CRI Online

زه چينايي هم يم ___ د چينګ داو د بيترون چاينا شرکت مشر

cri     (GMT+08:00) 2012-10-25 11:02:09


ايټالياوی ښاغلي بريګنوني



ښاغلي بريګنوني د شرکت له کارکوونکو سره



ښاغلي بريګنوني د ايټاليا د ولسمشر لخوا په ورکړ شوي نېښان ووياړل شو


په ٢٠٠١ کال کې چين په رسمي توګه د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې شامل شو چې دا د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو او د هېواد د عصري کيدو په بهير کې يوه ارزښتناک پړاو بلل کېږي . له دې نه وروسته لازيات اروپايي يا امريکايي شرکتونه خپل کارکوونکي چين ته ليږلي او د چين د بازار د لټولو ترڅنګ د چين کلتور او ژوند يې خوښ شوي دي. د بهرنيان په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به په چين کې يو ايټالوی دروپېژنم.


د ٢٠٠٤ کال په اګست کې د ايټاليا د بيترون ګروپ په سپارښتنه ښاغلي سيويو بريګنوني د خپلې مېرمنې په ملتيا د چين د ختيځ شاندونګ ولايت د چينګ داو ښار ته ورسېد او د بيترون چاينا شرکت د منيجر دنده يې پر غاړه واخيستله. چين ته له رسيدو مخکې يې په برازيل او پولنډ کې د استازيتوب تجربې لرلې وې چې له دې امله يې چينګداو ته د تازه رسيدو په وخت کې له ژوند سره ژر عادت شو. د تازه رسيدو د يادونې په ترڅ کې ښاغلي بريګنوني وويل :

(( هغه وخت کې ټول چينګداو د بېجينګ المپيک لوبو د تيارياني لپاره کوښښ کولو، هر ځای يې پروژې وې. نن يوه ودانۍ بشپړه شوې او سبا به نوې بڼه رامنځته کېده. ډېر بختور يم ، ځکه هغه وخت په چين کې د چارو خلاصولو ډېر مناسب وخت و چې زما د کار لپاره ډېر ګټور فرصتونه او اسانتياوې هم برابرې شوې وې .))

اته کاله تېر شوي دي، چينګداو دغه ساحلي ښار د ښاغلي بريګنوني په ذهن کې ډېرې کيسې او يادونې ايښې دي. د تازه رسيدو په پرتله، په چينګ داو او د ښاغلي بريګنوني په تصدۍ کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي دي.

((چينګ داو لاپاک شوی دی. حکومت د چاپيريال ساتنې او ادارې ته په درنه سترګه ګوري. چينګ داو به پر يوه نوي سيلانيز ښار بدل شي. فابريکې او تصدۍ د ښاري سيمو اطرافو ته انتقال شوي دي. برسيره پردې، د خوښۍ وړ خبره دا ده چې په وروستيو اوو اتو کلونو کې زموږ د تصدۍ ډېرو کارکوونکو له خپلو همکارانو سره ودونه کړي او ماشومان يې پيدا شوي دي چې ځينو يې نوي کورونه او ګړندي موټرونه هم اخيستي دي. ويل کيږي چې دا بالکل ددوی د زحمتونو او زيارونو پايله ده . ))

د اتلو کلونو راهيسې، نورو ځايونو ته د کاري سفر پرته زياتره وخت کې ښاغلي بريګنوني په چينګداو کې اوسېږي. نو هرکال هغه بايد چين ته د ننوتلو او وتلو ادارې ته د ويزې وخت د اوږدولو تشريفات ترسره کړي، دا په دې معنی ده چې هرکال کې په چين کې د اوسيدو موده ژر پوره کېږي، هغه بايد په چين کې پاتې شي، هيڅ چيرې ته ولاړ نشي. د دې لامل له امله يې غوښتي په چين کې د بهرنيانو د دايمي استوګنې اجازه ليک ترلاسه کړي. د روان کال د مې په ١٧مه نېټه بريګنوني چې په چينګداو کې د اتو کلونو لپاره ژوند کړی، په پايله کې دغه اجازه نامه لاس ته راوړه . هغه د چينګداو ښار د دېرشم بهرنی دی چې دا شين کارد يې وګاټه دغه راز لومړی ايټالوی هم. شين کارد د ده ژوند ته ډېرې اسانتياوې رسولې دي.

په ٢٠١٠ کال کې ښاغلي بريګنوني د ايټالوي تصديو له خاوندانو سره چې هم په چينګداو ښار کې اوسيږي، په ګډه يو خيريه صندوق جوړ کړ او د ټولګټو خدمات يې کوي. هغه وويل :

((زما په اند يوه بهرنۍ تصدۍ په چين کې نه يوازې د توليدولو او چمتو کولو په چارو بوخته ده. زموږ تصدۍ په دې هڅه کې ده چې په ځايي ټولنې کې ورګډه شي او د ځايي پرمختګ لپاره څه خدمتونه وکړي.))

د صندوق له جوړيدو راهيسې ښاغلي بريګنوني په پرله پسې توګه د چينګداو د يتيمانو، معيوبو ماشومانو، د سرطان ناروغانو لپاره بسپنې برابرې کړي او د پيسو راغونډولو لپاره يې دوه ځلې د ايټالوي موسيقۍ کنسرټ ترتيب کړی دی .

د اتو کلونو په موده کې ښاغلي بريګنوني نه يوازې په خپلو چارو کې لاسته راوړنې، بلکې د خپل صميمت او ښو کارونو له لارې ډېر وياړمن لقبونه هم ترلاسه کړي دي. مثلا په ٢٠١٠ کال کې هغه د چينګداو ښاروالۍ لخوا د چين داو پر جايزه او تير کال يې د ايټاليا ولسمشر ناپوليتانو لخوا په ورکړ شوي نېښان ووياړل شو

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای