CRI Online

د دېرشو کلونو راهيسې د چين لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه

cri     (GMT+08:00) 2012-10-16 16:21:34

د اکتوبر لومړی نېټه د چين د ولسي جمهوريت ملي جشن دی. سږ کال د نوي چين د جوړېدو له ٦٣مې کاليزې سره برابر دی. په تېرو ٦٣ کلونو کې چين د اقتصاد او ټولنې د ابادۍ په برخه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې ګټلې دي.

په ١٩٧٨ کال کې د چين کمونست ګوند د يوولسم ملي کانګرس په درېيمه عمومي غونډه کې يوه مهمه پرېکړه شوې چې چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره پلې کړي. ور پسې په ١٩٧٩ کال کې دولتي شورا ګوانګ دونګ او فو جيان ولايتونو ته اجازه ور کړه چې په بهرنيو اقتصادي فعاليتبونو کې ځانګړې تګلارې غوره کولای شي، پر دې سربيره، د شن جن، جو های، شيا من او شان تو په ښارونو کې په ازمويښتي توګه ځانګړې اقتصادي سيمې جوړې شوې چې په دغو سيمو کې تر لاسه شويو برياليتوبونو د چين د عصري کېدو بهير د پرمخبيولو لپاره ستر رول لوبولی دی.

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په پلي کولو سره د چين اقتصاد ګړندي پرمختګ موندلی، خو د اقتصادي پرمختګ زياتره برياليتوبونه په ختيځې سيمې کې تر لاسه شوي او د ختيځ او لوېديځ تر منځ توپيرونه هم ګام په ګام څرګند شوی وو، نو د چين حکومت د دغو توپيرونو د کمښت لپاره د لوېديځې سيمې د ابادۍ او سمسورتيا پلان طرح کړ. د ٢٠٠٠ کال په جنوری کې دولتي شورا اړوند لارښوونکې ډله وټاکه. د حکومت او وګړيو تر ګډو کوښښونو لاندې اوس د دغه پلان په تطبيق کې ستر لاسته راوړنې ګټل شوي چې په تېرو لسګونو کلونو کې ډېری مهمې پروژې پيل او يا بشپړ شوي دي مثلا د چينګهای – تبت اوسپنيزه لاره او ختيځ ته د لوېديځ طبيعي ګازو ليږدلو پروژه او داسې نور. تر ٢٠٠٩ کال پورې حکومت د هېواد په لوېديځ کې د زر مليارډو يوانو په ارزښت پانګې اچولی دي.

د ٢٠٠١ کال د سپتمبر په اوولسمه نېټه د چيني چارو په هکله د سوداګرۍ نړيوال سازمان ١٨مې غونډې په يوه رسمي مشوره کې په دې سازمان کې د چين د ګډون په اړه ټول قانوني سندونه تصويب شوې. بيا د ٢٠٠١ کال د نومبر په لسمه نېټه په دوحا کې د دې نړيوال سازمان د وزيرانو په درجه څلورمه غونډه کې په دې سازمان کې د چين ګډون سنجش او منظور شو. د دې سازمان د اصلولو له مخې، يوه مياشت وروسته يعنې د ٢٠٠١ کال د ديسمبر په يوولسمه نېټه چين په رسمي توګه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان يو غړی وګرځېد.

د اقتصادي پرمختګ له پرته، چين د ساينس او تکنالوژۍ په برخه کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړ. د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د چين لپاره يوه لويه ورځ وه، ځکه چې چين په همدې ورځ د شن جو په نامه پنځه نمبر فضايي بيړۍ يعنې لومړی انسان وړونکي فضايي بيړۍ فضا ته وتوغوله. ستورمزل يانګ لي وی په فضا کې د څلويښتو ساغتو تر سفر وروسته په بريالۍ توګه ځمکې ته کښته شو. دا د ساينس او تکنالوژۍ په برخه کې د چين لخوا ګټل شوې لويه لاسته راوړنه ده. د دې فضايي بيړۍ بريالي توغونه دا ښيی چې چين تر روسيې او امريکا وروسته په نړۍ کې درېيم هېواد دی چې پخپله فضا ته د انسان وړونکي بيړۍ توغولی شي.

سږ کال چين بيا د فضايي چارو په ساحه کې يو لوی برياليتوب تر لاسه کړ. د جون په شپاړسمه نېټه د شن جو په نامه نهم نمير انسان وړونکي فضايي بيړۍ فضا ته وتوغوله شوه او د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د تيان ګونګ په نامه له فضايي سټېشن سره په عادي توګه اتصال شوه. دا په فضا کې د چين لپاره لومړی ځل اتصال و.

په ٢٠٠٨ کال کې چين د نړۍ د ډېرې پاملرنې وړ و، څرنګه چې د دې کال په دوبي کې نهه ويشتمه دوره اولمپيک لوبې په بېجينګ کې تر سره شوې. د ٢٠٠٨ کال د اګست په اتمه نېټه دغه لوبې په بېجينګ کې پرانيستل شوې او د دوه سوو او څلور هېوادونو او سيمو څه دپاسه يوولس زرو لوبغاړيو په مسابقو کې برخه درلوده. په دغو لوبو کې دری څلويښت نوې نړيوال ريکارډونه جوړ شوي او اوه اتيا هېوادونو مډالونه تر لاسه کړي چې پکې چين د سرو زرو يو پنځوسو مډالونو په ګټلو سره د مډالونو په ليست کې لومړی ځای ونيوه. دا د اولمپيک لوبو په تاريخ کې لومړې ځل و چې اسيايي هېواد د طلايي مډالونو په لست کې لومړی مقام تر لاسه کړ.

سږ کال د اولمپيک دېرشمې لوبې د بريټانيې په لندن ښار کې جوړې شوې او دوه سوه او پنځو هېوادونو او سيمو پکې برخه درلوده. چين په دغو لوبو کې د اته دېرشو طلايي ، اوه ويشتو نقره يي او درويشتو ژېړ مډالونو په ګټلو سره د مډالونو په ليست کې تر امريکا وروسته دوهم ځای ونيوه. دا په بل هېواد کې د اولمپيک په لوبو کې د چين لخوا تر لاسه شوې تر ټولو ښه لاسته راوړنه ده. د يادولو ده چې افغان لوبغاړي هم د تکوندو په مسابقه کې يو ژېړ مډال وګاټه.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای