CRI Online

د سه چوان ولايت په چينګ سنګ کې بانسي هنر

cri     (GMT+08:00) 2013-03-28 15:54:50

ويل کيږي چې د چين د سه چوان ولايت په چينګ شن کې بانسي هنر ډېر مشهور دی حتی د م م د يونيسکو سازمان چارواکيو د دغه بانسي هنر لوړه ستاينه کړه .د چينګ شن بانسي هنر هم د نړيوالو ګډ ميراث بلل کيږي .

کله چې خبريال د چينګ شن د بانسي هنر مرکز ته ننوت، يو ځانګړی موزيم يې وليد چې چې ساختمانۍ بڼه يې د بانسي شوټ غوندی ده .د موزيم کارکوونکي لان شيو هونګ خبريال ته وويل چې دلته ډول ډول له بانس څخه جوړ شوي هنري شيان ايښودل شوي دي .هغه وويل (اواز........) ځکه چې چينګ شن د بانسي هنر توليدونکي ځای بلل کيږي .په دغه موزيم کې له لرغوني زمانې څخه تر اوسه پوری له بانس څخه جوړ شوي هنري شيان د نندارې لپاره ايښودل شوي دي چې په لومړنۍ کوټه کې د روانې پېړۍ د اوومې لسيزې مخکی د ژوند او کار معمولي بانسي سامانونه او په دوهمه کوټه کې ځيني له بانس څخه جوړ شوي هنري شيان ساتل شوي دي .

د موزيم په څلورم پوړ کې ګڼ شمېر غوره بانسي انځورونه هم ليدل کېږي چې د بانس له پوستکو څخه اودل شوي او له دې جملې څخه څه د پاسه شل يې ډېر قيمتي دي او ټول يې د ماهر چن يون هوا له خوا تر سره شوي ، په تيره بيا د نديمې په نوم بانسي انځور د ښاغلي چن وتلی اثر دی .هغه وويل (اواز.........) د چين د تانګ د شاهي نديمې په نوم انځور د بانسي تارونو په وسيله اودل شوی چې عمومي اوږدوالي يې دری عشاريه اته او پلنوالی يې يو متره دی .د دغه انځور تر اودلو وروسته ځينو سوداګرانو را څخه وغوښتل چې ددې انځور د اخيستلو لپاره اته لکه او شپېته زره يوانه راکړي ،خو و مې نه منله.ځکه له دوو همکارانو سره مې د دغه ښکلي بانسي انځور د اودلو لپاره يو نيم کال زيار ايستلی دی .

د کليوالې لان شيو هونګ لپاره د ښاغلي چن د بانسي هنر په ډله کې برخه اخيستنه د خپلې کورنۍد شتمنۍيوه ډېره مهمه پرېکړه ده چې څو کاله دمخه يې د مزدوری لپاره نورو سيمو ته تللې وه او په ٢٠٠٧ کال کې يې د بانسي هنر په زده کړې پيل وکړ.هغې وويل (اواز.........) زمونږ شرکت دغه توليدي شکل غوره کوي چې له بزګرانو سره همکاری کوي.هغه سيمه ييز کليوال چې عمرونه يې له پنځه دېرش کلونو څخه تر پنځه چلوېښت کلونو پوری دي،نه غواړي چې د مزدوری لپاره نورو ځايونو ته لاړ شي ، نو ګڼ شمېر يې د بانسي شيانو په اوبدلو لاس پوری کوي چې له امله سيمه ييز اقتصاد هم پرمختګ موندلی دی .ځايي وګړو داسي ويلي چې د بانسي شيانو د اوبدلو په وسيله يې نوي کورونه جوړ کړي او ګړندي موټرونه يې اخيستي ، لنډه دا چې د بانسي توکيو د اودلو له لارې ښکلی ژوند هم تر لاسه کولی شی .

دغه خبره رېښتيا ده . په وروستيو کلونو کې د چينګ شن ولسوالۍ تر خپلې وسې پوری د بانسي هنري چارو د پرمختګ لپاره د بزګرانو لارښوونه کړې ده چې تر اوسه پوری په ګرده ولسوالۍ کې د دېرشو زرو کورنيو څه د پاسه شپږ زره بزګران په دی چارو لګيا دي چې د هر بزګر په سر کلنی عايد له دېرش زره يوانو څخه اوښتی دی او کليوال هم شتمن شوي دي .لان شيو هونګ وويل (اواز........) زمونږ بانسي توکي او هنر بايد نورو هېوادونو ته خپور شي ، خو عمده هنري شيان لاهم په هېواد دننه پلورل کيږي چي نه يوازی د هان نان ، ځه جيانګ او يون نان ولايتونو کې بلکی هم په نورو ډېرو سيمو کې ليدل کيږي .

اوس مهال د چينګ شن بانسي هنر هم د بهرنيانو د پام وړ دی .زيات بهرنيان په وار سره د بانسي هنر د زده کړې لپاره چينګ شن ته راغلی دي .نو مونږ باور لرو چې په نژدی راتلونکی کې چينګ شن د بانسي هنر په اتکا سره لازيات پرمختګونه ومومي .

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای