CRI Online

د هغو کسانو خيال رښتيا شو چې په عربي ژبې متبحر دي

cri     (GMT+08:00) 2013-02-01 10:11:50

په چين کې داسې يوه ډله وګړي شته دي چې د عربي ژبې په وسيله بېلا بېل کارونو بوخت دي .د ننينګ شيا د هوي قوم خپلواکه سيمه چې پخوا يې د وريښمو لارې يو مهم ځای و، اوس مهال د يادو کسانو د روزنيز ځای بلل کيږي.په وروستيو کلونو کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د نژديوالي سره سره په ياده سيمه کې د دغو کسانو شمير هم زيات شوی دی. په ننني پروګرام کې به تاسو ته د ځينو کسانو کيسې ور کړو.

(اواز………) د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې د اين چوان ښار په مرکز کې ډېرې لوړې ودانۍ ولاړې دي چې يوه يې د چيني مسلمانانو نړيوال سوداګريز مرکز دی . دغه ودانی اسلامي ساخمتاني سبک لری او په ٢٠١١ کال کې جوړه شوه .هره ورځ له بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلي سوداګران پکې راغونډيږي.د مېرمن نا هوي پينګ دفتر هم د دغې ودانۍ په جنوب ختيځه څنډه کې پروت دی .(اواز……..)

لس کاله دمخه نا هوي پينګ د اين چوان د عربي ژبې له پوهنځي څخه فارغه شوه او د خپلو چارو د پيل لپاره يې عربي متحده اماراتو ته لاړه .د کاري تجربو او سوداګريزو اړيکېو د نه درلودلو له امله د چارو د خلاصولو په پيل کې له زياتو ستونزو سره مخامخ شوه .هغې وويل (اواز……….) هلته مې هيڅ خپلوان نه درلود او ناروغه هم وه .نو ډېره غمجنه شوم او هم په دې ښه پوه شوم چې په نورو هېوادونو کې د خپلو چارو برياليتوب بې د حکومتي ملاتړ نه شونتيا نه لري.

هېواد ته تر ستنېدو وروسته نا هوي پينګ په ابتکاري توګه له سيمه ييز حکومت او اړوندو څانګو څخه د مرستې او ملاتړ موندلو لپاره هڅه وکړه او د خپلو کوښښونو له امله يې په ٢٠٠٩ کال کې د سليمان په نوم د اسلامي موادو محدود سوداګريز شرکت جوړ کړ چې په پايله کې د څو کلونو پرمختګ وروسته نه يوازې په ځه جيانګ او ګوانګ جو ولايتونو کې فرعي څانګې بلکې په وار سره په دوبی او ماليزيا کې د اسلامي موادو د پلورنځي هم جوړ کړي دي.د دغه شرکت د پرمختګ د يادونې په ترڅ کې ناهوي پينګ وويل چې په مسلسلو دريو کلونو کې يې په نينګ شيا کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په فورم کې ګډون درلود چې ور ته يې لازيات پرمختيايي فرصتونه رسولي دي.هغه د فورم د دري کلنو بدلونونو شاهده ده دې وويل (اواز…….) کله چې زمونږ حکومت د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لومړني فورم ته وليږل شوم ، هېڅ بهرني نينګ شيا ونه پېژندله. د دوهمې دورې په فورم کې زياتو بهرنيانو نينګ شيا او اين چوان پېژندلي ، خو پکې يې د ګټې اخيستلو فرصت او چانس نه دې موندلی .د درېيمې دورې په فورم کې حالت په پوره توګه بدل شوی دی.د يوې سوداګرې په توګه مې د هېواد لږه کيو سيمو ته د مرکزي حکومت پاملرنه احساس کړې او باور لرم چې نينګ شيا لا ګوندۍ پرمختيا ومومي .

د ٢٠١٢ کال په دسمبر کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د دريمې دورې په سوداګريز فورم کې د چين دولتي شورا په رسمي توګه د نيګ شيا د اين چوان د مالياتو امتيازي سيمې جوړونه منظوره کړې چې له امله اين چوان يوه خلاصه سيمه ګرځېدلې ده چې پکې مساعد اداري ميکانيزم او ډيره امتيازي تګلاره اجرا کيږي.البته ناهوي پينګ دغه پرمختيايي فرصت له لاسه نه دی ورکړی او پلان لری چې په نژدی راتلونکی کې د اسلامي مالونو د پيژندلو معيارونه جوړ کړي او له کورنيو او بهرنيو مشهورو انټرنټي ويپپاڼو سره همکاري وکړي تر څو د اسلامي توکيو د پلورلو چارو يو بشپړ ځنځير رامنځته شي .هغې وويل (اواز………..) د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکاريز فورم د پرمخبيولو او د نوموړې امتيازي سيمې د منظورېدو سره نينګ شيا زيات پرمختيايي فرصتونه تر لاسه کړي دي چې په نتيجه کې لازيات بهرنيان د سوداګريزو فرصتونو د لټولو لپاره نينګ شيا ته راشی.

د ناهوي پينګ په شان ٤٠ کلن جانګ هونګ بين هم په روانه عربي ژبه کړېږي ، خو له مېرمن ناهوي پينګ سره دا توپير لري چې په پوره ځواک سره يې په اسلامي مذهبي چارو کې برخه اخيستې ده.(اواز.........)

هره ورځ سهار جانګ هونګ بين د ديرشو کلونو راهيسې هره ورځ سهار قرائت کوي او هره ورځ پنځه فرض لمونځ کوي .هغه په يوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلی چې له ماشومتوب څخه يې د ده نيکه قرائت واورېد او له لوېدو وروسته يې د نينګ شيا د عربي ژبې د يوه پوهنځي له خوا ومنل شو او تر فراغت وروسته د نينګ شيا د اسلامي ټولنې له خوا وګمارل شو چې اوس مهال هر کال مکې معظمې ته د سيمه ييزو مسلمانانو د حج ادا کولو اړوند کارونه ترتيبوي.د وروستيو کارونو د يادونې په ترڅ کې ښاغلي جانګ خبريال ته وويل چې د يوه چيني مسلمان پر حيث ډېر وياړي ، ځکه چې هر کال مکې معظمې ته د حج ادا کولو پر مهال د سعودي عربستان حکومت دوي ته ډېره پاملرنه کوي او د ده درناوی کوي چې تر اوسه پوری يو کار د يادونې وړ دی.

هغه وويل (اواز.....) يو ځل جدا ته د روانېدو په وخت کې زموږ د موټر يو ټاير پنچر شو ، خو هغه ورځ جعمه وه ،نو د موټر ترميمولو زياترو ورکشاپونه تړل شوي چې په پايله کې له نيکمرغه مو يو ورکشاپ پيدا کړ چې کارګر د سلامونو ويلو وروسته ټاير ژر ترميم کړ او هېڅ پيسې يې را څخه وا نه خيستې ،ځکه موږ چيني مسلمانان يو .دغه کار زما په ذهن کې ژوره خاطره راايښي ده .

دېرش کاله تېر شوي دي . ښاغلي جانګ هونګ بين وويل چې عربي ژبې ور ته ډېر بدلونه رسولي چې د عربي کتابونو په لوستلو سره خپل عقيده ټينګه شوې او د عربي ژبې په وسيله نه يوازې خپلې پوهنې زياتې شوې بلکې د ژوند سويه يې هم لوړه شوې ده .د دې ترڅنګ هغه هم د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د تبادلې لپاره يو استازی هم ګرځېدلی دی.(اواز...........)

د نينګ شيا د وو جونګ ښار د تونګ شين ولسوالی په چين کې د کوچنۍ مکې په توګه نوميږي چې په مرکز کې يې د تونګ شين لوی جومات پروت دی او د زرو کالو تاريخ لري . ٢٧ کلن ګاو های دونګ په دغه جومات کې تر ټولو ځوان اخوند بلل کيږي چې لس کاله دمخه د عربي ژبې له سيمه ييز پوهنځي څخه تر فراغت وروسته د ځه جيانګ ولايت اين وو ښار ته د مزدوري لپاره ورغلی و ، خو بالاخره يې په ګوانګ دونګ کې يو کوچنی شرکت جوړ کړ چې د خپلو کوښښونو سره سره يې شتمن شوی دی، خو د وروستی کلونو لوړ و ژور له امله هغه په دې ښه پوهېدلی دی چې زيات مذهبي مالومات نه لری. نو په ٢٠٠٨ کال کې هغه پرېکړه وکړه چې خپل ټاټوبي ته راستون شي او د يوه معمولي اخوند په توګه خپله دنده پر غاړه واخلي.هغه وويل (اواز..........) د اسلامي شريعت له مخې بايد خپلې پوهنې نورو ته ور زده کړی شي .اوس مهال هره ورځ زه د قران کريم د څو مبارکو ايتونو تلاوت کوي او شلګونه تنه سپين ږيري زما د وعظ اوريدو لپاره جوما ته راځي.

(اواز.........)هغه خبريال ته وويل چې په وروسيتو کلونو کې د ښاريانو او کليوالو ژوند ښه شوی چې ګڼ شمېر يې خپل نوی کورونه جوړ کړي دي .د تونګ شين ولسوالی نه دا چې يو مقدس ځای وی ، بلکې د سيلانۍ او سوداګرۍ لپاره يو ښه ځای هم دی .د خپل خوب د يادونې په ترڅ کې ګاو های دونګ وويل (اواز.......)

زما خوب دا دی چې د زده کړې لپاره بهر ته لاړ شم او لازياتې پوهنې تر لاسه کړم .ډېر غواړم چې سعودي عربستان ته لاړ شم ، ځکه هلته د مسلمانانو مقدس ځای دی ،برسيره پردی هيله لرم چې زما زامنو تر لوېدلو وروسته هم د زده کړې لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شی او په مذهبي چارو لاس پورې کړي او خپل خدمتونه وقف کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای