CRI Online

د چين په شاوشينګ وسلوالۍ په مرکزي روغتون کې پاکستاني ډاکتر محمد طيب

cri     (GMT+08:00) 2012-10-25 08:43:27

 ٢٥ کلن ارباب محمد طيب چې د پاکستان له راوالپنډي نه راغلی ، د چين په جيانګ شي ولايت کې د ګان نان د طب په پوهتځي کې د زده کړې په موده کې يې د چين له ډېرو ځايونو نه ليدنه کړې وه، په تېر کال کې يې له يوه دوست سر د کتنې لپاره د که چياو په نامه ځای ته راغی چې بيا يې په دې ځای کې د دايمي ژوند او کار پريکړه وکړه.

که چياو ته له رسيدو وروسته ديب د شاوشينګ ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې وګمارل شو چې که چياو ددې ولسوالۍ تر ادارې لاندی دی . ډېرو چينايانو د که چياو نوم نه دی اورېدلی ځکه چې دا علاقه داری په چين کې يو ډير کوچنی ځای دی چې د چين په ختيځ د جه جيانګ ولايت د شاو شينګ ښار ترڅنګ موقع ده. په نړۍ کې د منسوجاتو لومړي لوی مرکز په همدی دې کوچنې علاقه دارۍ کې پروت دی، د نړۍ يوه په څلور برخه منسوجات دلته معامله کيږي. د نړۍ د بيلابيلو ځايونو سوداګران دلته راغونډيږي چې د نورو هيوادونو اته سوه نمايندګۍ دلته واقع دي او څه ناڅه ٣٧٠٠ تنه بهرني سوداګران پکې دايمي اوسېږي او د ګرځندويه سوداګرانوشمير شلو زرو تنو ته رسېږي چې په دې جمله کې يې څه باندې ١٥٠ پاکستاني کمپنۍ او څه باندې ١٥٠٠ تنه پاکستاني سوداګران شته دي چې زياتره يې د محمد ديب په شان پښتانه دي، نو دلته پښتانه سوداګران که چياو ته"په چين کې کوچنی پاکستان "وايي.

د شاوشينګ ولسوالۍ د اقتصادي پرمختيا له نظره د چپن د سلو غښتليو ولسواليو په لسټ کې اتم ځاي نيسي ، دغه راز له دې کبله چې که چياو د چين په جنوب د يانځه سيند په دلتا کې واقع دی او ښکلۍ منظرې او غني کولتوري ميراثونه لری ، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي ګڼ شمير سوداګران راجلبوي .

د طيب په زړه کې د ډاکتر دنده عالي او مقدسه وظيفه ده .

( اواز)د طيب لپاره له ناروغيو څخه د ژغورلو دنده دده حتمی غوره والی دی . هغه داسی وويل چې مسلمانان له نورو سره مرسته کول او د ناروغانو دردونو لېرې کول خپله حتمی دنده بولي او د ډاکترشغل ما ته ددې دندې د بشپړولو فرصت را کوي ، نو خپلې دندې ته ډير ارزښت ورکوي .

څرنګه چې په که چياو کې ډيری بهرنيان ميشته دي ، نو هغه ډاکتران ډېر ضرورت دی چې په بهرنيو ژبو پوهېږي ، طيب چې په انګريزي ، فرانسوي ، عربي ، اردو او پښتو ژبو پوهېږي ، د کو چياو لپاره نور لازم دی . نو کو چياو ته د رسېدو وروسته طيب په مرکزي روغتون کې ډېر ګرفتار ډاکتر ګرځېدلی دی .

( اواز) هغه بهرنی ناروغ چې روغتون ته راځي ، لومړی ډاکتر طيب ته ځي څو چې په مفصل ډول د خپلې ناروغۍ حالت څرګنده کړي ، خو طيب په روغتون کې يوازی بهرنی ډاکتر دی چې په دې وجه هغه ژر په که چياو کې مشهور شوی او هميشه په تلويزيون او ورځپاڼه کې ښکاره کېږي . د شهرت لوړوالي سره سره د که چياو ډېری اوسېدونکي په دې وياړي چې د ناروغۍ له امله ډاکتر طيب ته ځي .

( اواز) طيب په پښتنو ملګرو کې يو ستوری دی . د اوونۍ په پاي کې ددوي لخوا جوړ شوی د کرېکت ټيم د ګواجو جهيل په غاړه کې لوبې کوي او تر کار وروسته سره يو ځاي ډوډۍ خوري يا سيل کوي.

د که چياو وګړي په دې خبردي چې طيب په که چياو کې په دايمي توګه اوسېږي ، هغه غواړي چې د زياتو طبي تجربو په راغونډولو سره د لوړې طبي ښوونې د منلو لپاره شانګهاي يا ناجينګ ته لاړ شی او بيا که چياو ته راستون شی .

د خپل راتلونکي ژوند په باب سوال ته د ځواب ورکولو په وخت کې طيب داسی وويل ( اواز) زه به بيرته پاکستان ته لاړ شم او د خپل قومي دود له مخې واده وکړم .سره له دې چې چيني نجونې ډېرې ښکلۍ دي ، خو مذهبونه مو يو شان نه دي . غواړم چې له واده نه وروسته له خپلې مېرمن سره يو ځای که چياو ته راستون شم .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای