CRI Online

د ځه جيانګ ولايت د هانګ مين نومي کلي مشر جو چونګ چينګ

cri     (GMT+08:00) 2013-03-22 20:19:47

د هانګ مين نومي کلی د جه جيانګ ولايت د شياو شان د ګوا لي علاقه دارۍ په اړه يو کوچنی اداري کلی دی چې اوسېدونکي يې يوازی زر تنه دي ،خو دغه کلی په اسيا کې د ټوکر رنګولو يوه اډه ګڼل کيږي او د چين په ختيځ کې د طلايي ګاڼو د تيارولو تر ټولو لويه تصدۍ پکې شته ده .په ٢٠١٢ کال کې د دې کلي د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت نهه مليارډ او شپږ سوه مليونه يوانو ته رسيدلی دی .کله چې خبريال کلي ته ننوت ،و يې ليدل چې بنګلې قطار په قطار ولاړې دي او د لارې په دواړو غاړو کې د نساجۍ فابريکې، د ساختماني موادو او برېښنا توليدولو کارخانې پرتې دي .

دغه لاس ته راوړنې د کلي د ګوندي کميټې منشي او د هانګ مين محدود شرکت له عمومي مدير جو چونګ چينګ سره اړيکی لري .په ١٩٧٨ کال کې د هانګ مين کلي له شاوخواوو نورو کليو سره يو شان و چې ګڼ شمېر کليوال يې غريب او هم نالوستي وو.نو ځکه نجونو ونه غوښتل چې د دې کلي له هلکانو سره واده وکړي .ښاغلي جو په دی هکله وويل (اواز...........) هانګ مين يو کوچنی کلی دی چې پخوا يې ډېر غريب و ،او اوسېدونکي يې تر اوسه له يو زرو او يو سلو تنو څخه کم دی او عمومي پراخوالی يې يوازی يو مربع کيلو متره دی .خو په ١٩٧٩ کال کې د هر تن په سر عايد يوازی له يو سل او شل يوانو څخه تر يوسل او شپېته يوانو پوری و.

يوه اصطلاح ده چې يې غريبان بدلون غواړي .په ١٩٧٩ کال کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې جو چونګ چينګ هم د خپل کلي راتلونکی تر نظر لاندی ونيوه او په دې اند و چې د صنايعو پرمختګ د بې وزليتوب له منځه وړلو لپاره د لومړيتوب اهميت لری.د همدې کال په دسمبر کې د شاو شان په نوم د ټوکر رنګولو وړوکې فابريکه جوړه شوه .ښاغلي جو وويل (اواز.........) په ١٩٧٩ کال کې موږ د شپېتو زرو يوانو په وسيله چې له ١٩٤٩ کال څخه تر ١٩٧٩ کال پوری په کلي کې راغونډ شوي ، خپله لومړنۍ فابريکه جوړه کړه.ځکه چې پر هغه مهال د ټوکر رنګولو کسب تود و ، نو د نوموړې فابريکې د جوړولو پرېکړه مو وکړه.

د ده د معلوماتو له مخې د دغې فابريکې د جوړولو په دوهم کال کې ګټې تر لاسه شوې چې توليدي ارزښت يې درې لکه او اتيا زره يوانه و او ګټې يې يوسل او څلوېست زره يوانو ته ورسېدې.د دغې تصدۍ د پرمختګ سره سره له ١٩٨٠ کال څخه تر ١٩٨٢ کال پوری د هانګ مين کلي کلنی توليدي ارزښت په شاو شان د خپلې ولسوالۍ له نورو کليو څخه زيات و او کلنۍ ګټه يې يو مليون يوانو ته ورسېدله .د نوموړې تصدۍ د برياليتوب په برکته د جو چونګ چينګ په مشرۍ د نوموړي کلي اقتصادي پرمختګ د ټوکر رنګولو له چارو څخه د نساجۍ او کمياوي موادو په شمول نورو ساحو ته پراخ شوی دی .

د صنعتي پرمختګ تر څنګ د دې کلي کرنيزو چارو هم پرمختيا موندلې ده . په ١٩٨٧ کال کې کليوالو په ابتکاري توګه وغوښتل چې کليوالې کميټې ته اجاري ځمکې بېرته ور کړي چې په پايله کې عصري فارمونه او د څارويو روزلو اډې جوړې شوې چې په نتيجه کې د هانګ مين کلی ټول کليوال د ګډې شتمنۍ په لور پرمختګ کوي.ښاغلي جو وويل (اواز........) د ١٩٨٧ کال په پای کې هانګ مين کلی په خپله ولسوالۍ کې يوازنی کلی وګرځېد چې د ځمکې په ډله ايز ډول کرل کېږي .٢٦ تنه کليوال چې د کليوالو کمېټې له خوا ګمارل شوي،شپېته هکتاره ځمکه کري او هره مياشت معاش اخلي .د کرنيز پرمختګ لپاره مو له جاپان او تايوان څخه د شولو ريبلو ماشينونه اخيستي دي .

سربېره پردی ښاغلي جو له ١٩٨٥ کال څخه له نورو کليوالو سره يو ځای سړک غځولی ، د اوبو لګولو پروژې او بريښنايي تاسيسات او د زړو کورونو پر ځاي نوي کورونه جوړ کړي دي .دده او د کليوالو د کوښښونو له برکته هانګ مين کلی ګام په ګام شتمن شوی دی.باور لرو چې د جوچونګ مين په مشرۍ په راتلونکی کې دغه کلی نور هم شتمن او ښکلی شی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای