CRI Online

نه ليدونکې نړۍ او ليدونکی خوب ___ د چين د ړندو کسانو د جاپاني ژبې ښوونکې اوکي يوکو

cri     (GMT+08:00) 2012-10-18 10:07:56


جاپاني مېرمن اوکي يوکو


مېرمن اوکي يوکو له ړندو کسانو سره د جاپاني ژبې زده کړې د درسونو په حال کې دي


د ښووځي دروازه

دا يو د جاپاني ژبې ښوونځی دی چې د چين په تيان جين ښار کې موقع دی. جاپاني ښوونکې او د دې زده کوونکي د درسونو په حال کې دي. تاسې ښايي دا فکر وکړئ چې دا ښوونځی د جاپاني ژبې له عامو ښوونځيو سره څه توپير لري؟ دا ښوونځي په چين کې لومړی د جاپاني ژبې ښوونځی دی چې د ړندو خلکو لپاره جوړ شو. د ښوونځی جوړونکې همدا ښوونځې ده چې اوکي يوکو نومېږي.

مېرمن اوکي يوکو له٦ کلنۍ نه ړنده شوه. په امريکا کې د ښوونې د داکترۍ درجې له ګټلو وروسته د چيني ژبې د زده کولو لپاره د چين د تيانجين د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې شامله شوه او د ښوونې له بشپړيدو وروسته يې د يوې چينايي جوړې په مټ چې خاوند يې لي شينګ يان او مېرمن يې فو چون شيا نومېږي، په ١٩٩٥ کال کې د تيان جين ښار ړندو زده کوونکو ته د جاپاني ژبې د ورزده کولو ښوونځی جوړ کړ. په چين کې د زده کولو په لومړيو وختونو کې اوکي يوکو د لي شينګ يان جوړې په کور کې اوسيده. ښاغلي لي شينګ يان د ښوونځي مشر دی. هغه په ژوند او کار کې اوکي يوکو ته ډېرې مرستې کړې دي. يوې جاپاني ړندې ولی چيني ژبه زده کړې او نابينا زده کوونکو ته د جاپاني ژبې د ورزده کولو لپاره چين ته راغی؟

((په امريکا کې مې د زده کړې په موده کې هيله لرلې چې د کار لپاره په يوويشتمې پېړۍ کې د لومړی توجه وړ هيواد ته ولاړ شم. نو چين او عربي هيوادونه مې انتخابول. خو د سترګو ديد مې له لاسه ورکړ ، دغه راز زه يوه ښځه يم چې په عربي هيوادونو کې ژوند به ستونزمن وي . خو ګمان مې کولو چې په چين کې کومه ستونزه و نه لرم . په چين کې د ړندو وګړيو شمېر تر نورو هيوادونو زيات دی. نو غوښتی مې چې په چين کې په خپلو کارونو پيل وکړم او بيا له ړندو وګړيو سره د مرستې ساحه نورو اسيايي هيوادونو ته پراخه کړم.))

١٩ کاله تېر شوي دي.په دې ښوونځي کې تراوسه پورې څه باندې ٥٠٠ تنه زده کوونکي روزل شوي دي. زده کوونکي يوازې غوښتنه ليک وړاندې کوي، په ښوونځي کې به شامليږي. ښوونځي دغه راز روغ زده کوونکي د داوطلبانو په توګه هم منلي دي. ځيني زده کوونکي د زده کړې لپاره جاپان ته تللي، ځيني يې د مساژ کوونکو يا سندرغاړيو په توګه ګرځيدلي، ځينی يې د جاپاني ژبې د ښوونکو دنده په غاړه لری، چې ژوند يې د پخوا په پرتله پوره بدل شوی دی. مېرمن اوکي يوکي د خپلو غوره خدمتونو له امله د دوستۍ په نامه جايزه چې د چين حکومت لخوا خاص وتلي بهرنيو پوهانو لپاره جوړه شوې، وګټله. د يادونې وړ خبره خو دا ده چې په ١٩٩٧ کال کې د جاپاني ژبې په وسيله د چين او جاپان ترمنځ دوستانه بحث کې د اوکي يوکي يو ړوند زده کوونکي له څو روغ زده کوونکو سره د لومړې درجې جايزه وګټله. اوکي يوکو وويل:

((د لومړی درجې جايزه ګټونکي زده کوونکي ما ته داسې ويلي، ښوونکې، که جاپاني ژبه خپله کړم ، ړوند هم د عادی انسان په شان کار کولی شی . دا خبرې پر ما ډېره غېزه کړې ده، ځکه چې زما د ښوونې هدف هم دا دی چې زده کوونکي بايد ځان نه سپکاوي و نه کړي،هرڅوک چې يو مهارت خپل کړي، له روغ کسانو سره مساوی وي))

ښوونکې اوکي يوکو نه يوازې زده کوونکو ته نوی خوبونه رسولي، هغه دغه راز ډېر خوبونه هم لري. په تېر جون کې يې د جاپان په سيتما کين ولسوالۍ کې د بې مصرفو توکيو راغونډولو فابريکه جوړه کړه چې ړندو کسانو ته کاري فرصتونه برابرکړي. د راتلونکو لسو کلونو د يادونې په ترڅ کې مېرمن اوکي يوکو وويل :

(( لس کاله وروسته ٦٠ کلنه شم. زياتې هيلې لرم. مثلا غواړم ليکواله وګرځم، په فلم کې رول ولوبوم . ان د پارلماني غړې په توګه دنده ترسره کړم. البته ښوونيزو چارو ته به هم دوام ورکړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای