CRI Online

په چين کې د مرکزي افريقا د ډاکټر ياميندي جين باپتيستي ژوند

cri     (GMT+08:00) 2013-01-23 21:15:34

له ٢٠٠٢ کال نه تر ٢٠١١کال پورې، په چين کې د بهرنيو زده کوونکو شمېر٧٠٪ زيات شوی چې اوس يې شمېر٢٩٠ زرو تنو ته رسيدلی دی. د دغو بهرنيو زده کوونکو لپاره چين ته د دوی د راتګ لامل نه يوازې د چيني کلتور جذابيت، د ژوند اسانتياوې او له دې چټک پرمختللي هېواد سره نژدې تماس دی، بلکې په چين کې د ګمارنې لازيات فرصتونه هم دي. ياميندي جين باپتيستي لس کاله دمخه له مرکزي افريقا نه د زده کړې لپاره چين ته راغلی، اوس هغه ډاکټري اخيستې ده. په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په چين کې د ډاکټر ياميندي جين باپتيستي ژوند په هکله معلومات درکړم.

د ٢٠٠٢ کال په اګست کې د مرکزي افريقا زده کوونکی ياميندي جين باپتيستي چين ته راغی او دلته يې زده کړې پيل کړې. له دې نه مخکې يې د چيني ژبې زده کړه نه وه کړې ، نو هرځل به يې چيني لغت وليد، ګواکي يو پيچلی انځور يې احساسوه.

(( په لومړيو وختونو کې هر شی زما لپاره ستونزمن و. هغه وخت کې مې يوازې سلام په چيني ژبه ويلای شو))

د زياتو بهرنيو زده کوونکو په شان، ياميندي د چيني ژبې د زده کولو ترڅنګ هم د ماسترۍ درجې د ترلاسه کولو لپاره لوړې زده کړې وکړې. پخوا په افريقا کې د ده د ښوونيزې پايلې لوړې وې ، نو له پوهنتونه تر فارغيدو وروسته يې په چين کې د زده کړې فرصت ترلاسه کړ. خو چين ته له رسيدو وروسته يې پيدا کړ چې له نوي ژوندسره عادت کيدا يې ډېره ستونزمنه وه، په چيني ژبه نه پوهېده او په درسونو کې هم له دې امله ستونزې لرلې.

(( په ٢٠٠٢ کال کې چين ته له رسيدو وروسته زده کړه مې پيل کړه چې ټول درسونه په چيني او انګليسي ژبو وو.خو زه د فرانسوي ژبې له هيواد نه راغلی زده کوونکی وم، يوازې مې فرانسوي ژبه ويلای شوه. نو د ژبې په زده کړه کې مې لازيات کوښښونه کړي وو. ))

د زياتو کوښښونو له امله د زده کړې په دوهمه دوره کې ياميندي په درسونو ښه پوهېده. هغه دغه راز په پوهنتون کې يوازينی زده کوونکی و چې په چيني ژبه يې تزېس وليکه چې له همدې امله يې د ډاکټرۍ اخيستلو لپاره سکالرشپ ترلاسه کړ.

په ٢٠١٠ کال کې يامندي ډاکټري هم واخيسته او ژر يې د يوه چيني شرکت لخوا وګمارل شو.

هغه په شرکت کې يوازينی بهرنی کارکوونکی دی، هغه دا احساسوي چې کار او لوستل يې بيخي توپير لري.

لس کاله کيږي چې ياميندي په چين کې اوسيږي، په دغو لسو کلونو کې يامندي له يو افريقايي ځوان نه چې په چيني ژبه بيخي نه پوهېده، د چين د يو مينوال په توګه ګرځيدلی دی. اوس پر غاړه درې دندې لري، له دوشنبې نه تر جعمې پورې هغه د شرکت لوړپوړی منيجر دی، په يکشنبه او سې شنبه کې هغه د فرانسوي ژبې په ښوونځي کې د فرانسوي ژبې د ښوونکي دنده ترسره کوي، هره شپه هغه خپل تېزس ليکي او د پوهنتون لپاره ښوونيزې څېړنې کوي.

د راتلونکي د يادونې په ترڅ کې ياميندي وويل:

(( پوره لس کاله مې په چين کې ژوند کړی دی. له شرکت سره مې د ګمارنې پنځه کلن تړون لاسليک کړی، دغه راز د چين او افريقايي هيوادونو ترمنځ يوه پروژه کې هم برخه لرم. نو غواړم چې په چين کې پاتې شم او کارونو ته دوام ورکړم څو چې د چين او افريقا ترمنځ د پل رول ولوبوم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای