CRI Online

په چين کې د کريکيت لوبې بهرنی روزونکي 

cri     (GMT+08:00) 2012-11-20 09:43:50


بنګلاديشي روزونکی محمد امين الاسلام


د چين د ښځينه ټيم اوسنی سر روزونکی ښاغلي رشيد خان (کيڼ) پخوا په پاکستان کې د کريکيت لوبې د نارينه ټيم غښتلي لوبغاړی هم و

که څه هم د کريکيت لوبه په دوه زره پنځم کال کې چين ته خپره شوې ، خو په لنډو څو کلونو کې زياتېدونکو چينايانو دا لوبه پېژوندلې او ورسره مينه يې پيدا کړې ده. په چين کې د کريکيت لوبې د پرمختګ په لاره کې ګڼ شمېر غوره بهرنيو روزونکيو او د نړيوالو سازمانونو مامورينو د چين د کريکيت لوبې پرمختګ لپاره وتلي خدمات ترسره کړي دي . دوی له دې لوبې سره مينه لري او هيله هم لري چې د دوی په مرستې لازيات چينايان له دې لوبې نه خوند واخلي.

اسلام عليکم، ډېر خوشحاله يم چې له تاسو سره ګورم، زه به تاسو ته د کريکيت لوبه درزده کړم.))

دا خبره د محمد امين الاسلام لخوا چې له بنګله ديش نه چين ته راغی، هميشه ويلي خبره ده. ښاغلي محمد امين الاسلام په چين کې د اسيا د کريکيت لوبې ټولنې د کريکيت لوبې د ترويج پروژې مسئول دی،په دوه زره اووم کال کې يې د اسيا د کريکيت لوبې ټولنې په سپارښت چين ته ولېږل شو چې د ده په مرستې د چين د کريکيت لومړی ښځينه ټيم جوړ شو. نو ويل کيږي چې هغه د چين د کريکيت لوبې د پرمختګ بهير شاهد دی.

ښاغلي محمد امين الاسلام په بندګله ديش کې ډېر شهرت لري، . هغه پخوا د اوولسو کلونو لپاره د دغه هېواد د ملي ټيم غړی و چې له نولس سوه او اته نويم کال تر دوه زريم کال پورې يې د دې ټيم د مشر دنده په غاړه درلوده.

اوس د اسيا د کريکيت لوبې ټولنې د چارواکي په توګه ښاغلي محمد امين الاسلام په چين ، سينګاپور، وينتيا، ميانمار په شمول شپږو اسيايي هيوادونو او سيمو کې د کريکيت لوبې د خپرولو دنده پر غاړه لري، چې هرکال په چين کې د ده د پاتېدو وخت تر نورو ځايونو زيات دی. د ده لپاره د خوښۍ وړ خبره دا ده چې زياتو چينايانو چې ددې لوبې په باب ابتدايي مالومات تر لاسه کړي ،سره تماس نيولی ، علاقه يې نوره هم زياتېږي .

((د ډول ډول روزنو ،سياليو او ښوونيزو فعاليتونو له لارې مو کريکيت لوبه نهه ويشتو زرو تنو چينايانو ته معرفی کړې چې له پنځو زرو نه تر اوو زرو پورې تنه يې په ښوونځيو کې په منظمه توګه د کريکيت لوبې روزنه مني. دلته بيلابيلې خواوې پرمختګ کوي.))

له امين الاسلام پرته، د چيني ټيم په غړيو کې يوه ځانګړی بڼه هم هميشه ليدل کيږي. ونه يې جګه، پوستکي يې تور رنګ او احساسات يي جدي دي، هغه د چين د ښځينه ټيم اوسنی سر روزونکی ښاغلي رشيد خان دی. هغه تر ديرشو کلونو زياتې مودې لپاره په کريکيت لوبه کې لاس لرلی، دغه راز پخوا يې په پاکستان کې د کريکيت لوبې د نارينه ټيم غښتلي لوبغاړی هم و.

په نولس سوه څلور نويم کال کې يې د پاکستان له ملي ټيم نه ووت او بيا يې د کريکيت لوبې د روزونکي دنده پيل کړه په ٢٠٠٦ کال کې يې د پاکستان د حکومت په سپارښت چين ته راغی او د چين د کريکيت لوبې د ملي ټيم د سر روزونکي په توګه دنده پر غاړه واخيستله.

په چين کې د روزونکي دندې د تطبيق د لومړيو وختونو د يادونې په ترڅ کې هغه وايي چې دا د ده لپاره يوه لويه ننګونه وه، ځکه چې په هغه وخت کې په چين کې لږ لږ کسانو د کريکيت لوبې په اړه معلومات درلودل. نو بهرنيانو ته يو ناپېژوندلې لوبه ورزده کول اسان کار نه و. خو هغه پر خپل باور ټينګار کړی او له کارونو نه يې خوند اخيستی دی. هغه پيدا کړه چې چينايان په فيزيکي له لحاظه له دې لوبې سره ډير مناسب دي، مثلا چالاکی، او د لاسونو او سترګو ترمنځ د همغږي ښه توان لری. هغه له خپلو غړيو سره متقابل اعتماد ټينګ کړی چې د دوی ترمنځ همکاري ګام پرګام ښه شوې او په پايله کې د چيني ټيم مهارت په څرګنده توګه غښتلی شوی ده .

د چين د کريکيت لوبې د ښځينه ټيم غړې يانګ يو شوان د خپل پاکستاني سر روزونکي د يادونې په ترڅ کې داسې وويل،

(( دا سپيږېری يو جدي روزونکی دی، هغه له ما سره ډېرې مرستې کړې دي. نه يوازې د تخنيک يا خوی له نظره زه غوره زده کوونکې نه يم، خو هغه زما سره خپلې مرستې ته دوام ورکوي او زما هڅونه هم کوي. موږ هغه ته لاو يه زه وايو، چې په پښتو ژبه د بابا معنا لري.))

د روزونکي په توګه د خپلې دندې په اړه ښاغلي رشيد وويل :

(( شونتيا نه شته چي زه تل په چين کې اوسيږي، په پاي کې به پاکستان ته راستون شم. نو دا ډېر مهم کار مې دا دی چې غوره چيني روزونکي وروزم.))

رشيد هم وويل،يو کال وروسته به په چين کې د هغه دنده ختمه شي، اوس د کريکيت لوبې د چين د ځوان ټيم د سر روزونکي په توګه مجروح اسلام لومړی لويه هيله دا ده چې چيني ټيم په نړۍ کې يو غښتلی ټيم وګرځي، دغه راز لازيات کسان چيني ټيم وپېژني او پاملرنه به ترې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای