CRI Online

په که چياو کې پاکستاني سوداګران غواړي چيني توليدات نړۍ ته وپلوري

cri     (GMT+08:00) 2012-11-07 16:33:34

د چين په ختيځ کې د جه جيانګ ولايت له شاوشينګ ښار نه لويديځ څو کيلومترۍ کې يوه لرغونی علاقه داری واقع ده، رودونه، ډبرين پلونه او تنګې لارې کوڅې پخوا د دې علاقې دارۍ نښې وې، خو اوس که چياو په نړۍ کې د منسوجاتو پلورلو لومړی لوی مرکز دی چې د نړۍ يوپه څلورمه برخه منسوجات دلته معامله کيږي. نو کوچنی که چياو بيخي د يو نړيوال کلي په توګه ګڼل کيږي چې د نړۍ د بيلابيلو ځايونو سوداګران دلته راغونډيږي.

عبيد حسين د پاکستان له پېښور نه راغی، د ده د سوداګريز شرکت دفتر د که چياو د منسوجاتو مرکز د پلي واټ پر غاړه د تيان يو په نامه لوی هوټل کې پروت دی.په همدې هوټل کې د څه باندې ٣٠ پاکستاني سوداګريزو شرکتونه ميشته دي چې په عمده توګه يې چيني منسوجات منځنې اسيا،جنوبي اسيا، شمالي ختيځې اسيا او د ختيځې اروپا يو شمېر هيوادونو ته صادروي. عبيد حسين ما ته وويل چې هان له ١٩٩٠ کال نه پاکستاني سوداګران که چياو ته راغلي دي، هغه په ٢٠٠٢ کال که چياو ته ورسيد چې تراوسه پورې ١٠ کاله تېر شوي دي.

(( که چياو ته له رسيدو مخکې مې په يي وو کې د منسوجاتو سوداګری وکړه. بيا وروسته د ملګرو په پېژندنې که چياو ته راغلم. اوس په يي وو کې د پاکستاني سوداګرانو شمېر څلور پنځه زرو ته رسيدلی چې زياتره يې د پاکستان له شمال لويديځ نه راغلي پښتانه سوداګران دي. برسيره پردې، څه باندې ١٥٠٠ تنه پاکستاني سوداګران د اوږدې يا لنډې مودې لپاره دلته ميشته دي، نو که څه هم په يي وو کې د پاکستاني سوداګرانو شمېر لا زيات دي، خو دغسی پښتانه سوداګران لاهم که چياو ته په چين کې کوچنی پاکستان وايي.

په نړۍ کې د منسوجاتو پلورلو د لومړي لوي مرکز په توګه که چياو د ځانګړي جغرافيايي غوره والي او پرمختلليو تاسيساتو له امله د نړۍ د بيلابيلو ځايونو سوداګران راجلب کړي او کوي يې.

٢٨ کلن طالب صافر احمد په که چياو کې له پاکستاني سوداګرانو څخه يو دی. خو هغه د شخصي شرکت خاوند نه دی ، هغه په که چياو کې د يوه فرعی شرکت چې مقر يې د کوريا جمهوريت په مرکز سيول کې دی، سراستازی دی . هغه وويل:

(( زموږ شرکت په ترکيه، روسيې، پاکستان، کوريا جمهوريت او د جنوبي اروپا يو شمېر هيوادونو کې فرعي شرکتونه لري چې عمده کاروبار يې نوموړيو هيوادونو ته د چيني منسوجاتو پلورل دي.بله خوا، دوی هم د چين د منسوجاتو بازارونود اړتياوو معلومات راغونډوي چې د نورو هيوادونو ځانګړي منسوجات چين ته پلوري.))

احمد په که چياو کې د زياترو پښتانه سوداګرانو سره يو شان نه دی، هغه د پاکستان له پنجاب نه راغی. په امريکا کې يې د لوړې ښوونې له بشپړولو وروسته که چياو ته راغی او په سوداګری يې پيل وکړ. په چين کې د بهرنيو سوداګرانو د شرايطو په اړه يې خپل ځانګړي نظر هم لري.

(( د چين او پاکستان ترمنځ د کلنی سوداګريز انډول په جمله کې پاکستان ته د چين د صادراتو انډول ٩٠٪ برخه نيسي، خو چين ته د پاکستان د صادراتو انډول يوازې ١٠٪ برخه لري. نو د دواړو هيوادونو حکومتونه دې اړوند تدبيرونه غوره کړي ترڅو چې دوه اړخيز سوداګری برابرپرمختګ وکړي.))

احمد دغه راز هيله څرګنده کړه چې د دواړو هيوادونو اړوند ارګانونه خپلمنځي همغږي لاپياوړې کړي چې سوداګرانو ته لااسانتياوي برابرې کړي.برسيره پردې، د سوداګريز تګ راتګ د کلتور په برخه کې متقابل تفاهم او درناوی ته اړتيا لري. هغه هيله هم لري چې په که چياو کې په ځايي کلتور او ژوند کې د خپلو وطنوالو د عادت کيدو لپاره څه خدمتونه وکړي.

د ځوان احمد په پرتله ٤٠ کلن اورنګ زيب په که چياو کې د پاکستاني سوداګرانو په منځ کې يو بريالی سوداګر بلل کيږي. د ده د شرکت فرعی څانګې د افغانستان او پاکستان په ډېرونو ځايونو کې شته دي. هغه وويل:

(( لس کاله مخکې که چيا ته راغلم او په سوداګری مې پيل وکړ. نو له نژدې لسو کلونو راهيسې ما په خپلو سترګو د که چياو بدلونونه ، دغه راز د بيلابيلو ځايونو د سوداګرانو بريا او شکست ليدلی دی. ويل کيږي چې بهرنيو سوداګرانو د که چياو د شهرت موندلو په برخه کې خدمتونه کړي دي، دغه راز که چياو دوی ته زياتې شتمنۍ رسولې دي.))

اوس ښاغلي اورنګ زيب په که چياو کې له خپلې مېرمن او زوی سره يوځای دايمي ژوند کوي، هره ورځ له کاره وروسته هغه له مېرمن او زوی سره د ګوا جو جهيل پر غاړه سيل کوي او کله کله له چيني ګاونډيانو سره غږيږي.

د خپلو برياليتوبونو د يادونې په اړه ښاغلي ارنګ زيب وويل چې د سوداګرۍ په اړه يې درې اصول لري، چې صداقت، ، اعتماد او پر وخت، نسل په نسل پښتانه سوداګران اعتماد ته په درنه سترګه ګوري چې زمانه څنګه بدلېږي، د سوداګرۍ اساسي اصول نه تبديليږي چې دا به د شتمنيو د پر له پسې ترلاسه کيدو لامل وی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای