږي . هغه دغه راز د چين د اوبو او غرونو له انځورونو سره هم علاقه لري. هغه وايي چې اروپايي انځورونه ډېر ډک دي، خو چيني انځورونو کې سپين ځای شته او شعرونه پکې ليکل کيږي.

دچينايانو کلتور د جرمنيانو له کلتور سره ډېر توپير لري، د جرګ اوتک ډېر خوښيږي، هغه وايي چې له نورو څخه بېل او جدا کولتور په باغ کې له نورو بېل جدا يوازې يو غوړيدلي ګل ته ور ته دی، نو دا ګل باغ ته هومره ښکلا نه شي ورکولی. نو د يو باغ ښکلا د ګڼو رنګارنګ ګلانو په يو ځايوالي او شته کې سېوا کيږي نو د چين او جرمني د کلتورونو ترمنځ د توپيرونو شتون کومه بده خبره نه ده او دا طبيعي ده. ځکه چې د اقتصاد، خوراکونو، موسيقۍ او کلتور په ساحو کې د دغو ترپيرونو له امله باغ ته او کولتورو ته لا ښکلا ورکول کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای