CRI Online

په جومات کې افريقايي داوطلب

cri     (GMT+08:00) 2012-11-07 16:33:13

د جمعې د لمونځ ورځ وه د موبيلفون ساعت يوځل بيا د سهار په نهه بجو سمير محمد ويښ شو. د لاس او مخ له مينځلو او ناری خوړلو وروسته سمير د سهار په لسو بجو د ټکسي په وسيله جومات ته لاړ چې هلته يې نه يوازې لمونځ کوي بلکې هم يومهم کار يعنی د داوطلب په حيث د چيني او بهرنيو مسلمانانو لپاره خدمت کوي.

٣٠ کلن سمير دوه کاله دمخه د تانزانيا په شمال کې د هندي سمندر پر غاړه له تانګې نه د چين په جنوب ګوانګ جو ښار ته په کډه راغی. په دې نړيوال او سوداګريز ښار کې سمير له کنيايي ملګرو سره سوداګري کوي چې کاروبار يې ګردې ختيځې افريقا ته خپريږي ، حتی د منځنې ختيځ په هيوادونو کې ګڼ شمير مشتريان هم لری . له لسو دقيقو وروسته ټکسی د 解放北路 واټ ترڅنګ يوه کوڅه کې درول شو. د دې تنګې کوڅې په دواړو غاړو کې د کباب او د ژوندد اړتياوړ توکيو پلورلو غرفې او هټۍ دي چې زياتره خاوندان يې چيني مسلمانان دي ، خو دلته ډېر افريقايي مشتريان ليدل کيږي. سمير په دې کوڅه کې له ډېرو کسانو سره اشنا شو.

د کوڅې په پای کې د لرغونی ګوانګ جو جومات پروت دی چې د پيغمبر محمد لخوا د ليږل شوي مذهبي مبلغ ابوواګس مقبرې تر څنګ ولاړ دی . د لرغونی ګوانګ جو جومات شاوخوا سيمه په ګوانګ جو ښار کې د افريقايي سوداګرانو د اوسيدو سيمه ده، نو دغه جومات د سمير په شان د افريقايي سوداګرانو لخوا د لمونځ ځای په توګه انتخاب شو. هره جمعه دلته اوه اته زره تنه مسلمانان راغونډيږي چې يو پر درېمه برخه يې افريقايي مسلمانان دي.

د جومات د دروازې په وړاندې د داوطلب په توګه د سمير دنده د مسلمانانو د ننوتلو لپاره لارښودل دي.

برسيره پردې، د مراسمو له پيل مخکې، سمير هم د جومات په دننه توشکونه ږدي اوجارو کوي.

(( ډېر کارونه به وکړم،دلته د داوطلب په توګه کارکول ډېر ارزښت لري. دا ځای د بډايانو د راغونډولو ځای نه دی. د خدای په سترګو کې ټول انسانان مساوي دي.

له غرمې وروسته په يوه بجه، مراسم پيل کېږي. له دې امله چې بهرني مسلمانان ډېر دي،نو په هره جمعه جومات به د مصر امام ته بلنه ورکول کېږي چې دلته د لمونځ مراسمو مشرۍ وکړي. دا جومات چې جوړونه يې په ٢٠١٠ کال کې د ګوانګ جو حکومت لخوا ترميمه شوې وه، په ګوانګ جو ښار کې له څلورو لويو جوماتونو څخه لومړی ځوان جومات دی، خو په ګوانګ جو کې لومړی لوی جومات هم .

د تېرې پېړۍ په اتيايمه لسيزه کې د چين د شمال لويديځو ولايتونو مسلمانان په ګوانګ جو ښار کې راغونډ شول. له دې نه وروسته د چيني مسلمانانو په معرفي عربي سوداګران دلته راغلي او بيا يې د شمالي افريقا د اسلامي هيوادونو سوداګران دلته رسيدلي. له ١٩٩٨ کال نه د افريقا د ختيځو هيوادونو او منځنی لويديځ هيوادونو اسلامي سوداګران هم د شمالي افريقايي وطنوالو په معرفي ګوانګ جو ته راغلي چې دا ښار ته ډول ډول کلتور رامنځته شوی دی.

د جومات په دننه د پاک جارو کولو وروسته سمير د ابو وګاس مقبرې ته ورسيد او هلته يې مسلمانانوته د لمونځ مراسم سمه لار معرفي کړه. د کارونو تر بشپړولو وروسته ، سمير د اخوند دفتر ته ورغی چې له چيني اخوند وانګ ون جيه سره د خدای پامان وکړه. د اخوند وانګ ون جيه په نظر، د سمير په شان افريقايي داوطلبانو د جومات لپاره ډېر خدمتونه کړي چې د دوی د خدمتونو له امله د چيني او بهرنيو مسلمانانو د همغږي په برخه کې ګوانګ جو د ګرد هيواد لپاره نمونه قايمه کړه.

د سمير لپاره د داوطلب کارونه د خوښۍ وړ دي. سمير وويل:

(( له دې کارونو نه مې ډېر خوند اخيستی دی. پروا نه لري چې پتلون ککړ شوی که نه، يوازې زما خدمتونه د نورو لپاره د خوښې وړ وي. له جومات نه وتلو وروسته زه به کورته تليفون ورکړم اوخپلوانو ته به خبر ورکړم چې نن په جومات کې مې څه کارونه کړي او له چا سره مې مرستې کړې دي. هر ځل چې له جومات څخه وځي، زه په دې خبر يم چې د نړۍ لپاره مې څه کارونه کړي دي

له اخوند سره د خدای پامان وروسته ، سامير د خپل استوګنځي په لور په بيړه روان و. ځکه چې په پنځو بچو هغه بايد له دوو مشتريانو سره د موټر اخيستلو لپاره شنجن ښار ته چې له ګوانګ جو څخه١٤٠ کيلومتره واټن لري، لاړ شي. چې هلته يو لوی جومات د ځايي حکومت په مرستې د جوړيدو په حال کې دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای