CRI Online

يو نيپالي سوداګر او د ده لرګين صندوق

cri     (GMT+08:00) 2013-01-17 15:51:52

دا يو معمولي لرګين صندوق دی چې زمونږ په کورونو کې ډير پېدا کېږي او ور باندې هېڅ انځور او ښکلی رنګ نه شته ، خو ددې صندوق په دواړو اړخونو کې دوه مستطيل سوري لري.نو پوښتنه دا ده چې په دغه صندوق کې څه ډول شيان پټ شوي وو؟زمونږ خبريال د دغې پوښتنې په وړلو سره د صندوق له خاوند سره مرکه وکړه او د مرکې په ترڅ کې يې هغه معلومات تر لاسه کړل چې دغه صندوق د چين او نيپال ترمنځ د نيمې پيړۍ د دوستانه تګ راتګ سمبول دی .

ديبو چې د صندوق خاوند دی ، اوس مهال د چين د تبت د علي سيمې په پولن ولسوالۍ کې سوداګری کوي .د ده هټۍ ته زمونږ د خبريال د رسيدو پر مهال هغه د ياد صندوق تر شا کښناست او په تبتي ژبه يې له مشتريانو سره چنه وهله.

د خبريال د پوښتنې په ځواب کې ديبو دغه مرموز صندوق خلاص کړ چې په لومړی پوړ يې په څو کوچنيو برخې ويشل شوی او څو دانې سکې پرتې دي ، ديبو د صندوق په اړه يوه کيسه وکړه او و يې ويل چې دغه صندوق پخوا د پيسو د صندوق و، د چين په تبت کې د څه د پاسه نيمې پېړۍ لپاه دده او دده د پلار لوړ و ژور شاهد دی .هغه زياته کړه : دغه دوه مستطيل سوري لا پخوا پلار مې وکيندل چې سکې له سوريو څخه صندوق ته واچولې شوې.دغه صندوق ډېر زوړ او قيمت دی ځکه چې پلار مې له نيپال څخه يووړ او د سوداګرۍ په موده کې يې کارولو .

د پولن ولسوالی د تبت د علي سيمې په جنوب کې پرته ده او له چين ، نيپال او هند سره ګډه پوله لري چې هلته د دريو هېوادونو سرحدي سوداګری څه د پاسه پنځه سوه کاله تاريخ لري . اوس مهال د دغې ولسوالۍ سرحدي بازار په ځانګړی توګه د دريو هېوادونو سوداګرانو لپاره د شيانو پلورلو غرفې برابروي .نو د هر کال په دوبی او منی کې ډېر نيپالي سوداګران دغه بازار ته راځي .

٤٩ کلن ديبو خبريال ته وويل چې له ماشومتوب څخه دده پلار د چين او نيپال په سرحدي سيمه کې په سوداګری لګيا و او د ده تر اغيزې لاندې يې له پوهنتون څخه تر فارغت وروسته هم په سرحدي سوداګری پيل کړی دی.هغه وويل :پلار مې لاپخوا د سوداګرۍ لپاره پولن ته راغی او دېرش کاله دمخه دلته مړ شو . په ١٩٨٥ کال کې له ورور سره يو ځای دلته ورسيدم .

د ديبو ټاټوبی د نيپال د دارجولا ولسوالۍ په شمال لويديز يو کوچني غرني کلي کې دی او له چين او هند سره ګډه پوله لري .دارجولا ولسوالی د نيپال په لوړه غرنۍ سيمه کې موقيعت لري چې د سمندر له سطحی څخه منځنی جنګوالی يې پنځه زره مترو ته رسيږي او د تودوخې درجه يې ډېره ټيټه ده.له دغې ولسوالۍ څخه تر پولن پوری لار ډېره پيچلې او شاوخوا چاپيريال يې ډېر خراب دی .په هغه وخت کې چې دديبو پلار د سوداګرۍ لپاره له نيپال څخه چين ته راغی، د ده کلي له پولن څخه پنځه ورځې لېرې و.که څه هم ترانسورتي مسئله لاهم ډېره سخته ده ، خو د چين په تبت کې د سړک په جوړېدو سره سره دغه مسئله حل شوې ده .هغه وويل چې اوس مهال د ده له ټاټوبي څخه تر پولن ولسوالۍ پوری د پلی کولو لپاره يوازی دوه ورځې اړينې دي .هغه وويل : پخوا ترافيکي شرايط ډېر بد او اوس ښه شوي دي.مونږ لومړی د اسونو او خرو په وسيله مالونه ګام په ګام له نيپال څخه سرحدي سيمې ته او بيا د موټر په وسيله پولن ته ليږو.که څه هم دغه بهر له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی ، خو ور څخه د لاس اخيستنې نيت نه لرو ، ځکه دا زموږ د کورنۍ دوديزه سوداګري ده او ادامه به ولري.

په ٢٠١٢ کال کې ديبو ډېر وختی له نيپال څخه پولن ته راغی او غوښتی يې په نوامبر کې د مالونو اخيستلو لپاره نيپال ته راستون شي.هغه وويل چې دی له پولن ولسوالی سره ډېره مينه لري ځکه چې دلته هوا ډېره ښه او کاروبار هم تود دی .سربېره پردی د چين حکومت هم د بهرنيانو لپاره يو لړ امتيازي تګلارې غوره کړې دي د بېلګي په توګه د ده د هټۍ مياشتني اجاره يوازی سل يوانه پيسې دي . دی نه يوازې دا چې د چين حکومت ته ماليات نه ورکوي بلکی ژوند يې په ښه توګه تامينېږي .کله چې ژمی رارسيږي، هغه يوازی په هټۍ کې ټول مالونه زيرمه کوي او بيا د مالونو اخيستلو لپاره هند او نيپال ته راستنيږي.هغه وويل :زمونږ د استوګنې شرايط ښه دي چې د پخلنځي په شمول پنځه يا شپږ کوټې شته دي .دلته کله نيپالي خواړه ، کله چينی خواړه پخوم . د نيپالي ډوډۍ د پخلي لپاره د وريجي ،مالګه ، غوړي او سبو په شمول ټول لازم مواد په ځايي سيمه کې اخلم چې پخوا يې نه شوای اخستی .

هغه زياته کړه چې د پولن ولسوالۍ له ډېرو سيمه ييزو وګړيو سره يې دوستی ټينګه کړې او ور سره يې اشنا شو چې له دې جملې څخه يو تن ګولو نوميږي. شپږ پنځوس کلن سپين ږيری ګولو د ديبو له کورنۍ سره ډېره بلدتيا لري چې دوستی يې نسل په نسل خپرېدله.کله چې د ديبو پلار په چين کې سوداګری کوله . د ګولو پلار ور سره د د څارويو ساتنه کوله .ور پسې ګولو پولن ته د ديبو د رسېدو پر مهال د تبتي ژبې د ژباړنې دنده پر غاړه واخيستله چې په هغه وخت کې ګولو ډېر غريب و ،خو ديبو کله نا کله په وړيا توګه ګولو ته شيان ورکول .نو ځکه د دواړو خواوو ترمنځ د تګ راتګ په ترڅ کې ژوره دوستی ټينګه شوې ده . ګولو وويل 

ديبو د باور وړ سړی دی او د شيانو بيې نه لوړوي .که شيان غواړم، له ټاکلي وخت څخه مخکې ور سره ټليفون وکړم او دی به مالونه چمتو کړي.

ديبو زمونږ خبريال ته وويل چې اوس مهال په چين کې ژوند يې ډېر نيکمرغه او خوشحاله دی .هغه په فارغ وخت کې د پولن ولسوالۍ په ختيځ د ګانګ ژون بو چين نومی غره ته سفر کوي او پر ته له دی نه هغه هم هميشه د بلنې په اثر د تبتي دوستانو د واده په مراسمو کې ګډون کوي .هغه وويل : ريښتيا ده چې له چين سره ډېره ژوره مينه لرم. زما په أند د تبتيانو په شمول ټول چينايان ډېر ښه وګړي دي او له سيمه ييزو تبتيانو سره زما اړيکې هم ډېرې ټينګې دي.که څه هم په ليری پرته سرحدي سيمه کې اوسېږم ، خو هېڅ ستونزې نه لرم.

د مرکې پر مهال ديبو په موبايل تيلفون کې زيرمه شوی يو عکس خبريال ته وښود چې دده ميرمن ، دوه لوڼې او يو زوي پکې لېدل کېږي ، د خپلې هيلې او راتلونکي د يادونې په ترڅ کې ديبو وويل : اوس د چين او نيپال ترمنځ اړيکې ډېرې ښې دي او هيله لرم چې کاروبار ورځ په ورځ ښه کېږي .تر هغه وروسته چې زوی له پوهنتون څخه فارغ شي ، چينی ژبه به ور ته ور زده کړم ،ځکه له چينايانو سره سوداګری ښه أينده لري .غواړم چې زوي مې د زده کړې لپاره شانګهای ته وليږم او تر فراغت وروسته به په پولن کې زما سوداګري په ميراث واخلي .

پر دی مهال ډيری مشريان هټۍ ته ننوتل

ديبو په داسی حال کې چې پر خپل صندوق لاس ووهلو، خبريال ته په خوږه خندا وويل چې اوس دغه صندوق کاروم او په راتلونکې به يې هم ونه پلورم او زامنو ته به ورکړم .ټول شيان بدلېږي ، خو دغه دود نه بدليږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای