CRI Online

په وو دانګ غره کې د چين د ووشو لوبې بهرني مينوال

cri     (GMT+08:00) 2012-11-23 14:50:49


د چين د کونګفو لوی استاز يوان شيو ګانګ


په وو دانګ غر کې د روزونکي يوان شيو ګانګ بهرني زده کوونکي

د چين د داويزم د سرچينې په توګه وو دانګ غر چې د چين په هو بۍ ولايت کې موقعيت لري، نژدې د تورزنانو ټولو ناولونو او فلمونو کې د چين د کونګفو مقدس ځای په توګه يې نوم ليکل شوی دی. په وو دانګ غر کې يوه داسې د وو شو لوبې روزن ځای شته چې په ٢٠٠٣ کال کې له جوړيدو راهيسې تر يو زر زيات بهرني زده کوونکي يې راجلب کړي دي. د بهرنيان په چين کې پروګرام نننۍ کړۍ کې به په وو دانګ غر کې د ووشو لوبې بهرنيو زده کوونکيو کيسې واورئ!

د ژمي په يو سهار کې د وودانګ غر ووشو لوبې په روزن ځای کې يو بهرنی د وو شو لوبې کولې. هغه د بوسنيا هرزګوينا دی او چيني نوم يې لاو وان تونګ دی او ٣٦ کلن دی چې دووشو لوبې په دغه روزن ځای کې لومړی مشر زده کوونکی دی. له څو حرکتونو وروسته لاو وان تونګ ډېرستړی شو، هغه وويل چې د وو شو لوبې جذابيت له لېرې نه چين ته د ده د راتګ لامل دی.

(( دلته کونګ فو زده کول ډېر په زړه پورې دی. دلته چاپيريال ښه دی، خلک يې مېلمه پال دي.))

په دغه روزن ځای کې بهرني زده کوونکي ډېر ليدل کيږي. د دوی ښوونکي، د روزن ځای مشر يوان شيو ګانګ د وو دانګ غر د سان فنګ ټولنې د پنځه لسم نسل ميراث اخيستونکی دی .

اته کاله دمخه، يوان شيو ګانګ په وو دانګ غر کې د وو شو لوبې روزن ځای خلاص کړ. که څه هم په دې ځای کې يوازې دوې ښوونيزې ودانۍ وې، خوشاګردان ډېرو او په بيلابيلو ټوګيو پورې يې اړه درلوده.

په لومړي وخت کې ټول زده کوونکي چينايان وو،خو يو تصادفي فرصت ، يو روسي وو شو لوبې مينوال راغی چې دا د يوان شيو ګانګ لپاره د حيرانتيا او خوښۍ وړ و دغه راز يې فشار هم احساس کړ. ځکه چې هغه په بهرنيو ژبو بيخي نپوهېده.

((بيا وروسته مې د انګليسي ژبې په زده کولو پيل وکړ، کله کله مې انګليسي لغتونه په کوچنيو کاغذونو کې ليکل او بيا کاغذونه مې په ديوال ، د کټ په سر، مېز او داسې نورو باندې نښلول، ان په خوب کې انګليسي لغتونه هم زده کول.))

اوس يوان شيو ګانګ روانه انګليسي ژبه ويلی شي، هغه دغه راز هم له بهرنيو زده کوونکو سره د خبرو اترو له لارې د وو شو لوبې لپاره ځانګړي وييونه جوړ کړي دي چې د ښوونې لپاره ډېر ګټور دي او په پايله کې يې زياتيدونکي بهرني زده کوونکي راجلب کړي دي.

د چيني زده کوونکو په شان نه دي، زياتره بهرني زده کوونکي لا مشران دي، برسيره پردې، د کلتوري توپيرونو له امله هر زده کوونکي چې روزن ځای کې له شامليدو مخکې بايد يو تړون لاسليک کړي چې له مخې يې بايد د روزن ځای د ادارې او غوښتنو مراعات وکړي. په ټولو بهرنيو زده کوونکو کې امريکايي جف پر يوان شيو ګانګ باندې لومړی ژورې خاطرې پاتې شوې دي. د سيالۍ په ترڅ کې د جف د يو لاس هډوکی مات شو، خو هغه لا هم د بل لاس په وسيله تمرين کولو. د پنځو کلونو راهيسې جف په تمرين کولو ټينګ ولاړ دی او په عين وخت کې يې چيني ژبه ښه زده کړې ده. دغه راز تراوسه پورې يې د وو شو لوبې په ډېرو نړيوالو سياليو کې جايزې ګټلې دي. هغه وايي:

(( ته بايد په جدي توګه تمرين وکړې. که ته هره ورځ تفريح وکړي، بريالی به نشې.))

د جف په شان زياتره بهرني زده کوونکي يوه ګډه موخه لري چې په ټول عمر کې د ووشو لوبې پر چارو ټينګار کوي. اوس د يوان شيو ګانګ په مرستې د وو شو لوبې دوې بهرني روزن ځايونه جوړ کړي دي، هغه هيله لري چې د بهرنيو زده کوونکو له لارې د چين د داويزم فکرونه مروج کړي. د روان کال د مارچ په نهمه نېټه، خپل روزن ځای کې د يوان شيو ګانګ لخوا د زده کوونکو د منلو مراسم ترسره شول، له څه باندې نوي تنو زده کوونکو نه ٣٧ تنه بهرنيان دي. د دوی د ښوونې له بشپړيدو وروسته به لرغونې وو شو لوبه لاپراخه شي، د چين داويزم کلتور به هم د لازياتو کسانو لخوا وپېژندل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای