CRI Online

په ختن کې اويغوري طب

cri     (GMT+08:00) 2013-01-17 15:42:28

د چين د شينجيانګ د ختن په ګوټ ګوټ کې اويغوري کلينکونه او درملتونونه ليدل او د ملکيانو له خوا هر کلی ويل کيږي چې په ځايي سيمه کې د کلينکونو او درملتونونو شمېر په جلا جلا توګه يو سل او اتيا او پنځه سوو ته رسيدلی دی .د ختن د اويغوري طبي پوهنځي مرستيال علي روز زمونږ خبريال ته وويل (اواز.......) په شيجيانګ کې د اويغوري طبي پوه تاريخ ډېر اوږد دی چې پخوا يې په کليوالو سيمو کې د اويغويانو په درملنه کې اويغوري طبي پوه کارول کيدل ، نو ځکه دوی له اويغوي طب سره ژور احساست لري او پری ډېر خوښ دی.خو په شيجيانګ کې د لويديز طبي پوه د موجوديت تاريخ يوازی يو سل او شل کاله دي چې له دی نه مخکې يوازی اويغوري طبي پوه مروج و .

د معلوماتو له مخې اويغوري طبي پوه د څه د پاسه دوه زره او پنځه سوه کلونو لپاره تاريخ لري .د ملاد نه مخکې په څلورمه پېړۍ کې د اويغوري طبي پوه بنسټ ايښودونکي حزباي يو کتاب وليکه او پکې يې د دري سوه او دوولسو ډولو حيواناتي او نباتاتي او معدني درملونو ماهيتونه معرفي کړل .خو د يوولسمې ملادي پېړۍ په شاوخوا کې ياد پوه پرمختګ موندلی او سمسور شو. د اويغوريانو له خوا د اسلام پر دين تر عقيدې لرلو وروسته ګڼ شمېر مشهور اويغوري داکټران د زده کړې لپاره هند او پاکستان او عربي هېوادونو ته لاړل او په فارسي ، اردو او قومي ژبو خپل کتابونه وليکل چې له دې جملې څخه د مشهور اويغوري ډاکټر جمالودين له خوا ليک شوی کتابونه تر اوسه پوری لاهم په هند کې ډېر مروج دی . ښاغلي علي روز خبريال ته وويل (اواز........) زمونږ پوهنځی د استعداد لرونکيو کسانو پر روزلو سربېره د لرغونی کتابونو څېړنيز مرکز هم جوړ کړی چې تر اوسه پورې د چاپ شويو لرغوني کتابونو شمېر اووه دی او د دولسم پنځه کلن پلان د پلي کولو په پای کې به نور ١٩ چاپ شي .پخوا زمونږ زړو ډاکټرانو په منځني اسيا کې ډېر مشهور وو .

اويغوري طبي پوه د چين د دوديز طبي پوه يوه مهمه برخه ده او ختن هم د شيجيانګ د اويغوري طبي پوه يوه سرچينه بلل کيږي . د تېرې پېړۍ په څلورمه يا پنځمه لسيزه کې دغه پوه يوازی له استاذانو څخه شاګردانو ته يا له پلار څخه زوي ته خپريده او درملونه هم په ساده کوټې کې جوړېدل .د ختن اويغوري روغتون چې پخوا يې يو کوچنی اويغوري کلينک و، په شيجيانګ کې تر ټولو لوی اويغوري روغتون دی .د دغې سيمې د ايغوري روغتون د پرمختګ د يادونې په ترڅ کې د روغتون مرستيال اوبوليکاسمو احمدي وويل (اواز.........) په ١٩٧٥ کال کې د ختن د اويغوري روغتون د جوړېدو پر مهال پکې يوازی سل بسترۍ او دوه څانګې شته وو ، خو اوس مهال د بستريو شمېر شپږ سوه او پنځه اتيا دی او تر ١٩٩٥ کال وروسته څه د پاسه شل څانګې شته دي.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تر پلي کېدو وروسته د بېلا بېلو کچو د حکومتونو په مټ په ختن کې اويغوري طبي پوه ستر پرمختګ کړی چې تر اوسه پوری په ځايي سيمه کې د اويغوري طبي موسسو شمېر اتلسو ته رسيدلی او په سيمه او اوو ولسواليو او يوه ښار کې اويغوري روغتونونه هم جوړ شوي او په علاقه داريو او کليو کې له اووه اتيا طبي کلينکونو څخه زياتره اويغوري طبي څانګې جوړې شوي دي .اوس مهال په ختن کې د اويغوري طبي کارکوونکيو شمېر يو زر او شپږ تنو ته رسيدلی او په طبي اورګانونو کې د بستريو شمېر له دوو زرو څخه اوښتی دی چې د منل شويو ناروغانو شمېر لس زره تنو ته رسيدلی چې پکې بهرنيان هم شامل دي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای