CRI Online

نينګ شيا زما کور دی __ د چين په نينګشيا کې د يوې عراقي جوړې کيسه

cri     (GMT+08:00) 2013-01-23 21:12:31


مېرمن شتا سبري (ښی دوهم) او د دې خاوند ښاغلي منير محمد علي (ښی لومړی)


لږه موده مخکې، د چين او عربي هيوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ فورم چې هرکال يوځل جوړيږي، د چين په لويديځ نينګ شيا کې ترسره شو. د نژدې دريو کلونو راهيسې د دې فورم په بريالي ترسره کيدو سره نينګشيا د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو د مسلمانانو توجه راجلبه کړې ده. دوی د دی فورم په اړه څه نظرونه لري؟ د سي ار ای خبريال د نينګشيا د ين چوان ښار په يونګ نينګ ولسوالۍ کې له يوې عراقي جوړې سره چې اوس د نينګ شيا د مسلمانانو د ژبو په نړيوال ښوونځي کې کار کوي، تازه مرکه وکړه ، اوس راځئ چې د دوی کيسه واورئ!

سږکال ٤٨ کلن خاوند منير محمد علي او ٤٠ کلنۍ مېرمن شتا سبري پخوا په عراق کې د يوه پوهنتون ښوونکي وو او بياوروسته د کورنۍ جګړې له امله دوی له ماشومانو سره سوريې ته انتقال شول او منير محمد علي ورپيسې پر سوداګرۍ پيل وکړ او مېرمن شتا صبري په پرله پسې ډول د ښوونځي لخوا وګمارله شوه. د ٢٠٠٩ کال په جولای کې يو تصادفي فرصت، د يوه چينايي په پېژوندنې سره ښاغلي منير محمد علي له خپلې مېرمن سره د چين نينګشيا سيمې ته سفر وکړ او هلته يې د چين او عربي هيوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ په لومړی دورې فورم کې ګډون وکړ. بيا وروسته دې جګړه ځپلې جوړې نه غواړي چې له نينګ شيا نه ووځي.

مېرمن(( د ين چوان خلک تاوده احساسات لري،هرچېرې چې لاړ شو، خلک به موږ ته سلامونه ويل. کله چې په لاره کې مو شيان اخستل، د دوکان خاوند به له موږ سره مرسته کوله، موږ ددوې ډېره مننه کوو.))

مېرمن په خندا سره وويل په ين چوان ښار کې اسلامي کلتور له دې ښار سره ددوي د نژدېوالي سبب دی.

نينګشيا ته د لومړي سفر دوې مياشتې وروسته منير او ميرمن يې د خپلو څلورو ماشومانو په وړلو سره له سوريې نه ين چوان ښار ته راستانه شول ، اوس درې کاله کيږي چې دوی په ين چوان ښار کې اوسيږي، دې عراقي جوړې د يونګ نينګ ولسوالۍ په نا شيا هو کې د نينګشيا د مسلمانانو د ژبو په نړيوال ښوونځي کې د عربي ژبې ښوونکو په توګه دنده په غاړه لری.دوې لوڼۍ يې ځايي مسلمانو هلکانو ته ورکړې. دريم او څلورم زامن يې هم په جلاجلا توګه په ځايي ښوونځيو کې زده کړه کوي ، اوس ددوي کورنی نيکمرغه ژوند تېروي.

مېرمن وويل :

((کله چې له سوريې نه دلته انتقال شوو او په نينګ شيا کې د دايمي ژوند پريکړه مو کوله، دوست مو وړانديز وکړ چې دلته لاړ نه شئ. ځکه دا به د ماشومانو راتلونکي ځنډوي. هغه وخت کې زموږ په نظر په چين دغه پرمختللي ځای کې هرومرو د ماشومانو لپاره ښه ښوونه وای او د دوی لپاره مو مناسبه ښوونه پيدا کړی وای، بيا وروسته موږ ښوونځي پيدا کړ او د ښوونکو په مرستو زموږ کشر زوي د غوره زده کوونکي په توګه ګرځيدلی دی.))

د چين او عربي هيوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ فورم د يادونې په ترڅ کې ښاغلي منير وويل چې ،دا نه يوازې له چين نه د عربي هيوادونو د زدهکړې لپاره ښه فرصت دی، بلکې په بيلابيلو ساحو کې د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې او يود بل زدهکړې لپاره يوه مهمه لاره هم ده. د ده په نظر عربي هيوادونه دې تر وسې پورې په فورم کې ګډون وکړي.

(( دا يو ښه فورم دی، دوه کاله دمخه مې په فورم کې ګډون کړی و. د فورم له امله د چين او عربي هيوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې شوې دي، زموږ عربي هيوادونه که غواړي له چين نه زده وکړي او خپل اقتصاد ته پرمختګ ورکړي، نو بايد په دې فورم کې برخه ولرو. موږ کولای شو چې د صنعت، سوداګرۍ، کرنې په شمول زياتو ساحو کې يوله بله زده کړه وکړي.))

د منير او دده د ميرمنې لپاره د نينګ شيا جذابيت نه يوازې د ځايي وګړيو تاوده احساسات، ښکلۍ ودانۍ، پاکې لارې کوڅې او منظم ترافيک، بلکې بيلابيلو دينونو ته د نينګ شيا د ورخلاصون رويه هم ده. د راتلونکي پلان په اړه دغې عراقي جوړې وايي ، دوی د چيني تابعيت اخيستنه غواړي. دوي په ژوند کې له خپلو ماشومانو سره په چيني ژبه خپله هيله څرګنده کړې:

(( نينګ شيا زما کور دی، زه له چين سره مينه لرم.))

د منير د کورنۍ په قوله ، دوی نينګ شيا ته رسيدلي او د ښکلی کورنۍ د ودانولو په برخه کې د چينايانو لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو له نعمت نه برخه لري، دوی په عين وخت کې نينګشيا د خپل ټاټوبي په توګه بولي او هيله لري چې له ځايي وګړيو سره د لاځلانده راتلونکي لپاره هلې ځلې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای